From Wikipedia, the free encyclopedia
کوکا کولا يا کوک يو کاربني نرم څښاک دي، چې د کوکا کولا شرکت له لورې توليد شوي دي. ياد څښاک چې په اصل کې د نرم يا معتدله څښاک په توګه بازا ته وړاندې شوي او د څرګندو درملو په توګه په يام کې نيول شوي دي، د ۱۹ پېړۍ په وروستيو کې د جورجيا په اتلانتيا سيمه کې د جان سټېت پيمبيرټن “John Stith Permbrton” له لورې رامنځته شول. په ۱۸۸۸ زکال پيمبيرټن د کوکا کولا د ملکيت حق په اسا ګرېګس کېنډلر “Asa Griggs Candler” نومي سوداګر خرڅ کړ، چې د نوموړي د بازار موندنې لارې چارې په ۲۰ او ۲۱ پېړيو کې د نرمو څښاکو پر نړيوال بازار باندې د کوکا کولا د واکمنۍ لامل شوې. د څښاک نوم د هغه دوه اصلي جوړونکو مادو ته اشاره کوي، چې کوکا د پاڼو او کولا د زڼو يا مغز (د کافين) مانا لري. د کوکا کولا اوسنی جوړښت يا فرموله يو کره خوندې شوی سوداګريز راز دی؛ که څه هم يو شمېر ښکاره لارښودونه او د جوړولو ازمايښتي لارې چارې يې خپرې شوې دي. د کوکا کولا د جوړښت محرميت ته لا هم بازار کې ځکه پام کېږي، چې يوازې لږ شمېر بې نومه کارکونکي يې د جوړښتي تګلارې په اړه پوهېږي. دې څښاکو پېښې يا تقليد کونکي هڅولي دي او د نرم څښاک (کولا) بشپړه ډلبندي يې جوړه کړې ده. [1][2]
د کوکا کولا شرکت ټينګ مواد توليدوي، چې وروسته بيا په ټوله نړۍ کې له کوکا کولا څخه جواز لرونکو شرکتونو باندي پلورل کېږي، چې د بوتل په بڼه بسته بندي او بازار ته وړاندې شي. په بوتلونو کې هغه بسته بندي کونکي، چې له شرکت سره د ځانګړې برخې هوکړې لري، له ورکړل شويو موادو څخه د چاڼ يا تصفيه شويو اوبو او خواږونکو موادو په يو ځای کولو سره، قطي او بوتلونو کې وروستی توليد چمتو کوي. د نمونې په ډول د متحده ايالتونو يو ۳۵۰ ملي قطۍ يا بوتل ۳۸ ګرامه بوره (چې شمالي امريکا کې په عمومي ډول د لوړ فرکتوز جوارو شربت په بڼه وي) لري. په بوتل کې بسته بندي کونکي له دې څخه وروسته کوکا کولا په پرچون مغازو، رستورانتونو او د نړۍ نورو خرڅېدونکو ماشينونو باندې د پلور، وېش او سوداګريز کولو دنده تر سره کوي. د کوکا کولا شرکت د سترو رستورانتونو او خوراکي خدمتونو د وړاندې کونکو د سوډا چينو “soda fountains” اصلي جوړونکي مواد هم پلوري.
کوکا کولا په ورته وخت کې د کوک تر نوم لاندې د کولا نور څښاک هم وړاندې کړي دي، چې د نورو تر څنګ د کافين نه لرونکې کوکا کولا، کافين نه لرونکې پرهېزانه کوک، خواږه يا شکر نه لرونکې کوکا کولا، کوکا کولا ګيلاس [الوبالو] وانيلا او د ليمو، يو ډول کوچني ليمو او قهوې د ځانګړو ډولونونو په ګډون، تر ټولو عام يې د پرهېز يا غذايي رژيم کوک “Diet Coke” دی. کوکا کولا ته د ۱۹۸۵ز کال له جولای څخه تر ۲۰۰۹ ز کال پورې له نوي کوک “New Coke” څخه د بېلولو په موخه، کوکا کولا کلاسيک ويل کېده. د ۲۰۲۰ ز کال د نړيوال سوداګريز توکي يا نښې د «تر ټولو غوره نړيوالې نښې» پر بنسټ، کوکا کولا د نړۍ شپږم خورا د لاسرسي وړ توکی و. په ۲۰۱۳ زکال کې د کوک توليدات د نړۍ له ۲۰۰ څخه زياتو هېوادونو کې پلورل شوي وو او مصرف کونکي يې هره ورځ له ۱،۸ بيليون څخه په زيات ارزښت د شرکت د څښاک د برخې له خدمتونو څخه ګټه پورته کوي. دې شرکت په ۲۰۱۸ زکال د ټول عايد له مخې د متحده ايالتونو د سترو شرکتونو د ۵۰۰ نېکمرغه “Fortune 500” شرکتونو لښتليک کې ۸۷ ځای خپل کړ. [3][4][5]
د اتحاد ډګروال جان پيمبيرټن چې د امريکا کورنۍ جګړه کې ټپي او مورفين باندې روږدی شو، طبي سند يې هم درلود او د ستونزه راپورته کونکو درملو د ونج يا بديل موندلو پلټنه يې پيل کړه. نوموړي په ۱۸۸۵ ز کال د جورجيا په کولمبس سيمه کې د “Pemberton’s Eagle Drug and Chemical House” په نوم خبل درملتون کې د پيمبيرټن د فرانسوي شرابو کوکا [پاڼې] “Pemberton’s French Wine Coca” په نوم عصبي سبک ورکونکي درمل ثبت کړل. د نوموړي ياد درمل ښايي د وېن مارياني له وېرونکې بريا څخه الهام اخېستی وي، چې يو ډول فرانسوي کورسي کوکا شراب دي، مګر دې لارښود يا نسخې د کورسي تر څنګ خپل جوړښت کې له افريقايي کولا مغز يا زڼي څخه هم ګټه پورته کړه، چې د څښاک د کافين سرچينه جوړوي. د کوکا کوکا په نوم هسپانوي څښاک د کوکا کولا له رسمي رامنځته کېدلو څخه يو کال وړاندې په ۱۸۸۵ز کال فلادلفيا کې بازار ته وړاندې شوي وو. [6][7][8][9][10][11][12][13]
په ۱۸۸۶ ز کال کله چې اتلانتا او فولټن سيمې د شرابو د مخنيوي قانون تصويب کړ، پيمبيرټن د کوکا کولا په جوړولو سره د هغې ځواب ورکړ، چې د پيمبيرټن د فرانسوي شرابو کوکا غير الکولي ډول و. ياد توليد د کوکا کولا د نرم يا د الکولي څښاکو د مخنيوي پلوي څښاک په نوم بازار ته وړاندې شو، چې له ګڼو خلکو څخه يې د مرستې غوښتنه وکړه، ځکه چې د الکولي څښاکو د مخنيوي خوځښت د دې مودې پر مهال پراخه ملاتړ تر لاسه کړ. د توکو لومړنی خرڅلاو د ۱۸۸۶ز کال د می په ۸ نېټه د جورجيا ايالت د اتلانتيا سيمې په «د يعقوب درملتون» کې تر سره شو، چې په لومړيو کې يې يو ګيلاس په پينځه سينټه وپلوره. د درملتون د سوډا چينې يا جوړونکې مادې په دې وخت کې متحده ايالاتو کې د دې باور له امله نامتو وې، چې کاربني اوبه روغتيا ته غوره دي او د پريمبيرټن نوي څښاک د څرګندو درملو په توګه بازار ته وړاندې او پلورل کېدل، چې په ورته وخت کې پيمبيرټن ادعا کوله، چې توليد کړي څښاک يې د مورفين د روږدتيا، ناهضمۍ، عصبي ګډوډۍ، د سر دردونو او کمزورتيا په ګډون زياتو ناروغيو لپاره درملنه وه. نوموړي د همدې کال د می په ۲۹ نېټه په اتلانتيا ورځپاڼه کې د څښاک لومړنی اعلان تر سره کړ. [14][15][16][17][18][19]
په ۱۸۸۸ زکال کې د کوکا کولا درې ډولونه يا نسخې بازار کې وې، چې د درې بېلابېلو سوداګريو له لورې پلورل کېدلې. د ۱۸۸۸ زکال د جنوري په ۱۴ د پيمبيرټن او د اتلانتا د څلور سوداګرو (جی سي مېفيلډ، ای او مورفي، سي او مولاهي او اي اېچ بلډوورت) تر منځ يو ګډ شراکت رامنځته شو. د اسا کېنډلر له لورې يوه وييزه وينا چې د هيڅ کوم لاسليک شوي سند له مخې نه ده ليکل شوې، کالونه وروسته د ګواهۍ په ډول ادعا وکړه، چې نوموړي د ۱۸۸۷ زکال په لومړيو کې د پيمبيرټن شرکت کې يوه ونډه تر لاسه کړې وه. جان پيمبيرټن څرګنده کړه چې د کوکا کولا نوم د هغه په زوی چارلس پورې اړه درلوده، مګر نورو دوه توليدونکو [شرکتونو] يوازې د کوکا کولا د فرمولې کارولو ته دوام ورکولی شو. [20][21]
د کوکا کولا نوم باندې د چارلي پيمبیرټن د واک سند هغه بنسټيز عامل و، چې د ۱۸۸۸ زکال په مارچ کې يې د کوکا کولا شرکت د اتحاد په ثبتولو کې د ستر ونډوال په توګه د نوموړي ګډون ته لاره هواره کړه، چې د نوموړي د پلار په ځای کې تر سره شو. د کوکا کولا نوم باندې د چارلي ځانګړی واک د اسا کېنډلر په برخه کې د خفګان يو مشروط عامل شو. د کېنډلر مشر زوی چارلس هووارډ کېنډلر په ۱۹۵۰ز کال کې يو کتاب وليکه، چې د ايموري پوهنتون له لورې چاپ شو. د خپل پلار په اړه په دې څرګند ژوند ليک کې، کېنډلر په ځانګړي ډول وايي: «د ۱۸۸۸ زکال د اپرېل په ۱۴ نېټه ځوان درمل جوړونکي اسا ګرېګز کېنډلر د کوکا کولا په نوم د ملکيت د نږدې بشپړ نامعلوم امتياز په اکسير يا د شرابو په ګډون له ګڼو موادو څخه د جوړو شويو درملو جوړښت يا فرموله کې درېيمه برخه وپېرله». ياده راکړه ورکړه په اصل کې د جان پيمبيرټن د زوی چارلي او والر، کېنډلر او شرکت تر منځ وه، چې جان پيمبيرټن په کې د خپل زوی د مل لاسليک کونکي په توګه و. واکر، کېندلر او شرکت “Walker, Candler & Co.” په ۳۰ ورځو کې له ۵۰ ډالرو څخه ښکته او ۵۰۰ ډالرو په بدل کې کوکا کولا شرکت کې د چارلي ټوله يو پر درې برخه ګټه تر لاسه کړه، مګر چارلي لا تر اوسه د شرکت نوم په خپل نوم ساتلی و. د اپرېل د ۱۴ نېټې له راکړې ورکړې څخه وروسته، د ۱۸۸۸ زکال د اپرېل په ۱۷ نېټه کېنډلر د واکر/ډوزاير “Walker/Dozier” شرکت د سود نيمايي ونډې د نورو ۷۵۰ ډالرو په بدل کې تر لاسه کړې. [22][23][24]
په ۱۸۹۲ زکال کې کېنډلر د کوکا کولا شرکت په نوم (اوسني اتحاد) په نوم د دويم شرکت د يو ځای کولو چارې پيل کړې. کله چې کېنډلر په ۱۹۱۰ ز کال کې د کوکا کولا شرکت پخوانۍ سوانح له منځه وېوړې، د ادعا له مخې دا کار همدې وخت ته نږدې د نوي اتحاد دفترونو ته د تګ پر مهال شوی و. [25]
سره له دې چې کېنډلر د ۱۸۸۸ ز کال اپرېل کې په کوکا کولا شرکت کې يو غوره او خوندي ځای خپل کړ، مګر له دې څخه وروسته هم اړ و، چې توليدي څښاک د يم يم “Yum Yum” او کوک “Koke” تر نومونو لاندې وار له مخه شته لارښود سره توليد کړي. دا هغه مهال و، چې چارلي پيمبيرټن د خپل پلار له برکته د څښاک جوړولو کيمياوي ماده يا اکسير پلوره، که څه هم د کوکا کولا په نوم يو بې خونده يا نا چاڼ شوی مخلوط و. وروسته له هغې چې د ۱۸۸۸ زکال نيمايي کې دواړه نومونه د کېنډلر په نيولو کې پاتې راغلل، د اتلانتيا درمل جوړونکي د کوکا کولا پر وړاندې د يوې سختې قانوني ادعا د رامنځته کولو لپاره خورا اندېښمن وو او هيله يې درلوده، چې نوموړی به خپل دوه سيالان واکر او ډوزاير اړ کړي، چې په بشپړ ډول له سوداګرۍ څخه ووځي. [26]
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.