اندونيزيا
سوېل ختيځې اسيا هېواد / From Wikipedia, the free encyclopedia
اندونېزیا (په انګلیسي: indonesia) په رسمي ډول د اندونېزیا جمهوریت [a] په سویل ختیځ آسیا او اوقیانوسیه کې د هند او ارام سمندرونو ترمنځ پروت هیواد دی. نوموړی هېواد د سوماترا، جاوا، سولاویسی، او د بورنیو او نوې ګینې د ځینو برخو په شمول له 17,000 نه زیاتو ټاپوګانو څخه جوړ شوی دی. اندونېزیا د نړۍ ترټولو لوی ټاپوییز هیواد دی او د پراخوالي له پلوه د 1,904,569 کیلومتره مربع (735,358 میل مربع) مساحت په درلودلو سره 14م لوی هیواد دی. له شاوخوا 270 ملیونه نفوس سره، اندونېزیا د نړۍ څلورم ډیر نفوس لرونکی هیواد او ترټولو ډیر نفوس لرونکی مسلمان هیواد دی. جاوا، د نړۍ ترټولو نفوس لرونکی ټاپو، د دې هیواد د نیمایي څخه د ډیر نفوس کور دی.
اندونېزیا یو ولسمشریز جمهوریت دی چې ټاکل کېدونکې مقننه قوه لري. دا هېواد ۳۴ ولایتونه لري چې پنځه یې ځانګړی حیثیت لري. د هیواد پلازمینه جاکارتا د نړۍ دوهمه ډېر نفوس لرونکې ښاري سیمه ده. اندونېزیا د پاپوا نیو ګیني، ختیځ تیمور، او د مالیزیا ختیځې برخې سره ځمکنۍ پولې شریکوي، په داسې حال کې چې له سنګاپور، ویتنام، تایلینډ، فیلیپین، آسټرالیا، پالاو او هند (انډامان او نیکوبار ټاپوګانو) سره سمندري پولې لري. اندونېزیا د خپل زیات نفوس او ګڼ نفوسه سیمو سره سره، نامېشتې پراخې سیمې لري چې په نړۍ کې د ژوو د تنوع د ترټولوړو کچو ملاتړ کوي.
د اندونېزیا ټاپوګان لږترلږه د اوومې پیړۍ راهیسې د سوداګرۍ لپاره ارزښتناکه سیمه وه کله چې سریویجایا او وروسته ماجاپاهیت د چین او د هند د نیمې قارې له شرکتونو سره تجارت کاوه. محلي واکمنانو په تدریجي ډول د لومړیو پیړیو څخه بهرني نفوذ جذب کړ، او هندو او بودايي سلطنتونو وده وکړه. سني سوداګرو او صوفي عالمانو اسلام راوړ، په داسې حال کې چې عیسویت تر ډېره د اروپایانو له لارې راوړل شو. که څه هم کله ناکله د پرتګالیانو او فرانسویانو او انګلیسانو لخوا مداخله شوې، اما هالنډ په نوموړي مجمع الجزایر کې په خپل 350 کلن شتون سره ترټولو لوی استعماري ځواک ؤ. د یو ملي دولت په توګه د "اندونېزیا" مفهوم د شلمې پیړۍ په لومړیو کې راښکاره شو، چې وروسته یې پایله په 1945 ز کې د اندونېزیا د خپلواکۍ اعلان ؤ . په هر حال، دا هېواد د هالنډ له خوا تر هغه په رسمیت ونه پېژندل شو تر څو چې د دواړو هېوادونو تر منځ وسله والې او ډیپلوماتیکې شخړې ونښتې او وروسته په 1949 ز کال کې په رسمیت وپېژندل شو.
اندونېزیا په سلهاوو جلا نژادي او ژبني ګروپونه لري، چې جاویاني یې تر ټولو لوی دي. یو ګډ هویت یې د "بهنیکا تونګال اکا" شعار سره رامنځته شوی ("په تنوع کې یووالی" په لفظي ډول، "زیات شمېر، لاهم یو") ، د ملي ژبې ، توکمیزې تنوع ، د اکثریت مسلمان نفوس سره مذهبي کثرت او د استعمار او د هغه پر وړاندې د بغاوت/مقاومت له لارې تعریف شوی دی. د اندونېزیا اقتصاد د وګړو پر سره دناخالص تولید یا GDP له مخې د نړۍ 16م لوی او د PPP له مخې 7م لوی اقتصاد دی. دا هېواد یو سیمه ایز ځواک دی او په نړیوالو چارو کې یو منځنی ځواک ګڼل کیږي. دغه هیواد د د ملګرو ملتونو، د سوداګرۍ نړیوال سازمان، G20، د سویل ختیځې آسیا هیوادونو ټولنې، د ختیځې آسیا سرمشریزې، او د اسلامي همکاریو سازمان په ګډون د یو شمېر څو اړخیزو سازمانونو غړیتوب لري او د ناپییلي غورځنګ بنسټ ایښودونکی غړی دی.