From Wikipedia, the free encyclopedia
سولگرپوهنه (انگرېزي: Computer Science) د مالوماتو او شميرنى انديزي او بنسټيزې زده كړې ته وايي،او په سولگریيزو غونډالونو كي ددوي كاريالونو او اوزارونو ته. [1][2][3] چي دا په واروار د الگوريتم غونډاليزه زده كړه ،بهير او منځ ته راتلل څرگندوې او مالومات ليږدوي.
د Peter J. Denning, په وينا بنسټيزه پوښتنه په سولگر پوهنه كي داده چې, "څه كيداي شې جي اغيزمن وي په خپلجاري ډول?"[4] کمپيوټر پوهنه ډير څيرمه ډگرونه لرې .لكه:سولگر كښنيزې،د شميرني پر ځانگړي پايلو د تاكيد،او څه هم نور اندونه .لكه:جړيزه شميريزه نظريه او د ځانگړتياوو زده كړه له محاسباتي ستونزو څخه
د کمپيوټر پوهنې لومړنۍ موندنې د نن ورځې د شمروزمې (Digital ) کمپيوټرونو د پنځوونې بنسټ گڼل کېږي . د (چوکاټي شمرني) ابکوس په مټ د دقيقو شمېرلو شمېرلوستونه د حلولو په موخه د انټيک پير له وختونو څخه گڼل کېږي . ويلهېلم شيکارډ په لومړي ځل د ميخانيکي شمېرني لومړنی ډوليزه بڼه په کال ۱۶۲۳م زېږيز کې وپنځووله ، خو وې نشو کولی چې بشپړ ېې ورغوي . بلېز پاسکال په لومړي ځل همدا ميخانيکي شمېرنی د کار لپاره په کال ۱۶۴۲م زېږيز کې چمتو کړ چې ورته ېې نوم پاسکالين ورکړ. چارلز بېبېج يو بېل ډول انجن وپنځاوه ، او بيا ېې د عمومي اړتيا له کبله شنننيز انجن (Analytical Engine) د ويکټورين پير په مهال رامنځته کړ ، چې له مخې ېې لولېس د هغه ماشين لارښودلیک (Manual) وليکه . د همدې لارښود لیک د ليکنې په وجه هغې ته د نړۍ تر ټولو لومړنۍ پروگرامره يا خپرونه لیکونکې وايي . د ۱۹۰۰ م زېږيز شاوخوا د پنچکارډ ماشين په نوم يو ماشين نوی راووت . د ۱۹۴۰م زېږيز شاوخوا د پخوانيو ماشينونوپه پرتله په نوې بڼه د شمېرماشين يا شمېرنی په تکړه کاروونکې بڼه راووت ، د کمپيوټر اصطلاح د ماشين لپاره راوتلې نه دا چې د جوړوونکي نوم په هغه پنځوونه ايښوول شوی وي . وروسته له هاغه چې د همدغو شمېرنيو (کمپيوټري ماشينونو) څخه دا څرگنده شوه چې د لا پرمختگ په بهير کې نور هم غټ کارونه پرته له شمېرو پرې اسانه کيدی شي نو په کال ۱۹۵۰ م زېږيز کې د کمپيوټر ساينس په نوم د زده کړې اکاډميک ډگر جوړ شو . د نړۍ تر ټولو لومړنۍ د کمپيوټر ساينس پوهنې ډيپلوم ورکوونې بنسټ په ۱۹۵۳م زېږيز کې له کېمبرج پوهنتون څخه د کېمبرج ډيپلومه ان کمپيوټر ساينس په نوم راوواته . په امريکا کې په لومړي ځل د کمپيوټر ساينس بری لیک د پيورډيو پوهنتون څخه په کال ۱۹۶۲م زېږيز کې دود شو . په لومړنيو مهالونو کې ډېرو خلکو داسې نه گڼل چې کمپيوټر دې د زده کړې په ځانگړي ډگر واوړي او يوه زده کړيزه څانگه دې شي ، خو وروسته وروسته د پنځوسمو زېږدي کلونو په پای کې دا په زبات ورسېده چې د کمپيوټر اړونده زده کړې ځانته مسلک او ډگر لري . د هماغه کلونو په لومړنيو مخکښو کمپيوټر اړونده پېژندل شوو نومونو کې د IBM نښه ټولو ته د کمپيوټر ساينس په ډگر کې د پاڅونونو راوستنې څرک ورکوي . IBM ( International Business Machines ) لنډون دی . په لومړي سر کې ېې د IBM 704 وپنځاوه ، او بيا وروسته ېې IBM 709 کمپيوټر راووېست ، چې بيا په پراخه توگه په آزمويښتي ، او څېړنيزو مراکزو کې ترې کار اخيستل کېده . تر اوسه له IBM کمپيوټرونو څخه کار اخيستل يو لوی باج گڼل کږي ، ځکه په هغو کمپيوټرونو کې که څوک يو توری په نا وړه توگه بل ځای وکاروي نو ټول کمپيوټر بندېږي او خپرونه ټکر سره مخامخېږي ، نو ځکه باید چې ټول کمپيوتر له سره بيا ولگول شي چې لويه ستونزه رامنځته کوي . د ۱۹۵۰م زېږيزو کلونو شاوخوا د کمپيوټر ساينس ډگر د ودې پر مخ روان و ، او دا پورته ياده شوې ستونزه يوه عادي عامه ستونزه گڼل کېده . وختونو وښوده چې د کمپيوټر کاروونه اوپه کارونو کې ېې اغېزمنتيا يو د کمپيوټر ساينس او ټکنالوژي اړين اړخ جوړوي . د نن ورځې نوي پيرد کمپيوټر له اړخه ډېر اړين بدلونونه حس کړي چې له مخې ې ماهره انفرادي وگړو څخه ېې کاروونه په پراخه کچه د عام وگړو لاس ته ورغلې . په لومړنيو پيرونو کې د کمپيوټر لاسته راوړه گران و او د کمپيوټر بيې لوړې وې ، خو وروسته وروسته د کمپيوټر په خرڅلاو کې بدلون راغی او هر ځای په ارزانه بييه اخيستلی شو نو ځکه ېې د کاروونې لمن له مخکښو کمپيوټر کارپوهانو څخه نورو عامو خلکو ته وغځېده ، خو بیا هم د نن ورځې د کمپيوټر په برخه کې د نويو پنځونو له کبله دې ته اړتيا شته چې کارپوهانو ته مخه شي .
برسېره پر دې چې د کمپيوټر پېښلیک لنډ دی او اکاډميکه څانگه ېې لوی ډگر دی ، کمپيوټر ساينس په ساينس او ټولنه کې ډېره بنسټيزه ونډه لري او اخيستې چې پدې ډول يادېږي :
شمیرپوهنیزه سولپوهنه | اتوماتا آندپوهنه | شمیر آندپوهنه | گراف آندپوهنه | ډول آندپوهنه | ټولی آندپوهنه | محاسباتي هندسه | سولگر کوانتومي آندپوهنه |
The following disciplines are often studied from a more theoretical, computer science viewpoint, as well as from a more practical, engineering perspective.
چليز غونډال | سولگر جالونه | سولگر كښنيز | سولگر ليد | توكبنسټونه |
سولگر خونديتوب | مصنوعي زیرکتیا | رباټیک | انسان-سولگر غبرگون | هرځای شته شمیرنه |
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.