![cover image](https://wikiwandv2-19431.kxcdn.com/_next/image?url=https://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/9/9d/Flag_of_Angola.svg/langps-640px-Flag_of_Angola.svg.png&w=640&q=50)
انګولا
د سوېلي افريقا په لوېديځ ساحل کې يو هېواد / From Wikipedia, the free encyclopedia
انګولا (آنګولا) , په رسمي توگه د آنگولا جمهوريتRepública de Angola), په سوېل-منځنۍ افريقا کې يو هېواد دی چې په سوېل کې د نامیبیا، او کانګو دمکراتیک جمهوریت، په ختيځ کې د زمبیا هېواد او په لوېديځ کې يې سمندري پوله اطلس سمندر ته ورغځېدلې. د کابیندا ولايت چې د دې هېواد يو دی، د کانگو جمهوريت او د کانگو ډيموکراټيک جمهوريت سره گډه پوله لري.
انګولا | |
---|---|
![]() |
![]() |
شعار | |
ملي ترانه: | |
ځمکه او استوګنه | |
کوارډينېټ | 12.35°سويل 17.35°ختيځ / -12.35; 17.35 ![]() |
ټيټه سيمه | اتلانتيک سمندر (0 متر ) ![]() |
پراخوالی | 1246700 کیلومتره مربع ![]() |
پلازمېنه | لوآندا |
رسمي ژبې | پرتګالي ژبه ![]() |
مشرتابه | |
حکومت ډول | ولسمشريزه ![]() |
بنسټ اېښودنه او واکمنۍ | |
خپلواکۍ نېټه | ۲۵ اگسټ ۱۹۹۲ ![]() |
د عمر محدودیتونه | |
د واده عمر | 18 کلن ![]() |
بې کارۍ کچه | 7 سلنه (۲۰۱۴)[2] ![]() |
نور مالومات | |
پیسې | د آنګولا کوینز ![]() |
تګلوری | ښي لورۍ [3] ![]() |
رسمي وېبپاڼه | د تاييدولو سرچينه ![]() |
هېواد کوډ | AO ![]() |
د زنګ وهنې نړیوال کوډ | +244 ![]() |
![]() | |
انګولا ( /ænˈɡoʊlə/اورېدل )؛ په پرتګالي ژبه: [ɐ̃ˈɡɔlɐ] په رسمي ډول د انګولا جمهوریت ( په پرتګالي ژبه: República de Angola د سویلي افریقا په لویدیځ ساحل کې پروت هېواد دی. دا تر برازیل وروسته د مساحت او نفوس له مخې د لوزوفون (پرتګالي ژبو) دویم لوی هېواد او د افریقا اووم لوی هېواد دی. له سویل څخه له نامېبیا، له شمال څخه د کانګو له دیموکراتیک جمهوریت، له ختیځ څخه له زامبیا سره او له لویدیځ څخه له اطلس سمندر سره پوله لري. انګولا د کابېندا په نوم یو جلا ولایت لري چې د کانګو له جمهوریت او د کانګو له دیموکراتیک جمهوریت سره پوله لري. تر ټولو لوی ښار او پلازمېنه یې لواندا ده.
انګولا د ډبرمهال راهیسې د اوسېدو وړ وه. د یو ملت - هېواد په توګه یې رامنځته کېدل د پرتګالیانو د استعمار دور ته ورګرځي. چې د لومړي ځل لپاره په ۱۶مه پېړۍ کې له سوداګریزو پوستونو او ساحلي مېشت ځایونو سره رامنځته شوې. اروپایانو په ۱۹ پېړۍ کې په ورو ورو په داخل کې ځان تاسیسول پیل کړل. د پرتګال مستعمره چې په انګولا بدله شوه د شلمې پېړۍ تر لومړیو پورې یې د لرغونو ډلو لکه کواماتو، کوامانیا او امبوندا د مقاومت له امله خپلې اوسنۍ پولې نه لرلې.
انګولا د استعمار ضد تر یوې اوږدمهاله مبارزې وروسته په ۱۹۷۵ ز کال کې د یو واحد مارکسیست - لینینست ګوند په توګه خپلواکي ترلاسه کړه. دا هېواد په هم هغه کال یوې ورانوونکې کورنۍ جګړې ته دننه شو. د جګړې ښکېلې غاړې د شوروي اتحاد او کیوبا په ملاتړ د انګولا د خپلواکۍ لپاره حاکم ولسي غورځنګMPLA) ) او د متحده ایالاتو او سویلي افریقا په ملاتړ د انګولا د بشپړې خپلواکۍ لپاره د کمونیست ضد ملي اتحادیې یاغیان UNITA)) او د کانګو د دیموکراتیک جمهوریت په ملاتړ د انګولا د آزادۍ ملي جبهېFNLA) ) د اورپکو سازمان وو. دا هېواد په ۱۹۷۵ز کال کې د خپلې خپلواکۍ راهیسې د MPLA له خوا اداره کېږي. انګولا د جګړې تر پای وروسته په ۲۰۰۰ ز کال کې د یو څه باثباته او واحد جمهوریت په توګه له اساسي قانون سره را څرګند شو.
انګولا د تېلو او معدني موادو عظیمې زېرمې لري او اقتصاد یې په ځانګړي ډول د داخلي جګړې تر پای وروسته د نړۍ په کچه د چټکې ودې په حال کې دی. پر دې سربېره اقتصادي وده په سخت ډول نابرابره ده. داسې چې د هېواد د شتمنۍ ډېره برخه د نفوس په یوه کوچنۍ برخه او په شدید ډول په چین او متحده ایالاتو متمرکزه ده. د ډېری انګولیانو د ژوند سټندردونه ټيټ پاتې شوي؛ د نړۍ په کچه ژوند ته هیلهمندي تر ټولو لږ ده، حال دا چې د نویو زېږېدلو ماشومانو د مړینې کچه په کې تر ټولو لوړه ده. د ژوائو لورنسو دولت له ۲۰۱۷ ز کال راهیسې له فساد سره مبارزه په خپلو لومړیتوبونو کې ځای پر ځای کړه. داسې چې د پخواني دولت ډېری افراد یا په بند کې دي یا د محاکمې انتظار کوي. ځینې زندانیان دا کړنې له سیاسي انګېزې سره مل بولي، حال دا چې بهرنیو دیپلوماتانو دا هڅې مشروع یادې کړې.[4][5][6][7]
انګولا د ملګرو ملتونو، د افریقا اتحادیې، د تېلو د صادروونکو هېوادونو سازمان OPEC))، د پرتګالي ژبو هېوادونو د ټولنې او د سویلي افریقا د پرمختګ ټولنې غړې ده. په ۲۰۲۱ ز کال کې د انګولا د وګړو شمېر(نفوس) ۳۲۸۷ میلیونه اټکل شوی. انګولا یو څو فرهنګي او څو قومي هېواد دی. د انګولا کلتور د پرتګالیانو د کلونو نفوذ منعکسوونکي دی یعنې د پرتګالي ژبې او کاتولیک کلیسا غلبه د سیمه ییزو ادابو او دودونو له بېلابېلو ډولونو سره ګډه شوې ده.