From Wikipedia, the free encyclopedia
تاجیکستان، په رسمي ډول د تاجیکستان جمهوریت (په تاجیکي: Ҷумҳурии Тоҷикистон، لاتین ډول: Jumhurii Tojikiston) د مرکزي آسیا په وچه کې را ایسار هېواد دی. مساحت یې ۱۴۳۱۰۰ کیلومتر مربع (۵۵۳۰۰ مایل مربع) او د وګړو اټکلیز شمېر یې ۹۵۳۷۶۵۴ کسه دی. دوشنبه یې مرکز او لوی ښار دی. له سویل لوري له افغانستان، له لویدیځ لوري له اوزبیکستان، له شمال لوري له قرغزستان او له لویدیځ لوري له چین سره پوله لري. د تاجیک وګړو سنتي کور اوسنی تاجیکستان او د افغانستان او اوزبیکستان یو شمېر برخې دي.[۴]
دغه سیمه چې اوسنی تاجیکستان جوړوي، پخوا د ګڼ شمېر لرغونو کلتورونو کور و چې د نیولیتیک او برونزو د دورې سرزم ښار په کې شاملېږي، چې وروسته بیا بېلابېلو باورونو او کلتورونو ته اړوندې پاچهۍ په کې تېرې شوې، چې د آمو سیند تمدن، آندرونوو کلتور، بودیزم، د ختیځ کلیسا، هندویزم، زردشتي دین، ماني آیین او اسلام په کې شاملېږي. په دغه سیمه ګڼ شمېر سترواکیو او لړیو واک چلولی، چې د هخامنشیانو سترواکي، ساساني سترواکي، هپتالیانو سترواکي، سامانیانو سترواکي او مغولي سترواکي په کې راځي. تیموري رنسانس د تیموریانو د لړۍ او بخارا د خاناتو له واکمنیو وروسته وغوړېد. دغه سیمه په وروسته کې د روس سترواکۍ له خوا ونیول شوه چې له هغه وروسته شوروي اتحاد ورباندې واک خپل کړ. د شوروي اتحاد د واکمنۍ پر مهال د دغه هېواد معاصرې پولې وټاکل شوې. وړاندې له دې چې په ۱۹۲۹ ز کال کې شوروي اتحاد په یوه بشپړ متحد جمهوریت واوړي، د اوزبیکستان د یوه خود مختاره جمهوریت په توګه یې موجودیت درلود.[۵][۶]
د شوروي اتحاد له شیندل کېدو وروسته، د ۱۹۹۱ ز کال د سپتمبر په ۹ مه نېټه په یوه خپلواک هېواد واوښت. له خپلواکۍ ډېر ژر وروسته کورنۍ جګړه پیل شوه، چې له ۱۹۹۲ ز کال نه یې تر ۱۹۹۷ ز کال پورې دوام درلود. د جګړې له پای ته رسېدو وروسته، نوي رامنځته شوي سیاسي ثبات او بهرنیو مرستو لار برابره کړه، څو د دغه هېواد اقتصاد وده وکړي. دغه هېواد له ۱۹۹۴ ز کال راهیسې، د امام علي رحمان له خوا اداره کېږي، چې د یو خپل سري دولت مشري کوي، ځکه په پراخه کچه فساد په کې شته او بشري حقونه په کې په پراخه کچه تر پښو لاندې کېږي، چې شکنجه، خپل سرې بندخونې، د سیاسي مخالفینو ځپل، د مذهبي آزادیو او نورو مدني حقونو نشتوالی په کې شاملېږي.[۷][۸]
تاجیکستان یو ولسمشریز جمهوریت دی چې څلور ولایتونه لري. د تاجیکستان ډېری وګړي د تاجیک قوم اړوند دي، په تاجیکي ژبه خبره کوي، تاجیکي یې لومړۍ رسمي ژبه ده ،چې د افغانستان او ایران په ګډون درېیم فارسي ژبه ویونکی هېواد دی. روسي ژبه یې د قومونو ترمنځ د رسمي ژبې په توګه کارول کېږي. په داسې حال کې چې دولت یې د اساسي قانون له مخې سیکولر دی، ۹۸٪ سلنه وګړي یې مسلمانان دي. د بدخشان په غرني خود مختاره ولایت کې یې له دې سره چې ډېر کم وګړي استوګن دي، خو ګڼ شمېر ژبني توپیرونه په کې شتون لري، چې روشاني، شغناني، واخي او تاجیکي ژبې په کې ویل کېږي. غرونه د دغه هېواد ۹۰ سلنه برخه پوښي. دغه هېواد له مخ پر ودې هېوادونو نه دی چې اقتصاد یې له متمرکز سیستم نه د بازار سیستم ته په اوښتو دی او په لوړه کچه د پیسو په حواله او د المونیم او پنبې په تولید تکیه لري. تاجیکستان د ملګرو ملتونو سازمان، خپلواکو مشترک المنافع هېوادونو د ټولنې، د اروپا د آمنیت او همکارۍ سازمان، اسلامي همکاریو سازمان، اقتصادي همکاریو سازمان یا ایکو، شانګهای همکاریو سازمان، د ټولیز امنیت تړون سازمان او د سولې ټینګېدو په برخه کې د ناتو د مشارکتي پروګرام غړیتوب لري.[۹]
د تاجیکستان له خپلواکۍ ډېر ژر وروسته، په دغه هېواد کې کورنۍ جګړه د ګڼ شمېر ډلو ترمنځ پیل شوه. دغه ډلې د بهرنیو هېوادونو له خوا ملاتړ کېدلې چې افغانستان، ایران، پاکستان، اوزبیکستان او روسیه په کې شاملېږي. روسیې او ایران د ښکېلو ډلو ترمنځ د سولې په هڅو تمرکز درلود، څو د امریکا د متحده ایالاتو او ترکیې د لاسوهنې چانس را کم کړي. د پام وړ دا چې، روسیې د دولت پلوه ډلو نه ملاتړ کاوه او د مشترک المنافع هېوادونو ځواکونه یې د تاجیکستان او افغانستان په پوله کې ځای پر ځای کړل. له ۴۰۰۰۰۰ تنو زیاتو روسانو نه چې په صنعت کې بوخت وو، یوازې نږدې ۲۵۰۰۰ یې پاتې شول او نور ټول روسیې ته وتښتېدل. په ۱۹۹۷ ز کال کې جګړه د دولت او اسلام پاله اپوزیسیون ترمنځ د سولې د هوکړې له مخې پای ته ورسېده او مرکزي دولت په ۱۹۹۹ ز کال کې د سوله ییزو ټاکنو له مخې رامنځته شو.[۱۰][۱۱]
تاجیکستان په رسمي ډول جمهوریت دی او ولسمشریزې او پارلماني ټاکنې د ولسمشریز سیستم له مخې ترسره کېږي. په ورته مهال واکمن ګوندي سیستم لري، چې د تاجیکستان د خلکو دیموکراتیک ګوند په پارلمان کې اکثریت چوکۍ په واک کې لري. امام علي رحمان د ۱۹۹۴ ز کال له نومبر میاشت نه په پرله پسې ډول د دغه هېواد ولسمشر دی. لومړی وزیر یې قاهر رسول زاده، د لومړي وزیر لومړی مرستیال متلوب خان دولتوف او د لومړي وزیر دوه نور مرستیالان مرادعلي علیمردون او رقیه قربانوا دي.[۱۲]
د ۲۰۰۵ ز کال پارلماني ټاکنې، د مخالفو ګوندونو او نړیوالو څارونکو له ګڼ شمېر تورونو سره مخ وې چې ویل کېدل: امام علي رحمان د ټاکنو په بهیر او بېکارۍ اړوند موضوعاتو کې لاسوهنه کوي. د ۲۰۱۰ ز کال د فبروري میاشتو په ټاکنو کې واکمن ګوند د پارلمان څلور چوکۍ له لاسه ورکړې، خو بیا یې هم خپل بشپړ اکثریت خوندي وساته.[۱۳][۱۴]
د راپورونو له مخې: تاجیک دولت د اسلامي نفوذ د ځپلو او له اسلامي سخت درېځۍ سره د اړیکې له امله، چې له افغانستان سره پولې ته څېرمه دود وه، د ږېرې پرېښول منع کړي دي. [۱۵][۱۶][۱۷]
د ۲۰۲۰ ز کال په اکتوبر میاشت کې، د تاجیکستان مستبد ولسمشر امام علي رحمان د بشپړو کنترول شوو او تشریفاتي ټاکنو په پایله کې، د ۹۰ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره د راتلونکو اووه کلونو لپاره یوځل بیا د دغه هېواد د ولسمشر په توګه وټاکل شو.[۱۸]
د ۲۰۲۱ ز کال په اپریل میاشت کې د تاجیکستان او قرغزستان ترمنځ د اوبو پر سر شخړه ، د دغه هېواد له خپلواکۍ وروسته جدي سرحدي شخړه وه.
د ۲۰۲۱ ز کال په جولای میاشت کې تاجیکستان د روسیې په مشرۍ د ټولیز امنیت د پیمان د پخواني شوروي اتحاد له غړو هېوادونو نه له ګاونډي افغانستان نه دغه هېواد ته د را ولاړېدونکو امنیتي ګواښونو اړوند مرسته وغوښته. دغه امنیتي ګواښونه، له افغانستان نه د متحده ایالاتو او بریتانوي ځواکونو له وتلو رامنځته شوي وو، چې له امله یې ۱۰۰۰ کسه افغان ملکي وګړي او دولتي مامورین وروسته له هغه چې طالب یاغیانو، د افغانستان په ډېرو برخو کنټرول ترلاسه [۱۹]کړ، ګاونډي تاجیکستان ته وتښتېدل.[۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]
په ۲۰۱۹ ز کال کې، د تاجیکستان د داخلي ناخالصو تولیداتو نږدې ۲۹٪ برخه د کډوالو د پیسو له حوالو برابرېده (ډېری یې په روسیه کې د تاجیک وګړو د کار کولو له امله وې)، چې په نړۍ کې دغه حوالو لوړه کچه درلوده. اوسنی اقتصادي حالت یې تر ډېره د فساد، نابرابرو اقتصادي اصلاحاتو او ناسم اقتصادي مدیریت له امله نازک دی. دې ته په پام سره چې، بهرنی عاید یې د مهاجرو کارکوونکو د حوالې او د المونیم او پنبې په صادراتو تکیه لري، اقتصاد یې په کلکه سره له بهرنیو ګوزارونو نه زیان منونکی دی. په ۲۰۰۰ مالي کال کې ډېرۍ نړیوالې مرستې د بېرته پیاوړي کولو پروګرامونو نه د ملاتړ په برخه کې وې، چې د پخوانۍ کورنۍ جګړې جنګیالي یې په ملکي اقتصاد کې ور ګډول او د سولې په ټینګښت کې یې مرسته وکړه. نړیوالې مرستې د وچ کالۍ په دویم کال کې چې دغه هېواد یې د خوراکي توکو له سخت کمښت سره مخامخ کړ، ډېرې اړینې وې. د ۲۰۰۱ ز کال په اګست میاشت کې د سرې میاشتې ټولنې اعلان وکړ چې، په تاجیکستان کې قحطي راغلې او د تاجیکسکتان او اوزبیکستان لپاره یې د نړیوالې مرستې غوښتنه وکړه. له دې سره، تر اوس مهاله خوړو ته لاسرسی د یوې ستونزې په توګه پاتې شوی دی. د ۲۰۱۲ ز کال په جنوري میاشت کې ۶۸۰۱۵۲ کسه تاجیکستاني وګړي، د خوراکي توکو له ناخوندیتوب سره مخامخ وو.[۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲]
تاجيکستان | |
---|---|
بیرغ | نښان |
ملي ترانه: | |
ځمکه او استوګنه | |
کوارډينېټ | 38.583333°شمال 71.366667°ختيځ [۱] |
ټيټه سيمه | سیر سیند (300 متر ) |
پراخوالی | 143100 کیلومتره مربع |
پلازمېنه | دوشنبه |
رسمي ژبې | تاجيکي ژبه ، روسي |
مشرتابه | |
بنسټ اېښودنه او واکمنۍ | |
خپلواکۍ نېټه | ۹ سپټمبر ۱۹۹۱ |
د عمر محدودیتونه | |
د واده عمر | 18 کلن |
بې کارۍ کچه | 11 سلنه (۲۰۱۴)[۲] |
نور مالومات | |
بېړنۍ ټليفون شمېره |
۱۱۲ |
تګلوری | ښي لورۍ [۳] |
هېواد کوډ | TJ |
د زنګ وهنې نړیوال کوډ | +992 |
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.