د خپلواکۍ اتل
From Wikipedia, the free encyclopedia
د خپلواکۍ اتل يا د خپلواکۍ ملي اتل هغه شخص دئ چي د هيواد د خپلواکۍ د خپلواکي ساتلو لپاره خپل ټول ژوند، مال، کورنۍ او هرڅه قرباني کولو ته ولاړ وي. دا مقام هرڅوک و هرچاته نسي ورکولای، او خپل ځان ته خو يي په هيڅ صورت نسي ورکولای. په افغانستان کې دا مقام يواځی د لويې جرګې، ولسي جرګې او ولسمشر لخوا ورکول کیدای سي. خو دا سرليک (مقام) د هرچا په نصیب کي نه وي. د مثال په توګه د افغانستان په تاریخ کې د ګوتو په شمار خلکو ترلاسه کړی دی.
![Thumb image](http://upload.wikimedia.org/wikipedia/ps/7/70/Amanullahkhan.jpg)