لوېديځه سلاويک ژبه From Wikipedia, the free encyclopedia
چېکي ژبه( په چيکی: Český jazyk ) د لوېديځی سلاوی ژبو څخه يوه ژبه ده چی د اروپا په مرکزکی ويل کېږی. دغه ژبه د چيک د جهوريت رسمی ژبه ده. چيکی ژبه هم په سلواکيا، پولنډ، اوکراين رومانيا ، کاناډا او امريکا کی ويل کېږی. چيکي ژبه ادبي او محاروي فورم ( شکلونه ) لري. ادبی ژبه په ورځپانه، تيلويزيون او راديو کی استعمالېږی. چيکی ژبه د ۲۰۰۴ کال څڅه د اروپا د مشترکو هېوادو رسمی ژبه ده.
عمومي مالومات | |
---|---|
ځانګړې وېشنيزه | |
سیمييزتوب د | |
ليکدود | |
ويونکو شمېر | |
د توکمپوهنې ژبې حالت | |
آيسو ۶۳۹-۱ کوډ |
cs[7] |
د ژبې کوډ | |
هېواد |
د چيک په هيواد کی د ۹ پيړی څخه تر ۱۱ پېړی پورې په ادبيات کی پخوانی سلاوی ژبه کارېده. هغو ژبو د خاض ليکنی څخه کار واخيست. هغه ليک په اوس وخت کی د هلاهوليڅې ( Hlaholice) په نوم يادېږی. د کونستانتين ژوند تر ټولو پخوانی کتاب دی چی په پخوانی سلاوی ژبه کی ليکل شوی دی. د ۱۱ پېړی څخه د چيک په هېواد کی مذهبی کتابونه ليکل کېده. په ۱۳ پېړی کی لمړی چېکي کتابونه وليکل شول. د داليميل د پېښو کتاب لمړی کتاب دی چی په چيکی ژبه کی په ۱۳۱۴ کال کی وليکل شو. په ۱۵ پېړی کی د چيکی ژبی د سم ليک د يان هوس لخوا اصلاح شو. یان هوس د پوهنتون استاذ او کشيش وو چې د چيکی ژبې ليکنه يې آسانه کړه . د هوس مذهبی کتابونه په چيکی او لاتيني ژبې کی وليکل شول. په ۱۶ پېړی کی د چيک ادابيات اوج ته ورسېدل. په ۱۶۲۰ کال کی د چيک اشرافو د اطريش د حکمران په خلاف قيام وکړل. د چيک اشرافیان د اطريش د پوځ لخوا ماته وخوړله او د چيک علما مجبور شول چی بهر ته ولاړ شی. په دی وخت کی د اطريش حکمرانانو د چيک پر خلکو ظلمونه کول او د چيک کتابونه يې په اور کی سوخول. مهم کتابونه يوازې په آلمانی او لاتين ليکل کېده. په ۱۹ پېړۍ کی د چېک د ژبی ترقی بیا پېل شوه. د چېک ژبه بوهانو د سلاوی ژبو د الفاظو په مرسته غنی کړه. مثلا : د چېک کلمه (vzduch ) په پښتو هوا د روسی ژبه څخه چېکي ژبه ته راغلی ده. د هغه وخت تر ټولو مشهور ژبه پوه یوسیف یونگمان ( ۱۷۷۳ـ۱۸۴۷ ) وو. یوسیف یونگمان نوی چېکي کلمې جوړې کړې او د سلاوی ژبو د کلمو په مرسته یی چېکي ژبه غنی کړه. د دی په سبب هر چېک په سلواکی، پولندی، سربی او روسی کلمو پوهېدلای سی. چېکي- آلمانی قاموس او د چېک د ادبیات تاریخ د یوسیف یونگمان تر ټولو مشهور کتابونه دی. په ۱۹۱۸ کال کی د چکوسلواکیا تر تاسیسولو وروسته چېکي ژبه د عمومی ژوند ټول سیمو ته وغزېده. په اوس وخت کی چېکي ژبه د گلوبالیساتیون (Globalization ) په سبب د انگلیسی کلمو څخه غنی کېږی.
چېک ژبه تل په لمړنی څپه (هجا ) کی اکڅنت لری.د دغه ژبه پنځه د علت توری او ۲۴ بی رغه توری لری. د گرامر په مطابق چېکي ژبه د حال زمانه، راتلونکی زمانه ، تیره زمانه، دری گرامری نسلونه ( مذکر، مونث او منځنی جنس )، ۷ گرامری حالتونه، مفرد او جمع لری. د چېکي ژبه د کلمو ردیف ( مبتدا - فعل ـ خبر ) دی.
چېکي ژبه دری گرامر نسلونه لری.
چېکي ژبه Český jazyk Čeština | |
---|---|
ویل کېږی په | چېک جمهوريت سلواکیا اتریش پولنډ رومانیا سربیا د امريکا متحده ايالات |
ټول وییونکی | ۱۲ میلیونه |
د ژبې کورنی | د هند-اروپایی ژبې سلاوي ژبې د لويديځ سلاوي ژبې چېکي ژبه |
د لیکلو بڼه | د چيک د لاتين الفبا |
د ژبې د پرمختگ اداره | Ústav pro jazyk český |
رسمي ژبه په | چېک جمهوريت اروپايي اتحاديه |
د چېکي ژبه د کلمو ردیف مبتدا - فعل - خبر دی.
( زه = مبتدا، یم = فعل، شاگرد / شاگرده = خبر ) (د پښتو د کلمو ردیف)
Letter | Name | IPA value |
---|---|---|
A a | á | /a/ |
Á á | dlouhé á | /aː/ |
B b | bé | /b/ |
C c | cé | /ts/1 |
Č č | čé | /tʃ/1 |
D d | dé | /d/ |
Ď ď | ďé | /ɟ/ |
E e | é | /ɛ/ |
É é | dlouhé é | /ɛː/ |
* Ě ě | ije, é s háčkem |
/ɛ/, /jɛ/ |
F f | ef | /f/ |
G g | gé | /ɡ/ |
H h | há | /ɦ/² |
Ch ch | chá | /x/² |
I i | í, měkké í |
/ɪ/ |
Í í | dlouhé í, dlouhé měkké í |
/iː/ |
J j | jé | /j/ |
K k | ká | /k/ |
L l | el | /l/ |
M m | em | /m/ |
N n | en | /n/ |
Ň ň | eň | /ɲ/ |
O o | ó | /o/ |
Ó ó | dlouhé ó | /oː/ |
P p | pé | /p/ |
Q q | kvé | /kv/ |
R r | er | /r/ |
Ř ř | eř | /r̝/³ |
S s | es | /s/ |
Š š | eš | /ʃ/ |
T t | té | /t/ |
Ť ť | ťé | /c/ |
U u | ú | /u/ |
Ú ú | dlouhé ú, ú s čárkou |
/uː/ |
* Ů ů | ů s kroužkem | /uː/ |
V v | vé | /v/ |
W w | dvojité vé | /v/ |
X x | iks | /ks/ |
Y y | ypsilon, krátké tvrdé í |
/ɪ/ |
Ý ý | dlouhé ypsilon, dlouhé tvrdé í |
/iː/ |
Z z | zet | /z/ |
Ž ž | žet | /ʒ/ |
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.