From Wikipedia, the free encyclopedia
کفن هغه ځانگړی ټوکر دی چې له ښخولو څخه مخکې د مړو په رانغاړلو او پټولو لپاره کارول کېږي. او تکفین بیا د مسلمانانو پر وړاندې د همدې مرحلو (مړي ته غسل ورکول، کفن کې رانغاړل، او قبر کې ښځولو) ته تکفین وایي.
د مړي ښخولو لپاره، د مړي غسل، تکفین (کفن کول)، جنازې لمونځ او په قبر کې ښخول اړین مسائل دي. دا مراسم په نورو شریعتونو او (اسماني او غیر اسماني) دینونو کې مختلف دي چې په ټولو کې له ښخولو څخه مخکې د مړي لمبول شرط دی.[1]. کفن احیانا له یو یا درې ټوټه سپینو څادرونو څخه جوړېږي، چې دا د نر لپاره وي، او یو یا پینځه د سپینې ټوټې د ښځو لپاره، چې ټول بدن پری پټیږي (له مخ پرته). په کفن اخېستو کې له اسراف څخه منع راغلې، خو کفن باید پاک، صاف او په عطرو موښل شوی وي. او د حاجیانو او عمره کوونکو کفن د هغوي د احرام څادرونه دي، چې ځینې حاجیان یې له ځانه سره راوړي، ځینو دا کفنونه په حرم شریف کې په زم زم اوبو هم وینځلي وي.[1].
په نړۍ کې مشهور کفنونه د ټورینو (ایټالوي) ټورینو کفن دی، هغه له دې وجې چې عیسویان دا گومان کوي چې دا د عیسی علیه السلام کفن دی!؟[2]. د واتیکان پاپ په دویمه نړیواله جگړه کې د هټلر له وېرط چې نه مبادا خپلو پوځیانو ته ددې کفن د ترلاسه کولو ووایي، په یو پټ ځای کې خوندي کړ.[3].
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.