![cover image](https://wikiwandv2-19431.kxcdn.com/_next/image?url=https://upload.wikimedia.org/wikipedia/ps/thumb/2/26/Afghan_child.jpg/640px-Afghan_child.jpg&w=640&q=50)
انځور خبريالي
From Wikipedia, the free encyclopedia
د ليكلو توكيو ترڅنگ د انځورونو خپراوى د انځوريزې خبريالۍ په نوم ياديږي. په اوسني پرمختللي پېر كې انځورخبريالي دډله یيزو رسنيو يوه بايده برخه گرځېدلې او له انځور پرته د ورځپاڼو خپراوى ناشونى او بيخونده برېښي.
دانځورخبريالۍ بنسټ،هغه چينايۍ وينا ده،چې انځور يوداسې اغيز پرېباسي، چې زر ويونه يې نشي پرې ايستلى. په دې كې شك نشته،چې له خبر سره د انځور خپراوى د خبر په بشپړتيا او زړه راښكون كې ستره ونډه اخلي. نننۍ ورځپاڼې او اخبارونه انځور ته دومره اړمن دي، لكه خبرونو، كالمونو،سرليكنې او فيچرته،چې اړ دي. انځور نه يوازې دا،چې د پېښې رښتينتوب را ښيي، بلكې په لوستوالو كې د خبرلوستو تلوسه او زړه راښكون پيدا كوي.
![Thumb image](http://upload.wikimedia.org/wikipedia/ps/thumb/2/26/Afghan_child.jpg/320px-Afghan_child.jpg)
[iد ورځپاڼو په مخپسولنه كې انځورونه ستر رول لوبوي. هنري ايډيټر د انځورونو په مرسته د ورځپاڼې ښكلا او پسولنې (لې اوټ)ته زړه راښكون ور بښي، ځكه ښكلا او پسولنه د نننيو ورځپاڼو ډيره مهمه ښېگړه او اړتيا بلل كېږي. په ورځپاڼو كې انځور خپراوى له 1920 كال را وروسته پيل شو. ځينو خبري رسنيو به ورځپاڼو ته دتار له لارې انځورونه استول. د امريكا د متحدو ايالتونو اسوسي ايټېدپرېس(اې پي) لومړنى خبري اژانس و، چې پر 1932 كال يې د جنوري په لومړۍ نيټه ورځپاڼو ته د انځور استولو بهير بشپړ كړ. تر دې وروسته په ورځپاڼو كې د اژانسونو انځورونه هم خپرېدل. د ټلويزيون په نوېستنې (اختراع) سره ورځپاڼې اغيزمنې شوې، ځكه ټلويزيون يوه بشپړه انځوريزه وسيله ده، چې سيالي يې د ورځپاڼو په وس كې نه ده. د رنگه انځورونو په نوښت سره د ورځپاڼو په زړه راښكون كې لا زياتوالى راغى. تر 1990 كال وروسته په افغانستان، پاكستان ( او ورڅېرمه سيمو) كې د رنگه خبري انځورونو خپراوى پيل شو. په رنگه انځورونو سره د ورځپاڼو په ښكلا كې زياتون راغى، هرې ورځپاڼې او رسنۍ هڅه كوله د خبرونو د معيار ترڅنگ د ورځپاڼې يا رسنۍ انځوريزې ښكلا ته هم پام وكړي. رنگه انځورونه يوازې په خبرونو پورې تړاو نه لري، بلكې له اونيزو خپرونو، مجلو، مركو، خبرو اترو او فيچرونو سره هم خپريږي.
خبري عكاسان د خبرونو او پېښو د انځورونو ترڅنگ د اونيزو او ځانگړو ورځنيو رنگه خپرونو لپاره هم انځورونه برابروي. خبري انځورونه له نورو عادي او ورځنيو عكاسيو سره توپير كوي.خبري عكاسان له پېښې او خبرسره سمې سوژې ټاكي اوپه يوه ځانگړي مهارت سره يې انځورونه اخلي. خبرعكاسان، چې په كوم مهارت سره انځور اخلي، عادي او بازاري عكاسان يې له مهارت اوتكنيكونو ناخبره دي. همدا راز د رڼا كابو كول او د سيوري او نورو څيزونو پامنيوى يوه ځانگړې وړتيا غواړي او دغه وړتيا يوازې له انځوروال (فوټو ژورنالست) سره ده. عام يا د عكسخونو انځورونه په ورځپاڼو كې د خپراوي وړ نه دي. ددې اپوټه په ورځپاڼو او اخبارونو كې داسې انځورونه خپريږي،چې خوځون او بوختيا( اكټيويټي) ولري. د ساري په ډول،يو چېرته خبري غونډه يا غونډې ته وينا كيږي،فوټو ژورنالست يې له بېلابېلو زاويو انځورونه اخلي،چې په خپراوي كې يې حركت تر سترگو شي. انځور تر هغه مهاله بېخونده او نيمگړى وي تر څو خبر ور سره نه وي او خبر تر هغه د لوستوالو تنده نشي ماتولى، ترڅو انځور ونه لري. يانې خبر او انځور يو له بله سره تړلي دي. په ورځپاڼو كې ډېرى خپريدونكي انځورونه له شخصيتونو، پيښو،هلو ځلو،ورزش، ښكلا،جنس،وېرې او ډار سره تړاو لري. انځور بايد روښانه او سپيڅلى واوسي،چې په چاپ كې خپ او تياره رانشي. د انځور د روښانتيا لپاره په كار ده د انځوراخستنې پرمهال پر رڼا كنټرول ولرو او د انځوراخستنې پر مهال ټول شته خنډونه له مخې لرې كړو. كه چيرې انځوريزې خبريالۍ ته لنډه ځيرنه وكړو دا خبره به جوته شي، چې انځور د خبر له يوې مهمې برخې نه پرده اوچتوي. لوستوال د ويونو په پرتله له انځورونو ډېر اغيزمنيږي. انځور د لوستوالو په ذهنونو كې د پېښې رښتينولي انځوروي. د نړيوالو پېښو پرلپسې انځور خپراوى پېښې په يوه پرلپسې او پرله غښتي ډول را وړاندې كوي.
دانځوريزې خبريالۍيوه ستره گټه تفريح هم ده. د طبيعي پېښو او منظرو انځورونه د انسان زړه ته ډاډ او سكون بښي. دهنرمندانو انځورونه هم په لوستوالو كې دتفريح هيلې غوړوي. كه څه هم مثبته چاره نه ده، خو نن سبا د رسنيو سوداگريزه وسيله گرځېدلې ده.