د کروز توغندیو دفاعي سيستم

From Wikipedia, the free encyclopedia

د کروز توغندیو دفاعي سيستم

د کروز توغندیو د برید مخ را گرځونې سېسټم انګليسي ژبه: Joint Land Attack Cruise Missile Defense Elevated Netted Sensor System دا د کروز توغندیو د مخ گرځونې سسټم دی چې د یو رادار لرونکی وي او د دوښمن د احتمالي بریدونو لپاره طراحي شوی دی.[۱]. دا سېسټم په هوا کې د یو بالون چې د خپل مرکز (بحري ځواکونو یا نورو ځمکني ځواکونو) سره وصل دی؛ کار کوي او نږدې ۴۰۰ کیلو مټره ساحه تر پوشش لاندې راولي.

چټک مالومات د کروز توغندیو دفاعي سيستم, ډول ...
د کروز توغندیو دفاعي سيستم
Thumb
ډولله ځمکې څخه هوا ته اوږده واټن توغندیو او د نورو ګواښونو د کشف وړتیا هوا کې دریدونکی بالون
اصلي  ځایامريکا متحده ايالات
د خدمت تاریخچه
په خدمت کې دډسمبر 2014-تر اوسه
ګټه اخيستل سوی دمتحده ايالات اردو
د توليد تاريخ
طراحرایټیون, ت‌س‌و‌م
ډیزاین شوی1998
جوړوونکیرایټیون
د هر واحد قېمت175 میلونه امریکایی ډالره (په اوسط واحد ارزښت)
تولید شوی2009 (بلاک 1) او 2011 (بلاک 2)
جوړ شوي شمېر4
ډولونه1
مشخصات
وزن۷٬۰۰۰ پونډ (۳٬۲۰۰ kغ)
اوږدوالی242 فوټ یا ۷۷ يارد (۷۰ م)
قطر~۸۰ فوټه (۲۴ م)

اصلي
تسلیحات
هيڅ
ثانوي
تسلیحات
هيڅ
سپاره ظرفیت۳٬۵۰۰ پونډ (۱٬۶۰۰ kغ)
تمديدد ځمکې پر مرکز څو نوري فایبر تړنې
محرکهیڅ
سونګ ظرفیتهیڅ
پرواز چت۱۰٬۰۰۰ فوټه (۳٬۰۰۰ م)
پیل
پلاتفورم
حلقوی کیبل
تړل
Thumb

په افغانستان کې دا سیستم

د امریکی او نورو نړیوالو ځواکونو له خوا هم دا سېسټم د ۳ میلیاردو ډالرو په ارزښت نصب شوی. د افغانستان په اکثرو ولایتونو کې دا سېسټم فعاله شوی دی؛ آن د کابل ښار په منځ کې هم یو لړ پوځي مرکزونو پر سر نسب ښکاري.

‌ډېری افغانان فکر کوي چې دا بالونونه د دوي د امنیت لپاره دي او ښارونو ته د ترهگرو د مخنیوي لپاره نصب شوي دي، خو حقیقت دا دی چې دا بالونونه روسیې او چین د کروز توغندیو د مخ گرځونوې لپاره نصب شوي دي.

دا دفاعی سیسټم صرف ددفاع لپاره هم نه دی، دا د خکو په کورونو او او ځایونو کی دننه د کتلو توانایی هم لری، دا سېسټم د امریکا د اساسی قانون له پلوه اجازه نه لری چی د امریکا د ښارونو او یا د خلگو د اوسیدنی د سیمو په شاوخوا کی ودرول سی، او د افغانستان د اساسی قانون او یا د اسلامی نظره ددی اجازه هم نسته چی د چا د کور دننه بغیر له اجازی وهم ګوری، خو د افغانستان د هغه مشرانو له وجهی کوم چی پر لویو ځایونو يا چوکیانو ناست هغو د خلکو په خوله دا خبره ورکړی چی بلکی دا سیسټم یوازی زموږ د امنیت لپاره دی، امریکایی ځواکونو یا ناټو ددی له لاری د افغانستان د خلکو د کورونو شخصی فلمونه او انځورونه ا خیستی، کوم چی د افغانستان د قانون خلاف کار او یو لوی جرم دی

سرچینې

Loading related searches...

Wikiwand - on

Seamless Wikipedia browsing. On steroids.