د سپوږمۍ اکتشاف
From Wikipedia, the free encyclopedia
د سپوږمۍ فزیکي سپړنه یا اکتشاف هغه مهال پیل شو چې د شوروي اتحاد لهخوا د «لونا ۲» په نامه یوه جوړه شوې فضا څېړونکې وسیله فضا ته ولېږل شوه او د ۱۹۵۹ کال د سپټمبر میاشتې په ۱۴مه نېټه د سپوږمۍ پر سطح ولګېده. تر دې مخکې د اکتشاف وسایل داسې وو چې له ځمکې څخه یې مشاهدات کول. د نوري تلسکوپ په اختراع کېدو سره د سپوږمۍ د مشاهداتو په کیفیت کې لومړنی مثبت ګام واخیستل شو. ګالیلیو ګالیله لومړنی کس و چې تلسکوپ یې د ستورپوهنیزو یا نجومي موخو لپاره وکاراوه؛ ده په ۱۶۰۹ کال کې خپل تلسکوپ جوړ کړ او د سپوږمۍ د سطحې غرونه او ګړنګونه لومړني هغه مشاهدات وو چې د دغه تلسکوپ په مرسته یې وکړل.
د ناسا ادارې «اپولو پروګرام» یوازنی پروګرام و چې انسان یې په بریالي ډول سپوږمۍ ته ورساوه او شپږ ځله یې دغه کار وکړ. لومړی ځل په ۱۹۶۹ کال کې وشو چې د «اپولو ۱۱» دوو ستور مزلو علمي وسایل ځای پر ځای کړل او د سپوږمۍ بېلګې یې ځمکې ته راوړې.
د سپوږمۍ لیرې اړخ ته لومړنی بې خدمې ماموریت د «چانګ اي ۴» چینايي فضايي بېړۍ په مرسته د ۲۰۱۹ کال په لومړیو کې ترسره شو چې «یوټو ۲» څېړونکې وسیله یې په بریالي ډول هلته ځای پر ځای کړه.