From Wikipedia, the free encyclopedia
د پاکستان په شمال لویدیځ کې جگړه د پاکستاني پوځ او د پاکستاني طالبانو د غورځنگ، القاعدې، لشکر اسلام او د اوزبکستان د اسلامي غورځنگ یوه پوځي جگړه ده چې په پاکستان کې په ۲۰۰۴ کال کې پېل شوه او تر اوس روانه ده.
د تورې بوړې تر جگړې وروسته د طالبانو او القاعدې څو ډلې د افغانستان څخه پاکستان ته وتښتېدلې. په ۲۰۰۳ کال کې امریکایی حکومت د پاکستاني ولسمشر پروېز مشرف څخه غوښتنه وکړه چې پاکستانی پوځ وزیرستان ته ولیږي.
په ۲۰۰۴ کال کې د پاکستان د پوځ طالبانو او القاعدې په منځ کې لویه جگړه پېل شوه. په دې جگړې کې د طالبانو ځواک ماته وخوړله او په سلگونو وسله وال د پاکستان پوځ لخوا ونیول شول.
د سوات جگړه چې د راه حق عملیه هم په نوم یادېږي د پاکستاني ځواک یوه پوځي عملیه وه. په ۲۴ سپتمپر ۲۰۰۹ کې ۳۰۰۰ د طالبانو وسله والان د سوات دره ونیو او په دی سیمې کې یی شریعت علان وکړ. نژدې دوه میلیونه خلک د خپلو کورونو پرېښودو ته مجبور شول. په ۲۵.۱۰. ۲۰۰۴ کې پاکستاني پوځ پر سوات برید وکړ او نوی جگړه پېل شوه. په دی جگړې کې ۱۳۰ وسله والان ووژل شول.
ويکيخونديځ کې د Category:War in North-West Pakistan اړوند دوتنې شته. |
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.