د یونان او ترکیې جګړه (۱۹۱۹- ۱۹۲۲ زکال)
From Wikipedia, the free encyclopedia
له ۱۹۱۹ زکال څخه تر ۱۹۲۲ زکال پورې د یونان او ترکیې جګړه د یونان او د ترکیې د ملي خوځښت ترمنځ له لومړۍ نړېوالې جګړې وروسته د عثماني سترواکۍ د تجزیې پر مهال د ۱۹۱۹ زکال له مۍ میاشتې څخه د ۱۹۲۲ زکال تر اکتوبر میاشتې ترسره شوه.
په اصل کې یونان له دې امله پر ترکیې برید وکړ چې لویدیځو متحدینو، په ځانګړې توګه د بریتانیا لومړي وزیر ډېوېډ لویډ جورج یونان ته ژمنه ورکړې وه چې په لومړۍ نړیواله جګړه کې به د عثماني سترواکۍ د ماتې په بدل کې چې په وروستیو کې یې ماته وخوړه پریمانه قلمرونه ورکړي. د یونان ادعا له دې واقعیت څخه سرچینه اخیسته چې اناټولیا وړاندې له دې چې ترکان یې له ۱۲مې پېړۍ څخه تر ۱۵مې پېړۍ پورې اشغال کړي د لرغوني یونان او بیزانسي سترواکۍ برخه وه. وسله واله نښته هغه مهال پیل شوه کله چې د ۱۹۱۹ زکال د مۍ په ۱۵مه یوناني ځواکونه سمورنا (اوسني ازمیر) ته ننوتل. هغوی وړاندې لاړل او د اناټولیا لویدیځ او شمال لویدیځ ته یې د مانیسا، بالکسیر، ایدین، کوتهایا، بورسا او اسکي شهیر ښارونه ونیول. ترکي ځواکونو په ۱۹۲۱ زکال کې د ساکاریا د جګړې پر مټ د هغو د مخکې تګ مخه ونیوله. یوناني ځواکونه د ۱۹۲۲ زکال په اګست میاشت کې د ترکانو په دفاعي برید سره وپاشل شول او جګړه په عملي توګه د ترکي ځواکونو له خوا د سمورنا په بېرته نیولو او د سمورنا له لویې اور لګېدنې وروسته پای ته ورسېده.
په پایله کې د یونان دولت د ترکیې د ملي خوځښت غوښتنې ومنلې او له جګړې وړاندې پولو ته بېرته وګرځېد؛ په دې سره یې ختیځه تراکیا او لویدیځه اناټولیا ترکیې ته پرېښودل. متفقینو د سور هوکړه له پامه وغورځوله څو د ترکیې له ملي خوځښت سره د لوزان د نوې هوکړې پر سر مذاکره وکړي. د لوزان هوکړې د ترکیې د جمهوریت خپلواکي او په اناټولیا، استانبول او ختیځه تراکیه باندې یې د هغو حاکمیت په رسمیت وپېژند. ورته مهال د یونان او ترکیې دولتونو هوکړه وکړه چې د یوبل د وګړو په تبادل کې به له یو بل سره مرسته کوي.