د منځنی افریقا ولسمشریزه یاهم (د مرکزی افریقا جمهوریت) په انګلیسي Central African Republic) په مرکزي افريقا کې پر وچې پورې تړلی یو هیواد دی.

  

چټک مالومات مرکزي افريقا جمهوريت, ځمکه او استوګنه ...
مرکزي افريقا جمهوريت
Thumb
مرکزي افريقا جمهوريت
بیرغ
Thumb
مرکزي افريقا جمهوريت
نښان

Thumb
Location of  مرکزي افريقا جمهوريت  ()

 in آفریقا  ()
 in افریقایي ټولنه  ()

Location of  مرکزي افريقا جمهوريت  ()

 in آفریقا  ()
 in افریقایي ټولنه  ()


شعار
ملي ترانه:
ځمکه او استوګنه
کوارډينېټ 6.7°شمال 20.9°ختيځ / 6.7; 20.9   د  (P625) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ[1]
پراخوالی 622984 کیلومتره مربع   د  (P2046) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پلازمېنه بانګویی   د  (P36) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
رسمي ژبې فرانسوي ژبه ،  سانګو ژبه   د  (P37) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مشرتابه
بنسټ اېښودنه او واکمنۍ
خپلواکۍ نېټه ۱۹۶۰  د  (P571) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د عمر محدودیتونه
د واده عمر 22 کلن ،  18 کلن   د  (P3000) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
بې کارۍ کچه 7 سلنه (۲۰۱۴)[2]  د  (P1198) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نور مالومات
تګلوری ښي لورۍ [3]  د  (P1622) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
رسمي وېبپاڼه ‌‌‌‌‌‌‌‌
هېواد کوډ CF
د زنګ وهنې نړیوال کوډ +236  د  (P474) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
Thumb
تړل

پلازمینه یې د بانګویی ښار او رسمی ژبه یې فرانسوي ده. د یاد هیواد مساحت ۹۸۴'۶۲۲ کیلومتره مربع او د وګړو شمیر یې ۰۰۰'۶۱۶'۴ میلیونه تنه دی.

د منځنۍ افریقا جمهوریت (CAR) (په سانګو ژبه کې: Ködörösêse tî Bêafrîka،په فرانسوي ژبه کې: République centrafricaine, RCA) په منځنۍ افریقا کې په وچه کې چاپېر هېواد دی. شمال لور ته یې چاد، شمال ختیځ لور ته یې سوډان، سویل ختیځ لور ته سویلي سوډان، سویل لور ته یې د کانګو ډیموکراتیک جمهوریت، سویل لوېدیځ لور ته د کانګو جمهوریت او لویدیځ لور ته یې کامرون پراته دي.  [4]

د منځنۍ افریقا جمهوریت نږدې ۶۲۰۰۰۰ کیلومتره مربع (۲۴۰۰۰۰ مایل مربع) مساحت لري  پوښي. تر ۲۰۱۸ ز کال پورې، د دې هېواد نفوس نږدې ۴.۷ میلیونه وګړي اټکل شوی. تر ۲۰۲۲ ز کال پورې، د منځنۍ افریقا جمهوریت د کورنۍ جګړې شاهد دی چې له ۲۰۱۲ ز کال راهیسې روانه ده. د منځنۍ افریقا جمهوریت زیاتره برخه د سوډانو - ګیني چمنونو څخه جوړه ده، خو د دې هېواد په شمال کې د ساحل - سوډاني زون او په سویل کې د استوایی ځنګل زون څخه را منځ ته شوی دی. د هېواد دوه پر دریمه برخه د اوبنګي د سیند په حوزه کې ده (چې کانګو ته بهېږي)، په داسې حال کې چې پاتې دریمه برخه د چاري په حوزه کې ده، د چاد جهيل ته بهېږي.  [5]

دا خاوره چې نن ورځ د منځنۍ افریقا جمهوریت دی، د زرګونو کلونو په اوږدو کې تر استوګنې لاندې دی، خو د هېواد اوسنۍ پولې د فرانسې له لوري وټاکل شوې، چې د استعمار په توګه یې د ۱۹ پېړۍ په وروستیو کې په دې هېواد واکمني کوله. په ۱۹۶۰ زکال کې د فرانسې څخه د خپلواکۍ له ترلاسه کولو وروسته، د منځنۍ افریقا جمهوریت د یو شمېر استبدادي مشرانو، د شاهي نظام د ناکامه هڅې په ګډون تر واک لاندې راغئ. [6]

په ۱۹۹۰ ز کال کې، ډیموکراسي غوښتنه په ۱۹۹۳ ز کال کې د لومړیو څو ګوندي ډیموکراتیکو ټاکنو لامل شوه. انګ فیلیکس پتاسې ولسمشر شو، خو وروسته د ۲۰۰۳ ز کال د جنرال فرانسوا بوزیزي په کودتا کې له واکه لرې شو. د منځنۍ افریقا جمهوریت د بوش جګړه په ۲۰۰۴ ز کال کې پیل شوه، خو په ۲۰۰۷ ز کال او بیا په ۲۰۱۱ ز  کال کې د سولې د تړونو تر څنګ، کورنۍ جګړه په ۲۰۱۲ ز کال  کې بېرته پیل شوه. کورنۍ جګړې د هېواد د بشري حقونو خراب ریکارډ ته دوام ورکړ. په دې کې د بېلابېلو ښکېلو وسله والو ډلو له لوري د پراخه او زیاتېدونکو سرغړونو، لکه په خپل سری زندان، شکنجه او د بیان پر ازادۍ او د خوځښت پر ازادۍ محدودیتونو ګډون درلود.  

د دې هېواد د پام وړ معدني زیرمو او نورو زیرمو تر څنګه، لکه د یورانیمو زیرمې، خام نفت، سره زر، الماس، کوبالټ، چاتراش لرګي، او د اوبو بریښنا، او همدارنګه پراخه کرنیزه ځمکه، د منځنۍ افریقا جمهوریت د نړۍ د لسو بې وزلو هېوادونو له ډلې څخه دی چې په ۲۰۱۷ ز کال کې په نړۍ کې د پېرود د ځواک په برابرۍ کې د کس پر سر ټیټه GDP لري. په ۲۰۱۹ ز کال کې، د بشري پراختیا شاخص (HDI) پر بنسټ، دا هېواد د بشري پراختیا کې په دوهمه ټیټه کچه کې و (چې یوازې له نایجر څخه مخکې دی)، یعني له ۱۸۹ هېوادونو څخه ۱۸۸ ځای لري. نوموړی هېواد د تعدیل شوي-نابرابرۍ د بشري پراختیا تر ټولو ټیټ شاخص درلود، چې د ۱۵۰ هېوادونو له ډلې په ۱۵۰ ځای کې و. د منځنۍ افریقا جمهوریت د اټکل له مخې تر ټولو غیرصحي هېواد هم دی او د ځوانانو لپاره تر ټولو بد هېواد ګڼل کېږي. [7][8][9][10][11]

د منځنۍ افریقا جمهوریت د ملګرو ملتونو، افریقایي ټولنې، د منځنۍ افریقا د هېوادونو د اقتصادي ټولنې، د انترنیشنل دی لا فرانکوفوني سازمان او د غیروابسته غورځنګ غړیتوب لري.

رېښه

د منځنۍ افریقا د جمهوریت نوم د افریقا په منځنۍ سیمه کې د دې هېواد له جغرافیوي موقعیت او د دې هېواد د حکومت له جمهوري بڼې څخه اخیستل شوی. له ۱۹۷۶ ز کال څخه تر ۱۹۷۹ ز کال پورې، دا هېواد د منځنۍ افریقا د سترواکۍ په توګه پېژندل کېده. د استعمار په دوره کې، د هېواد نوم اوبانګي – شاري (Ubangi-Shari) و چې د اوبنګي سیند او چاري سیند څخه اخیستل شوی و. [12]

سرچينې

ایداري وېش

تاریخ

جغرافیه

کلتور

اقتصاد

Wikiwand in your browser!

Seamless Wikipedia browsing. On steroids.

Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.

Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.