From Wikipedia, the free encyclopedia
کامره (په انګلیسي: Camera) ﭘﻪ ﻓﻠﻢ ﮐﯥ ﺩ ﭘﺮﻟﭙﺴﯥ ﺍﻭ ﺗړﻟﻮ ﺍﻧځﻮﺭﻭﻧﻮ ﺩ ﺛﺒﺘﻮﻟﻮ ﻳﻮﻩ وسیله ﺩﻩ .
یاده وسیله د هرډول انځورونو اخیستلو او رواني حرکتونو د ثبت پروسه ترسره کوي، چي رواني حرکتونو ته موږ ویډیوګاني او ثابته بڼو ته انځورونه وایو. کیمره د معاصري نړۍ هغه جوړښت دی چي یوه لیکل سوې بڼه یا رسامي موږ ته په ډېر لنډ وخت او اسانه توګه داسي انځوروي چي جوړښت یې زموږ له سترګو تقریبا حقیقت ته ورنژدې وي، خو په حقیقي بڼه مکمل نه وي. نړۍ نن ورځ د بېلابیلو پرمختللو کامرو شاهده ده چي په انځورونو اخیستلو، سینماوو، ویډیو جوړولو او نورو کي ترې کار اخیستل کیږي.
ځانګړې وېشنيزه |
---|
برخې |
---|
له تاریخي اړخه د کیمرې لمړنئ استعمال نولسمي زیږدیزي پېړۍ ته ورګرځي، چیري چي اروپایي پوهانو دغه څېز د لمړي ځل لپاره د کیمیا په علم کي وکاراوه. ورپسې په شلمه پېړۍ دې نوښت ستره وده وکړه او د کیمرو جوړولو کمپنیو له یوبل سره په سیالي کي پرمختللي کیمرې نړیوالو بازارونو ته وړاندي کړې. په یوویشتمه پېړۍ چي ساینس او ټکنالوجي د نړۍ هر کونج ته ورسېدل ورسره سم د کیمرې هنر هم په لویه کچه پراخه سو او داسي ډول انځورونو، ویډیوګاني او بېلابېل خدمات یې نړۍ ته وړاندي کړه چي تر دغه وخته یې سارۍ نه وو لیدل سوی.
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.