رنځپوهنه
From Wikipedia, the free encyclopedia
رنځپوهنه (په انگرېزي: Pathology له يوناني Script error: The function "lang" does not exist., pathos, "ناروغي، رنځ"; او Script error: The function "lang" does not exist., -logia پوهې نه) د طبي پوهې يو تشخيصي ډگر دی چې د بدن په بېلابېلو غړو کې د ووبونو (انساجو)، د بدني ماياتو او په ټول بدن کې د راټوکېدلي رنځ پېژندنه او آزمېښت په کې ترسره کېږي.
همدا اصطلاح د رنځونو د پروسو هغه اړونده ساينسي زده کړه هم په ځان کې رانغاړي چې د عامه رنځپوهنې په نامه هم يادېږي. طبي رنځپوهنه په دوه عمده څانگو وېشل شوې چې يوه يې اناتوميکه رنځپوهنه او بله يې کلينيکي رنځپوهنه نومېږي. وېترينري رنځپوهنه بيا د څارويو د رنځونو په اړه ځانگړې زده کړه ده او همدا راز فايټورنځپوهنه بيا د بوټو د رنځونو او ناروغيو د زده کړې ډگر دی.