![cover image](https://wikiwandv2-19431.kxcdn.com/_next/image?url=https://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/2/2e/ANA_Air_Corps_Mi-35s_take_off_from_KBL_2009-05-27.jpg/640px-ANA_Air_Corps_Mi-35s_take_off_from_KBL_2009-05-27.jpg&w=640&q=50)
د افغانستان هوايي ځواک
د افغان پوځ د هوایي خدمتونه څانګه / From Wikipedia, the free encyclopedia
د افغانستان هوایي ځواک د افغانستان د هغو ځواکونو څخه دی چې د دې هېواد په ملي امنیت کې اړین رول لوبوي . د افغانستان هوایي ځواک په ۱۹۲۴ زېږيز کال کې جوړ شو . په ۱۹۸۰زېږيز کال کې چې کله د افغانستان د خلق /پرچم ډيموکراتيک جمهوريت د روس په ملاتړ جوړ شو، نو روسيې خپل عصري وسلې او الوتکې د افغانستان حکومت ملاتړ لپاره ورکړې . په دې وخت کې د افغانستان په جگړه يیزو درندو وسلو کې د مېگ ۱۵،مېگ ۲۱، سوخوی سو-۷، سوخوی سو-۱۷، سوخوی سو-۲۰ الوتکې او د ميل می ۸ چورلکې شاملې وې . په ۱۹۷۶ زېږيزکال کې د بگرام په ښار کې پوځي هوایي ډگر جوړ شو. د ۱۹۷۹زېږيز کال په ډسمبر کې روسي پوځ پر افغانستان برید وکړ او مهم ډگرونه یې ونیول. تر جگړې وروسته د افغانستان ډېرې الوتکې ړنگې شوې. په ۲۰۰۶ زېږيزکال کې د افغانستان هوایي ځواک د امریکایي اشغالگر پوځ او د ناټو د هېوادونو په مرسته بیا جوړ شو.
د افغانستان هوایي ځواک نیروی هوایی افغانستان | |
---|---|
![]() | |
![]() | |
بنسټ | ۱۹۲۴ |
هېواد | افغانستان |
بولندوی | جنرال عبدالوهاب وردگ |
جگړې | |