د کابل سرینا هوټل په ورزشي کلب بربد From Wikipedia, the free encyclopedia
په کابل سرینا هوټل برید د ۲۰۰۸ کال د جنوري په ۱۴ مه نېټه د کابل سرینا هوټل په لوبغالي باندې یو بريد پیل شو و چې طالبانو یې پړه پر غاړه واخیسته.
د برید پر مهال د ناروې د بهرنیو چارو د وزیر جوناس ګهر سټور په مشرۍ یو پلاوی په هوټل کې اوسېده. په دې برید کې د نارویژي خبریال کارسټن توماسن په ګډون شپږ کسان ووژل شول، او شپږ تنه نور ټپیان شول.
کابل سرینا هوټل د افغانستان په کابل کې یو پنځه ستوریز هوټل دی چې د سرینا هوټلونو په لړۍ پورې اړه لري او د مونټریال د آرکوپ ګروپ د انجينرانو له خوا ډیزاین شوی او په ۲۰۰۵ کال کې د بیا پرانستلو راهیسې د نړیوالو رسنیو د کارکوونکو او سیاستوالو لخوا کارول کېږي. دا هوټل په افغانستان کې د استرالیا د سفارت استوګن ځای هم دی.[۱]
درې تنو چې د پولیسو یونیفورم یې په تن و، په ځايي وخت د ماښام په ۶:۳۰ بجو، ، ګډوډي رامنځته کړه په داسې حال کې چې څلورم کس د هوټل انګړ ته ننوت ترڅو خپل ځانمرګي واسکټ ته چاودنه ورکړي. د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وویل، چې دغه وسله وال په AK-47 اتومات ټوپکو، لاسي بمونو او چاودېدونکو جاکټونه سمبال وو. وروسته له هغه چې له هوټل څخه بهر موټر بم چاودنه وشوه، وسله والو د ودانۍ دننه ډزې پیل کړې. د ناټو د يوه وياند په وينا، د ودانۍ یو ساتونکی په دې بريالي شو چې يو وسله وال، هوټل ته د ننوتلو مخکې ووژي.[۲][۳][۴][۵]
دوه تنو وسله والو له هوټل څخه بهر، په ساتونکو لاسي بمونه وغورځول او بیا هوټل ته نن ووتل. هوټل ته له ننوتلو سره سم، یوه وسله وال، ځانمرګي واسکټ ته چاودنه ورکړه، په داسې حال کې چې یو بل، چې د افغان پولیسو یونیفورم یې پر تن و، د کلاشنيکوف ډزې پیل کړې.[۶][۷]
نارویژي عکاس سټیان سولم څرګنده کړه چې هغه د هغو کسانو له ډلې و، چې له لفټ څخه د وتلو په حال کې د یو تن چې د افغان پولیسو یونیفورم یې په تن و، د ډزو هدف وګرځېد. د ناروې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ایني لین ډیل سنډسټن د څرګنونو پر بنسټ د ناروې چارواکي له ریسپشن څخه یو پوړ ښکته په یوه غونډه کې وو چې د ډزو او "لویې چاودنې" غږ یې واورېد.[۸][۹]
داسې انګېرل کېږي چې اورپکو پلان درلود چې د هوټل ورزش ځای او د سونا برخه په نښه کړي چې زیاتره بهرنيان ترې ګټه اخیسته.[۱۰]
امریکايي او افغان ځواکونه له برید وروسته د پېښې ځای ته راغلل چې د هوټل شاوخوا سيمه یې کلابنده کړه او د پاتې بریدګرو په لټه کې شول. خصوصي امنیتي قراردادیان چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په ټوله نړۍ کې د شخصي محافظتي خدماتو ټیم هامر 4 QRF لخوا ګمارل شوي وو له لومړیو غبرګون کوونکو څخه وو چې د پېښې ځای ته راورسېدل، او د رسېدو سره سم یې د په هوټل کې منظمه کوټه په کوټه تصفیه پیل کړه. دوی په زرهي لنډ کروزر او نیمه ښاري موټرو کې له ۲۰ څخه ډیر بهرني اتباع تخلیه کړل. په کابل کې د آيساف ناروېژي ځواکونو له هوټل څخه ټپيان او نور کسان را ايستل. نارویژیانو د تخلیې پر مهال دوه زغره والو موټرونه، یو سیسو XA-186 او یو د ګزمې موټر، چې یو ډاکټر او یوه نرس هم پکې شتون درلود وکارول.[۱۱][۱۲]
د ملیت پر بنسټ مرګ ژوبلې | |
هېواد | شمېر |
ناروې | ۱ |
افغانستان | ۲ |
فلیپین | ۱ |
متحده ایالات | ۱ |
مجموع | ۵
|
ویل کیږي چې شپږ تنه ووژل شول او شپږ نور ټپیان شول. په برید کې دوه نارویژیان په ډزو ویشتل شول او سخت ټپیان شول. له دوی څخه یو د ډاګبلادیت خبریال کارسټن تامسن و، چې درې ګولۍ ویشتل شوی و او وروسته د ټپونو له امله مړ شو. بل یې د ناروې د بهرنیو چارو د وزارت یو نارینه کارکوونکی و. دوی په کابل کې د آیساف د چک جمهوریت ساحوي روغتون ته د ناروېژي سرتېرو له خوا ولېږدول شول، چې توماسسن د ټپونو له امله د جراحي په جریان کې هلته مړ شو.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]
په برید کې د هوټل دوه ساتونکي هم ووژل شول او همدارنګه د هوټل یوه فلیپیني ښځینه کارکوونکې او یو امریکایی تبعه، تور هیسلا، چې د ډیویډ وو بل براډلي او بل کلنټن لپاره د اوږدې مودې لپاره سیاسي کمپاین کوونکی و، د دوی په منځ کې شتون درلود.[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]
یو بریدګر د امنیتي ځواکونو له خوا ووژل شو او بل یې په خپله چاودنه کې له منځه لاړ. د متحده عربي اماراتو یو دیپلومات په ګېډه ویشتل شوی و چې سخت ټپي و.[۲۱]
له برید وروسته هوټل ته یوه غربي ډاکټر ورغلی چې ویې ویل له څلورو بریدګرو څخه یو په دالان کې په ډزو وژل شوی و، یوه یې په انګړ کې ځان ته چاودنه ورکړې، یوه یې چې ظاهراً په غلطۍ سره د هوټل په بام ځان قفل کړی و خو وروسته یې خپل ځانمرګي واسکټ ته چاودنه ورکړې وه. او څلورم د پېښې له ځایه له تښتېدو وروسته د امنیتي ساتونکو له خوا ونیول شو.[۲۲][۲۳][۲۴]
د ناروې د بهرنیو چارو وزیر جوناس ګهر سټور د برید په وخت کې د ناروې د بهرنیو چارو د وزارت له یو لوی پلاوي سره په سرینا هوټل کې اوستوګن و. د ناروې د پولیسو د امنیتي خدماتو ساتونکو تر دالان لاندې یو پوړ کې، د ناستې ګډون کوونکو ته امر وکړ چې په ځمکه پروت وکړي. په داسې حال کې چې دوی په ځمکه پروت کړی و، په اتاق د بريد په صورت کې، ساتونکي د وسلو کارولو ته چمتو وو. [۲۵][۲۶]
وروسته پلاوی د هوټل په زیر زمينی کې د بمونو ضد خوندي ځای ته ولېږدول شو. د برید پر مهال سټور د افغانستان د بشري حقونو د کمیسیون له مشر سره خپله ناسته پیل کړې وه.[۲۷][۲۸]
وروسته د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون څرګنده کړه چې د برید هدف د ناروې د بهرنیو چارو وزیر جوناس ګهر سټور په مشرۍ پلاوی و. په داسې حال کې چې طالبانو بېلابېلې څرګندونې وکړې، یوې سرچینې ادعا کړې چې د ناروې د بهرنیو چارو وزیر د برید هدف نه و، که څه هم د ناروې رسنیو وویل چې طالبانو غوښتل په سرینا په داسې حال کې هوټل برید وکړي چې سټور هلته اوسیده ترڅو په نړیواله کچه وحشت رامنځته کړي. [۲۹][۳۰][۳۱][۳۲]
سټور د امنیتي دلایلو له امله له برید یوه ورځ وروسته افغانستان ته خپل پاتې سفر لغوه کړ.[۳۳]
خو د طالبانو ویاند صلاح الدین الایوبي ادعا کړې چې طالبان د برید پر مهال په هوټل کې د بهرنیو چارو د وزیر د اوسېدو په اړه هیڅ معلومات نه لرل. هغه ادعا وکړه چې هر هغه څوک چې له ناټو سره تړاو درلود، د برید هدف و، ځکه چې په سرینا هوټل کې ډیری وختونه نړیوال پلاوي ځای پرځای کېدل. [۴۱]
په ناروې کې برید او د توماسن مړینې په ځانګړې توګه هغه مهال لانجه راپورته کړه چې معلومه شوه چې د ناروې د بهرنیو چارو وزارت د سټور د لیدنې د امنیتي ترتیباتو په اړه د ناروې د پولیسو د امنیت خدماتو او د ناروې د استخباراتو وړاندیزونه له پامه غورځولي وو. په ځانګړې توګه یوه جنجالي پریکړه، چې کیدای شي د طالبانو د هدف په ټاکلو کې یې مرسته کړې وي، د سټور د سفر د مهال ویش، د هغه هوټل د نوم په ګډون چې هغه به د سفر څخه مخکې په کې اوسیږي، خپاره کړي وو. سربیره پردې، د آیساف د نارویژي ځواکونو لپاره دا یو طرزالعمل و چې د خوندیتوب له جزیاتو سره سم، لکه طبي تخلیه او زرهي موټر، په افغانستان د نارویژي هیئت ملتیا وکړي، د بهرنیو چارو وزارت دا ډول ملتیا رد کړه. له برید وروسته، د ناروې د وسله والو ځواکونو تر منځ سرچینو د ناروې د بهرنیو چارو وزارت د طبي تخلیې په اړه د مناسب بیړني پلان په نشتون تأسف څرګند کړ. [۴۳][۴۴][۴۵]
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.