From Wikipedia, the free encyclopedia
ارواپوهنه (په انګلیسي: psychology) د دوو کلمو څخه جوړه شوې ده، (psyche) د روح په معنا او (Logos) د مطالعې او زده کړې په معنا ده. د سایکالوژۍ لغوي معنا د روح مطالعه ده، دې علم ته عقلي فلسفه هم وايي، سایکالوژي، روانشناسي او اروا پوهنه درې مروجې اصطلاحگاني دي، چې د روح پېژندنې معنا لري. په اروپايي او لاتیني ژبو کي سایک psyche کلمه د باد، دم، چوف او د نفس په معنا ژباړل کېږي مگر په اصطلاح کې ارواپوهنه د سلوک علم دی.
بايد پوه شو، چې سلوک څه ته وايي؟
سلوک د یو کس غبرگون په یو ځانگړي وخت او په یو ځانگړي چاپیریال کي سلوک بلل کیږي. څرنګه چې بشر خپل او د خپل چاپېریال د خلکو سلوک پېژندلو ته اړتیا لري؛ نو په دې اساس د وګړو د سلوک مطالعې لپاره د بشري علومو یوې ډېري مهمې څانګې یعنې (اروا پوهنې) ته اړتیا شته د سایکالوژۍ اصلې موخه دا ده، چې د خپل ځان او نورو وګړو غبرګون په یو خاص وخت او په خاص چاپیریال کې مطالعه کړي.
فلیس شاله د اروا پوهنې تعریف په هکله وایي:
اروا پوهنه د انسان داخلي ژوندون مطالعه کوي؛ یعنې د انسان عواطف عقلي او رواني فعالیتونه مطالعه کوي.
نرمال د اروا پوهنې تعریف په هکله وایي:
اروا پوهنه د بشر سلوک مطالعه کوي
پخوا اروا پوهنه د فلسفې یوه څانګه بلل کېده مګر په اتلسمه پېړۍ کې سایکالوژي د ځانګړي علم په توګه د ولف له خوا وپېژندل شو.
د سایکالوژي علم د نورو علومو په څېر په ازمایښتونو او ليدنې (مشاهده) باندې ولاړ علم ګڼل کېږي. د اروا پوهانو له نظره اروا پوهنه د بشر د اعمالو کړنو رفتار او کردار د اړیکو د علتونو سپړنه کوي.
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.