انتراکس
From Wikipedia, the free encyclopedia
دا ناروغۍ د شخوندورو ژويو په تيره بيا دغواگانو يو حا ده او تبه لرونکې ناروغۍ ده چې په ناڅاپي ډول مړينه مينځ ته راوړي کله چې ژوی په دې رنځ با ندې اخته شې نو طبعي سوريو څخه يي سور رنگه افرازات خارجيږي چه زيا تره په هغه سيمو کې چې توده هوا او لوړ روطو بت ولري د اوړي په فصل کې زيات ليدل کېږي دا يوه بکتريايي وژونکې خطرنا که نا روغي ده چې زموږ دهيواد اکثره خلک د دې نا روغي دنوم سره اشنا دي . د دې نارغۍ پواسطه مختلف حيوانا ت لکه : پسونه ، اوزې ، ميښې ، غواگانې ، قچرې او دانسانانو په شمول اخته کيږي
د نا رو غۍ نور مترادف نومونه پدې ډول دي:
- لاتين نوم عبارت دي له (Malgnantpnstula)
- فرانسوي نوم عبارت دي له (carbon)
- جرمني نوم يي عبارت دي له (Milzbrand)
- انگلسي نوم يي عبارت دي له (Anthrax)
- يوناني کې ورته ذ غال(coal ) وايي .
- ACUTE CANTAGIUS SEPTICIMIA
- SPLEENICFEVER
- wool sorter
- پښتانه ورته تورټپ کوچيان يي ټک پارسيان يي سياه زخم او د بدخشان خلک يي سپر زي بولي