پښتون لیکوال او شاعر From Wikipedia, the free encyclopedia
د پښتو ژبې ستر شاعر، ليکوال او ملي اتل خوشال خان خټک په داسې اکر (حالت) کې نړۍ ته سترگې وغړولې چې نورالدین جهانگیر د هند پر نیمه وچه بشپړ حاکمیت درلود، یانې په ۱۰۲۲ سپوږميز کال کې زېږېدلى دی. د خوشال خان د پلار نوم شهباز خان، د نیکه نوم یحی خان او د غورنیکه نوم یې ملک اکوړه وو. د هغه د زېږېدنې کال د هغه له دغه شعره ښه معلومېږي:
د هـجـرت زر دوه ویشـت سـن و | چې زه راغـلـم پـه جـهـان | |
زه خوشحال د شهباز خان یم | چې تـورزن یم کـان په کـان | |
شهبـاز خان د یحی خــــان و | چې بـل نه و هســــې ځـوان | |
یـحــی خـان د اکــــــوړی و | چـې په تـوره و سلـــــطان |
زېږونځای | |
---|---|
زېږون نېټه | |
مړينې نېټه |
۱۹ فبروري ۱۶۸۹[2] |
مړينې ځای | |
ژبې | |
دنده |
عمومي مالومات | |
---|---|
دین |
د تاريخي اثارو ډلبندي |
بازنامه، سواتنامه، فضلنامه، طبنامه، فراقنامه |
---|
خوشال خان خټک د کوچنیوالي په دوره کې هم ډېرې ستونزې گاللې دي. په ۶ کلنۍ کې په سيند کې لوېدلى او د هغه ځنې هم جوړ وتلی دی. په ۸ کلنۍ کې له څپري نه پرې تیږه راولویده او په تندي سخت ټپي شو، خو د هغه ټپ نه هم جوړ شو. هغه په ۲۰ کلنۍ کې په شعر ویلو پیل کړی او لومړنى شعر یې هم په دغه دوره کې ویلی، لکه چې وایې:
په شل کاله دیگ زما د شعر په اور بار شو | په دا دور مې پوخ چې شپیته کاله مې تللي |
خوشال خان د ۱۸ کالو وو چې پلار یې ورته واده وکړ، خو هغه له دغه واده خوښ نه وو. هغه د خان په کورنۍ کې زېږېدلی او روزل شوی وو. د پلار او نیکه نه ورته خاني پاتې وه، هم د ملک اکوړې ځنې چې پخپله اکوړې هم یو ښه سړی وو. کله چې د هند مغولي پاچا وغوښتل، چې له نوښاره تر خیراباده د لارې ساتلو لپاره څوک پیدا کړي، نو هغه وو چې خلکو ملک اکوړه وروښود. ملک اکوړه له خپلو خپلوانو سره د خپگان له لامله له هغه ځایه، یانې له خټکو او له کربوغې نه خوړې ته تللی وو. نو هغه وو چې اکبر پاچا هم ورغی او د لارې د ساتنې پازه يې هغه ته وسپارله. دا چې ملک اکورړه یو ښه سړی وو، نو د اکبر پاچا پام يې ځان ته رااړولی او پر هغه یې ډېره مهربانې وکړه. اکوړه هم ژمنه وکړه چې هغه او ټبر (قبیله) به یې پاچا ته ژمن وي. د دغې لارې مخصول به هم ملک اکوړه اخیست. هغه په دغه ځای کې یو سرای اباد کړ چې د اکوړې سرای په نامه یادېږي. د ملک اکوړه دغه سرداري تر خوشال خانه پورې راورسیده. خوشال هم دغه پښتون چاپیریال اتل روزلی وو، چې په شعر او نثر کې یې د پښتونولۍ ولولې پرتې دي. خوشال خان د وخت مروج علوم په جوماتونو او مدرسو کې ولوستل، خو په دې زده کړه یې قناعت نه درلود او تل يې نيت درلود، چې ډېر څه زده کړي، خو هغه وایې چې زه ښکار ډېر درس ته نه پریښووم:
د جهان تحصیل بــــه کل واړه زما و | که اخته نه وایې د ښکار په اشتغال |
یا :
خدایه ته چې رړه کې اچـــوې دامینې | چې په ښکار رب مبتلا کړم ته مې وینې |
د خوشال له کلیاتو هم مالومیږي، چې هغه د خپل وخت مروج علوم لکه: تفسیر، فقه، حديث،فلسفه، طبابت، منطق، حکمت، معانی، عروض، بیان ۰۰۰ او نورو باندې پوهېده او لیکل یې پرې کولای شول. خوشال په پارسي ژبه کې هم ښه شعرونه لري. دغه ستر، ملي اتل او د پښتو ژبې بابا په ۱۱۰۰ سپوږميز کال کې له فاني نړۍ سترگې پټې کړې او د ابدي ژوند غیږې ته وسپارل شو.
خوشال خټک د پښتو ادب په کلاسیکه شاعرۍ کې هغه علامه، نابغه، ستر شاعر او لوی ادیب دی، چې د څه کم ۴۰۰ څلورسوو کالو راهسې د هغه کولتوري پاتوړې (ميراث) تر ننه د افغان ولس او د نړۍ د لويو پوهانو او پوهنيزو منځيو د پاموړ او څېړنې وړ کرځیدلې ده. د څیړونکيو ځير پام به تر هغې پورې دغې کولتوري پاتوړې ته شتون ولری، څو چې په نړۍ کې ولسونه په پوهنه او څېړنه بوخت وي او انسان د نړۍ پر سر ژوندی وی. له خوشاله گڼ شمېر سکالووې (موضوعات) او ډېر ارزښتمن نښيرونه په پاتوړې راپاتې دي. د هغه نښيرونه د شعر، ادب، ژبپوهنې او نورو بېلابېلو پوهنو او څېړنو لپاره لوی دریاب دی، چې لامبوزن پکې ستر کېږي خو د هغه برید، پوله، تل، سر او پای به تر خپلې لامبو لاندې رانه ولي نه کړی او د ژوند تر پایه به پکې ستړی او ستومان وي. په خان بابا باندې زیاتو پوهانو لیکنې کړې او تر اوسه هم دده د اثارو په څیړنه او ځیرکتنه بوخت دي، نو د همدغه آر په نظر کې نیولو سره، یانی د هغه د درناوي او نمانځنې په پار دوه لوی کتابونه په دوه لويو سیمینارونو کې د پښتو ټولنې له خوا چاب شول. دغه کتابونه پر ۱۳۴۵ او ۱۳۴۶ ل ل کلونو د توریالي پښتون او ننگیالي پښتون په نومونو چاپ شوي، خو دغه کتابونه د دغه پیاوړي انسان او ستر اديب د کارنامو په برخه کې په خروار کې د يو خورد بېلگه لري. په دغو دوو کتابونو کې د هېواد او له هېواده بهر پوهانو خپلې مقالې چاپ کړې دي. له دغو کتابو سره سره زموږ د هېواد د پښتو ادب پینځو ستوريو هم لیکېې کړې دي، لکه پوهاند عبدالشکور رشاد چې د خوشال په دیوان گلستان او بوستان تر اغیز لاندې لیکنه کړې ده. پوهاند صديق الله رښتين د خوشال لنډه پېژندگلوي په کې چمتو کړې، چې دغه لیکنه په توریالي پښتون کې هم چاب شوې ده. پوهاند عبدالحی حبيبي د خوشال توره او قلم، د پښتنو د خپلواکۍ او مبارزی بسټيز توکي گڼلي دي. استاد گل پاچا الفت د خان پر شاعرۍ لیکنه کړې او وایې چې هغه له شاعرانه ذوق سره د خپل ولس مشر هم وو. د پښتو غزل بابا امير حمزه شينواری وایې: د خوشال خان خټک د نوم د اورېدو سره په ذهن کې د يو داسې نابغه انسان تقوا بریښي، چې د انسان د ژوند په هر اړخ ځلانده او ژور نظر لري. خو د دې خبرې یادول اړين دي، هغه سرچينه چې د خوشال په اړه یې لومړى څه خپاره کړي، هغه پټه خزانه ده. وروسته نورو پوهانو هم د هغه په اړه کتابونه او مقالې لیکې دي، لکه افضل خان خټک يې په تاريخ مرصع کې یادونه کړې. له هغې نه وروسته د خوشال کلیات د دوست محمد کامل په سریزه خپاره شوي دي ورسره ارمغان خوشال د سيد رسول رسا په سمون خپور شوی او له هغه نه وروسته د پوهنو اکاډمۍ علمي غړي عبد القیوم مشواڼي هم د هغه کلیات يو ځل بیا چاپ کړى چې د هغه د پېژندلو لپاره يوه سرچينه ده. پر دغو کلیاتو سربېره د پښتو ادبياتو په تاريخ کې هم هغه پیژندل شوی او پښتانه شعرا کې، چېبختاني صاحب راغونډ کړی، هم د هغه په اړه په زړه پورې مالومات ورکړل شوي دي. يو بل نامتو کتاب چې ملي قهرمان نومېږي او د زلمي هېوادمل اثر دی. په هغه کې هم د خان د پیژندلو او د هغه په اړوند د بهرنيو او داخلي پوهانو نظرونه راټول شوي او دا خبره هم پکې ذکر شوې، چې د هغه په شعرونو کې درې برخي ډېري زیاتې دي لکه: توره، ښځه او ښکار. همدارنگه د خان په اړه په زړه پورې مالومات د (خوشال کيست) په کتاب کې هم خپاره شوي او موږ یې د هغه د پیژندلو لپاره يوه غوره زېرمه گڼو. د شهسوار سنگروال په زیار هم د پښتو ادبياتو معاصر تاريخ خپور شو، چې په هغه کې هم د خوشال ژوند، پیروان او د دغې دورې نور لیکوالان ياد شوي دي. په دې وروستيو کالونو کې هم د خان پر فکر، عمل، کردار، شعرونو او نورو ښېگڼو په زړه پورې اثار ولیکل شول، چې دلته يې د ځنينو یادونه کېږي:
د خوشال د پیژندلو په باب سرچينې نه ختمیدونکې دي؛ په سلگونو مقالې او کتابونه د هغه د پیژندلو او د هغه د شاعرۍ پر پېلابېلو اړخونو ليکل شوي او چاپ شوي دي. اوس او پخوا د هغه د پېژندگلوۍ لپاره يوه ارزښتناکه سرچينه گڼل کيږي. د کابل مجلې، چې د علومو اکاډمۍ پښتو ادبياتو له خوا چاپېږي، څېړونکي د خوشال په اړه په هره گڼه کې په زړه پورې مطالب خپروي لکه: د خوشال او بهایي جان په اشعارو کې د معشوقې ستاینه د علي محمد لیکنه پر ۱۳۸۴ ل ل کال چاپ شوې ده. په همدغه گڼه کې د محقیق عبدالشکور قیومي مقاله د (خوشحال په اشعارو کې د گلستان اغیزی) چاپ شوې ده. د ۱۳۸۰ ل ل کال د کب میاشتې مجله کې د سيال کاکړ لیکنه (خوشحال او پښتو) او په همدغه گڼه کې د عبدالحی حبيبي لیکنه (د خوشال په اشعارو کې انتقادي څانگه) د ۱۳۸۲ ل ل کال په ۹ گڼه کې د علي محمد منگل لیکنه د (خوشحال د خان په شان پیدا او د فقیر په شان مړ شو) تر سرلیک لاندې خپره شوې ده. د خوشال په اړه يو بل په زړه پورې کتاب د کاندید اکادیمسن محمد صديق روهي ليکلی چې (خوشال اخلاقي ایډیال) نومېږي او چاپ شوی دی. خوشال د ښوونې او روزنې فلسفه، په معاصر افغانستان کې خوشال پېژندنه، خو بايد وويل شي چې هر څومره په خوشال بابا او د هغه د پیژندلو په اړه وغږیږو، پای نه مومي.
خوشال نه یوازې د پښتو ژبې يو ستر او نامتو شاعر وو، بلکې په دري ژبه کې يې هم ښه شعرونه ویلي دي. همدا راز خان نه یوازې په پښتونخوا کې د یوه ملي اتل، تورزن او د پياوړي قلم خاوند په توگه اوڅار دى، بلکې په سیمه او نړۍ کې هم د پوهانو، شاعرانو او څیړونکو له خوا د تورې او قلم اتل شاعر او لیکوال بلل کېږي. د هغه په اړه لوېدیځو او ختيځو پوهانو لیکنې کړې دي او ان پښتو ټولنې ته یې لیکونه رااستولي دي. جارج مار گنسټرن د خوشال د شاعرۍ په اړه څرگندوي: «له نیمې پیړۍ راهیسې زه د خوشال شعر لولم. په دغه نیمه پیړۍ کې پر له پسې خوند ترې اخلم او قدر یې کوم. خوشال حق لري چې ځان د پښتو ژبې سعدي او فردوسي وگڼي. هغه خدمت چې هغه پښتو ژبې ته کړی، هېچا په هیڅ وخت کې نه دی کړی... زه د لو یدیځوال په توگه... د لویدیځ پوهنتون د يو سپین ږیري استاد په توگه خوشال یم، چې په لویدیځ کې به تر دې وروسته خوشال ښه وپیژنې.» سراولف کیرو له لندن څخه د وخت پښتو ټولنې ته يو لیک راستولی وو، چې یوه برخه یې دلته راوړو: «...لوی شاعر خوشال خټک ته زما صادقانه مینه او تعظیم دی، ځکه چې خیال کوی زه به د ستاسو د دغه شاعر منتخابات، چې له ما سره دي او زما دوست اپولن هویل په انگریزي کړي دي، کابل ته درولېږم.» همدارنگه د خوشال خټک د تلین د نمانځنې په اړه به د پروفیسور میکنیزي لیک هم دلته راوړو: «...د پښتو ټولنې د پیدونکو مهربانيو قدر ښه پیژنم... او بله دا هیله کوم، چې خوشال په نوم نمانځنه به لویه کامیابی وگټي.» يو مشهور ختیځ پوه مسټر راورټي وایې: «خوشال د پښتو ډیر ستر اديب دی. د هغه اشعار په اروپا کې ډیر قدر لري.» ډار مسټیټر د خوشال په اړه داسې وایي: «خوشال د توریالیتوب او شعر گډ روح درلود.» گرکیسیون لیکی: «خوشال خان د خټکو توریالی مشر وو. د هغه شعرونه له نورو شاعرانو څخه ډیر خواږه او په زړه پورې دي.» بیډولوف د خوشال په هکله څرگندوي: «خوشال يو متعدید انسان او د لوړې پوهې خاوند وو، هیڅ داسې یوه خبره نشته چې په شعر کې یې نه وي راوستې؛ زیاتره شعرونه یې د هېواد پالنې رنگ لري.» ډاکتر کریسن په خپل اثر «د افغانستان ادبیات» کې د خوشال په اړه داسې نظر څرگندوي: «خوشال خټک د کلاسیکې دورې نامتو شاعر او د پښتو ادب پلار گڼل شوی دی.» روسي ختيځپوه او افغانپوه اسلانوف هم په خپل کتاب «د روښانیانو ملي نهضت» کې کښلي دي: «په پښتو ادب او شعر کې تر ټولو لوی سړی خوشال خان خټک گڼل کېږي. هغه د خټکو مشر، شاعر، سپه سالار او جنگي شخصیت دی.» همدارنگه نیکولای دوریانکوف، سونخیف لولف او ډیرو ختیځپوهانو د خوشال د گڼ اړخیز شخصیت په باب بېلابېلې څرگندونې کړې دي. د خوشال د پېژندنې او د هغه د اثارو په باب بهرنيو پوهانو خورا ښې په زړه پورې لیکنې کړې، چې ځینې نامتو کتابونه یې دادي:
دا د هغو کتابونو او لیکوالانو نومونه ول، چې د خوشال او د هغه د پنځونې په اړه یې څېړنې کړې دي. لنډه دا چې د هغه اثار په دري، روسي، هندي، ډنمارکي، انگلیسي، او اردو ژبو ژباړل شوي، چې له دې شمېره الفنستن لومړنى اروپایې پوه دی چې د خوشحال اثار یې ژباړلي او خپرېدو ته يې چمتو کړي دي. د خان په اړه ځینو پوهانو د ډاکترۍ (phd) پايليکونه (تیسیسونه) لیکلي چې په لاندې ډول دي:
دا خو ټولو ته جوته ده، چې خوشال خپل نیم عمر یا زیات او کم د مغلو په طرفدارۍ کې تیر کړی، خو ده یوازې نه بلکې پلار او نیکونو یې هم د مغلو طرفداري او د هغوی په گټه یې د خپلو پښتنو سره جگړي کړي دي. د خان ژوند درې برخې لري ، لومړۍ دوره یې د کوچنیوالي دوره ده ، دويمه دوره یې د مغلو په طر فدارۍ کې تیره کړې ، او د ژوند دریېمه برخه يا دوره يې له مغلو سره په جگړه کې تیره کړې ده . خوشال د لومړي ځل لپاره په (۱۳) کلنۍ کې له خپل پلار سره په يوه جکړه کې برخه اخیستې او د مغولو په پلوۍ جنگیدلی ، خو دا خبره باید له یاده ونه باسو ، چې د مغلو پلوي ده ته له خپل نیکه نه په میراث پاتې وه . مغولو دده نیکه د لارې سا تندوی ټا کلی وو ، د هغه له مړينې نه وروسته د هغه زوی یحی خان ته دا منصب پاتې شو او د یحی خان له مړينې نه وروسته د هغه زوی شهباز خان او په پاى کې خوشال ته ور په برخه شو . په (۱۰۵۰) کال کې شهباز خان له یو واړه لښکر سره د یوسفزیو په سیمه بريد وکړ چې خوشال خان هم ورسره همسفر و . په دغه جکړه کې شهباز خان ماتې وخوړه ، ټپي شو او له پنځو ورځو نه وروسته مړ شو ، خو دی چې کله مړ کیږې منصب او مشري خوشال ته سپارل کیږي او د خپل پلار د غچ اخستلو په خاطر یو بل لښکر چمتو کوي او یو ځل بیا په هغه پخواني ځای (بلړ ناله ) کې له یوسفزیو سره مخامخ کیږی ، خو یوسفزي سخته ماتې خوري او خوشال د هغوى کورونه هم سوزوي . کله چې اکبر پاچا په دې حالت خبر شو ، نو هغه و چې خوشال ته یې منصبونه هم ورکړل . په (۱۰۵۵) کال کې شاه جهان غوښتل چې کابل ته ولاړ شي او د نظرمحمد مخه ونیسي ، ځکه چې هغه د تل لپاره د مغولي سرحداتو یعنې په بلخ او بدخشان بريدونه کول ، نو په دغه جنگ کې له خوشال سره علی مراد خان او اصالت خان هم برخه لرله ، خوشال پکې تر ټولو مخکې وو او کامیابي یې لاس ته راوړه ، نو هغه وو چې د اکبر پاچا له خوا اولس منصبونه ورکړل شول . سربېره پر دې خوشال له نورو پښتنو سره لکه : بنگښ هم چگړې کړې دي ، چې په (۱۰۶۳) کال کې له شیرمحمد سره په جگړه بوخت وو او (۳۰۰) تنه بنکښ پکې ووژل شول . خوشال خان تر هغې ورځې پورې د مغولو په پلوۍ وجنگید ، تر څو چې تر څو یې يې ونیو.
خو کله چې په (۱۶۵۸ع ـ ۱۶۵۷ع) کلونو کې چې کله شاه جهان په ناروغۍ اخته شو او د هغې ناروغۍ له کبله مړ شو نو دلته یې د څلورو زامنو تر منځ جگړې ونښتې ، یانې دارشگو او مراد بخش یو طرف و چې دواړه وو ژل شول ، سلطان شجاع په دکن کې ترې پاتې شو او په واقعيت کې اورنگ زیب بر یالی شو. کله چې اورنگ زیب خپل حکومت کلک کړ نو ورته مالومه وه، چې خوشال خان ستا دده دوست نشی کیدای. دا ښکاره خبره هم وه، چې ظالم حکومت د خوشال غو ندې شخصیت نشي منلی ، نو هغه وو چې خوشال ، اورنگ زیب او میرزا عبدالرحیم ، چې د مغولو حاکم وو پیښور ته ولاړل ، چې خان دوې میاشتې په پیښور کې و او بیا یې د هند د رنتبور په جېل کې بندي کړ ، ځلور کاله بندي وو او په دغه بند کې يې زیات اثار هم وليکل لکه : دستار نامه ، تر جیع بند ، تر کیب بند ، او داسې نور .
خوشال ډېر وخت د مغولو پلوي وکړه تر څو چې بندي هند ته واستول شو . خو کله چې دی بندی شو نو په بند کې یې داسې فکر وکړ چې پلار ، نیکه ، غورنیکه او پخپله مې څومره د مغولو طرفداري وکړه او د هغې په غلامۍ کې مې وخت تېر کړ ، خو بیا يې هم ماته کومه گټه ونه رسېده ، نو هغه وو چې دده په فکر کې مکمل بدلون راغی او داسې يې وویل :
پس لــه بــــنده دی داعـــــــزم | د خوشحال دخـــــــاطـــــــر جزم | |
یا نیـــــــولی مـــــــخ مکی ته | یا مغلو ســـــــــــــــــره رزم |
د خوشال کلیات مخ (۲۳۷)
دغه بیتونه ده د هند په بنديخانه کې ویلي دي ، خو کله چې دى بندی وو او دده زوی اشرف خان هجری هم دده په خاطر په کابل کې د بند شپې او ورځې تیرولې ، نو دا مهال په یو سفزیو کې شورشونه پیدا شول ، اورنگ زیب خوشال راوغوښت او ترې ويي پوښتل چې دا څه وجه ده ؟ خوشال په ځواب کې ورته وویل چې که چیری د کابل والي مهابت خان مقرر شي ، نو ښايي چې دغه ناامنیي له منځه ولاړه شي . له دې نه وروسته د مهابت خان په مقرریدو سره خوشال هم د بند نه ازاد کړی شو . په (۱۰۷۹ه)کال کې د پروفیسور پرېشان خټك په وینا پاو کم پینځه کاله ده په هند کې تېر کړل . خوشال خان په دې ښه ډاډمن شوى وو ، چې د هېواد او ولس دوښمن مغول هېڅ مهال نشي دوست کېداى . هېواد ته له رارسیدو نه وروسته يې کلک هوډ وکړ ، چې له مغولو نه به کسات اخلي ، نو يې د یوسفز یو ، خټکو ، اپریدو ، او نورو پښتني قبیلو په مرسته مغولو ته سختې ما تې ورکړه . په بې شمیره جگړو کې هم پښتنو ته او هم شاهي پوځ ته د سر ډېر زيانونه واوښتل او ډیر افسران پکې تباه او برباد شول . ددغو جگړو په پېښېدو سره د هند واکمن ته ډېر لوى د سر زيانونه واوښتل او مغول پاچا پخپل ځان د پښتنو خلاف د پوځ قومانده په لاس کې واخسته او په (۱۶۷۴ع) کال د هندوستان له پلازمېنې ډهلي نه د حسن ابدال په لور راروان شو . دلته له رارسیدو سره شهنشاه چې مغولي واکمن وو له ډیرې لویې چالاکۍ نه کار واخیست ، پرته له جگړې نه يې پښتني قبیلو ، ځينو مشرانو او نورو ته انعامونه ورکړل او دوی یې له خپل ځان سره ملگري کړل . له دې نه وروسته خوشال ډېرې هلې ځلې وکړې ، په پښتنو کې يې اتفاق راووست او د دوى د یو موټي کولو په لاره کيې يې ډېرې هڅې وکړې . بيا يې د مغولو پر خلاف د یو لوی لښکر جوړولو په خاطر د پښتنو پر بېلا بېلو سيمو دوره وکړه ، خو په دی برخه کې ورته هېڅ ډول برى ور په برخه نه شو ، د مغولو خلاف جگړو کې دده ډیر ځوانان مړه شول او یوه لوی زيان ورواوښت ، لکه مخکې مو چې یادونه وکړه ، وروسته له بند نه خوشال د پښتنو په پلو ودرید ، بی شانه جنگونه یې له مغولو سره وکړل او په هره جگړه کې يې سختې ماتې ورکړې لکه : د خیبر په پیښه کې چې ښکاره د مغولو سره وو ، خو په حقیقي توگه د پښتنو سره ولاړ وو او مغول مات شول . یا لکه د نوښار او یا هم لکه د ډوډۍ په جنگ کې چې لوى برى يې په برخه شو او په یوه قصیده کې وایې :
څو وانه خلی له غلـــــــــــیمه انتقام
مـــرد نه خـوب کا نه خـوراک کا نه ارام[5]
لنډه داچې خان نه یوازې په توره کې رسیدلی سړی و ، بلکې په شعر ، شاعری کې يې هم لوی مقام درلود . د نړۍ گڼ شمېر پوهانو دده اثار لوستي او ژباړلي دي او ده ته درناوى لري . خوشال د سردرۍ په غیږه کې سترگې غړولې او لوی شوی وو ، خو په خوی او خصلت کې یو دروېش صفته ، د تورې د جلال او د پوهنې د جمال یوه ځلانده بېلگه ، د جگړې په ډگر کې یو هېوادپال اتل ، د افغانستان او پښتنو یو مېړنى ، غیرتي بیش بها درو گوهر انسان وو . لنډه داچې خوشال خټک په هر لحاظ د انساني صفتونو په لرلو سره یو لوړ او برجسته شخصیت وو .
ستا د ښایست گلونه ډیر دي ځولی مې تنگه زه به کوم یو ټولومه
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.