د هنر تاریخ
From Wikipedia, the free encyclopedia
د هنر تاریخ د هر ډول معنوي، داستاني، فلسفي، سېمبولیک، مفهومي، مستند، د ښکلا اړوند او د ان د عملي کارونې او نورو موخو لپاره د انسانانو له خوا جوړو شویو څیزونو باندې تمرکز لري، خو ډېر ټینګار یې د هغو پر ښکلا او ظاهري بڼه دی. د لیدو وړ یا لیدنی هنر له بېلابېلو لارو ډلبندي کېدای شي لکه ښکلي هنرونه له کارېدونکو هنرونو جلا کول چې په ټوله کې پر انساني نوښتګرۍ تمرکز لري، یا هم پر بېلابېلو خاصتا رسنیزو برخو لکه معمارۍ، مجسمې جوړونې، انځورګرۍ، فلم، عکاسۍ او ګرافيکي هنرونو باندې تمرکز کوي. په ورستيو کلونو کې، ټکنالوژيکي پرمختګونو وېډيويي هنر، کمپيوټري هنر، نمایشي هنر، انيمېشن یا خوځنده انځورونو جوړولو، ټلوېزيون او ویډیوګېم جوړولو هنرونو ته لاره هواره کړه.
د هنر تاريخ ډېری وخت د هر تمدن د شهکاریو او غوره اثارو د کرونولوژي په توګه ويل کېږي. له دې امله دا د لوړ کلتور د یوې کيسې په توګه په پام کې نیول کېدای شي چې د نړۍ عجايب یې ښه بېلګه بلل کېږي. له بلې خوا، د لرغونې ژبې د هنر عبارات او څرګندونې هم د تاريخي هنر له روایاتو یا داستانونو سره ګډېدلی شي چې د فولکلوري هنرونو په نوم یادېږي. هرڅومره چې د هنر تاريخپوه د ټیټ کلتور له دغو وروستيو بڼو سره ښکېل کېږي، په هماغه اندازه د دې شونتیا شته چې خپل کار د بصري یا لیدني کلتور يا هم مادي کلتور او یا هم د هنري تاریخ اړوند برخو لکه انسان پېژندنې او لرغونپوهنې اړونده څېړنه وګڼي. په وروستي مورد کې بيا هنري توکي د لرغون پېژندنې اثار ګڼل کېږي.