From Wikipedia, the free encyclopedia
پراگ ( په چیکی کې:Praha،په انگرېزي کې:Prague ) د چېک د جمهوریت پایتخت دی او د چېک تر ټولو لوی ښار دی. مساحت یی تقریبا ۵۰۰ کیلومتره مربع ده. په اوس وخت کې پراگ تقریبا ۱،۲ میلیونه نفوس لری. پراگ هم د چېک جمهوریت ثقافتی او سیاسی مرکز دی. په پراگ کې د چېک جمهوریت تر ټولو لوی هوایی اډه پرته ده. د پراگ د ترافیک ترانسپورت ډیر عصری دی.
پلازمېنه د |
چېک جمهوريت — چیکوسلواکيا — بوهمیایي واکمني — Duchy of Bohemia (en) — First Czechoslovak Republic (en) — Czech and Slovak Federal Republic (en) — Czechoslovak Republic (en) — Third Czechoslovak Republic (en) — Czechoslovak Socialist Republic (en) — Czech Socialist Republic (en) — سپېڅلې روم امپراتوري — سپېڅلې روم امپراتوري |
---|---|
ترټولو لوړه څوکه | |
بلننوم |
|
مهمې پېښې |
|
---|
د ځای کچه |
۴۹۶٫۲۱ كيلومتر مربع[۳۰] |
---|
جایزې |
|
---|
وېبپاڼه |
praha.eu (چېکي ژبه) |
---|---|
اړيکو شمېره |
+420 800 100 000[۳۲] |
پوسټکوډ | |
کورډينېشن |
پراګ د چیک جمهوریت پلازمېنه او تر ټولو ستر ښار او د بوهیمیا تاریخي پلازمېنه وه. د اولټاوا سیند پر غاړه پروت پراګ د ۱.۳ میلیون وګړو کور دی. دغه ښار معتدله اقیانوسي هوا لري چې دوبی په کې نسبتاً ګرم او ژمی یې سوړ وي.[۳۴]
پراګ د مرکزي اروپا یو سیاسي، کلتوري او اقتصادي قطب دی چې د رومي، ګوتیک، رنسانس او باروک معمارۍ بډایه تاریخ لري. دغه ښارد بوهیمیا د پاچاهي پلازمېنه او د مقدس روم د سترواکۍ د ګڼو سترواکانو د اوسېدو ځای و، له هغې ډلې څلورم چارلیز (۱۳۴۶- ۱۳۷۸). دا ښار د هابسبورګ سلطنت او د اطریش-هنګري سترواکۍ لپاره یو مهم ښار و. دغه ښار همدا راز د بوهیمي او پروټسټانټ اصلاحاتو، دیرش کلنې جګړې او د ۲۰مې پېړۍ په تاریخ کې د دوو نړیوالو جګړو تر منځ د چیکسلواکیا د پلازمېنې او له کمونیستې دورې وروسته دوره کې د پام وړ رول لوبولی دی.[۳۵][۳۶]
پراګ د یو شمېر نامتو کلتوري جاذبو کور دی، چې زیاتره یې له شخړو او په اروپا کې د ۲۰مې پېړۍ له ویجاړیو نه روغ رمټ راوتلي دي. په دې جاذبو کې د پراګ کلا، د چارلیز پل، د زاړه ښار څلورلاره د پراګ له نجومي ګړۍ سره، د یهودانو کوارتر، پیترین غونډۍ او وایسیهراډ. له ۱۹۹۲ ز کال راهیسې، د پراګ تاریخي مرکز د یونیسکو د نړیوال میراث په سیمو کې شامل شوی دی.
دغه ښار له لسو زیات ستر موزیمونه او همداشان بې شمېره تیاترونه، ګالري، سینماګانې او نور تاریخي نندارتونونه لري. دغه ښار د یوه ډېر عصري او د پراخې شبکې لرونکي ترانسپورتي سیستم په مټ سره نښلول شوی دی. دا ښار د پراخو دولتي او شخصي ښوونځیو کوربه هم دی، له هغې ډلې په پراګ کې د چارلیز پوهنتون، چې په مرکزي اروپا کې تر ټولو زوړ پوهنتون بلل کېږي.[۳۷]
پراګ د GaWC د څېړنو له مخې د «الفا» یا نړیوال ښار په توګه ډلبندي شوی دی. په ۲۰۱۹ ز کال کې، دا ښار د Mercer له خوا په نړۍ کې د ژوند کوونکو ښارونو په لړ کې په ۶۹ مقام راغی. په ورته کال کې، د PICSA شاخص دا ښار په نړۍ کې د ژوند کوونکو ښارونو په لړ کې په ۱۳ مقام راوستی و. د دې ښار بډایه تاریخ د دې لامل ګرځیدلی چې په یوه توریستي مقصد باندې بدل شي او له ۲۰۱۷ ز کال راهیسې، دا ښار هر کال ۸.۵ میلیونه نړیوال سیلانیان لري. په ۲۰۱۷ ز کال کې، پراګ په اروپايي ښارونو کې له لندن، پاریس، روم او استانبول وروسته تر ټولو زیات لیدل شوی پنځم ښار وګڼل شو.[۳۸][۳۹][۴۰][۴۱]
په چیکي ژبه کې د Praha کلیمه له زړې سلاویک ژبې práh نه اخیستل شوې ده، چې معنی یې ده «خوړ» یا «چټک»، چې دا په خپله د همدې ښار هغه اصلیت ته اشاره کوي کوم چې د اولتاوا سیند پر سر د تلو راتلو لاره وه. همدا ایتمولوژي د وارسا ښار د پراګا ولسوالۍ په اړه هم راغلې ده.[۴۲][۴۳]
د همدې نوم د سرچینې په اړه یو بل لیدلوری بیا د چیکي ژبې práh کلیمې پورې تړلې ده (چې د مورچې معنا ورکوي) او یوه افسانوي ایتمولوژي بیا د دې ښار نوم له شهزادګی میرمن لیبوشه، چې د پرمیسلیدانو د سلسلې اسطوره اې بنسټ اېښودونکي میرمن وه، هم تړلې بولي. ویل کېږي چې هغې امر کړی و چې ښار دې په داسې ځای کې جوړ شي چې یو سړی د خپل کور لپاره مورچه جوړوي.
د Praha د نوم یو بل مشتق بیا له na prazě څخه را اخیستل شوی دی، هغه اصلي اصطلاح کوم چې د شالي د غونډیو له ډبرو څخه جوړه شوې کلا ته اشاره لري. په هغه وخت کې، دا کلا شاوخوا د ځنګلونو په مټ راچاپېره شوې وه، چې د راتلونکې ښار، یعنې د سیند په مقابل لورې کې یې د زاړه ښار ټولې نهه غونډۍ او همداشان د لیزر ښار چې تر دې کلا لاندې جوړ شوی و، تر پوښښ لاندې لرل.
د همدې ښار د انګریزې املا بیا له فرانسوې ژبې څخه را اخیستل شوې ده. په ۱۹مه او د ۲۰مې پېړۍ په لومړیو کې دا په انګریزې ژبه کې د “Vague” له کلیمې سره په قافیه کې برابر تلفظ کېده: په ۱۹۶۹ کال کې په ډیزرټ ایسلنډ ډیسکس کې د میرمن ډیانا کاپر (چې په ۱۸۹۲ کال کې زېږیدلې وه) په دې ډول سره تلفظ شوی و او د لانګفیلو (۱۸۳۹) له خوا د محاصره شوې ښار په یوه بیت او همداشان د لیمریک په پراګ کې یوه زړه مېرمن وه د ایډوارد لییر (۱۸۴۶) له خوا په دې قافیه سره ویل شوی.[۴۴]
د نولسمې پېړۍ د ریاضي پوه، برنارډ بولزانو د محاسبې له مخې، دې ښار ته د «سلو منارو ښار» هم ویل کېده؛ چې د پراګ د معلوماتو د خدماتو د ادارې له مخې د دغو منارو شمېر ۵۰۰ دانې وي. پراګ ځینې نور لقبونه هم لري لکه: طلایي ښار، د ښارونو مور او د اروپا زړه.[۴۵][۴۶]
دا ښار د خپل زر کلن شتون په درشل کې، د پراګ له کلا څخه چې په شمال کې موقعیت لري سویل لور ته د ویشهیراډ کلا پورې پروت دی، چې د نننۍ اروپا یو مډرن هېواد پلازمېنه ده.
د ډبرو د عصر په لومړیو دورو کې په دغه سیمه کې خلکو ژوند کاوه. یهودي تاریخ لیکوني، دیویډ سولومان ګانز، له سیریاکوس سپانګنبرګ نه په نقل سره ادعا کوي چې دا ښار له میلاد نه ۱۳۹۰ کاله وړاندې د یوه لرغونې پاچا، بویا له خوا د بویهام په نوم جوړ شو.[۴۷][۴۸]
له میلاد نه وړاندې به پنځمه او څلورمه پېړۍ کې دلته د سیلټیک قبیله را ښکاره شوه، چې وروسته یې بیا د یوه اپوډیوم په ګډون په زاویست چې د ننني پراګ یو کلی دی، هستوګنځایونه جوړ کړل او نوم یې پرې بوهیمیا کېښود یعنې د بويي د خلکو کور. له میلاد نه وړاندې په وروستۍ پېړۍ کې، د سیلټ قبیلې خلک ورو ورو د جرمانیک قبیلو (مارکومانني، کواډي، لومباردانو او په احتمال سره سویبي) له خوا وشړل شول او دا کار د دې لامل شو چې ځینې برخې یې د مارکوماني پاچا مرکزي وګرځي. د ننني پراګ ښار شاوخوا، په هغه نقشه کې چې په دویمه میلادي پېړۍ کې د بطلیموس له خوا کښل شوې، د کاسورګیس په نوم د یوه ژرمانیک ښار نوم یاد شوی دی.[۴۹][۵۰][۵۱][۵۲][۵۳]
د پنځمې میلادې پېړۍ په وروستیو کې، د سترې کډوالۍ په دوره کې چې لویدیځ روم سترواکي ونړیده، هغه جرمانیک قبیلې چې په بوهیمیا کې یې ژوند کاوه د ختیځ لور ته وکوچېدل او په احتمال سره په ۶مه پېړۍ کې، سلاویک قبیلو (وینیدي) د بوهیمیا په مرکزي سیمه کې ځای پر ځای شول. په را وروستیو دریو پېړیو کې، چیکي قبیلو ګن شمېر پاخه هستوګنځایونه په دغه سیمه کې جوړ کړل، چې زیاتره یې په سارکه دره، بوتوایس او لیوي هراډیک کې و.[۵۴]
د پراګ د کلا په نوم مشهوره ځای د جوړولو کار د ۹مې پېړۍ په وروستیو کې بشپړ شو، چې له ۸۰۰ کلونو راهیسې دا پاخه او کلک هستوګنځایونه پکې پراخ شول. د پراګ کلا لاندې د ډبرو تراشل ۸۸۵ کاله مخکې مخینه لري. د پراګ یوه بله غټه کلا، د Přemyslid fort Vyšehrad بیا په ۱۰مه پېړۍ کې جوړه شوه، یعنې د پراګ له کلا څخه ۷۰ کاله وروسته. د پراګ کلا د جامع کلیسا تر کنټرول لاندې ده، چې د جوړولو کار یې په ۱۳۴۴ ز کال کې پیل شو، خو تر ۲۰مې پېړۍ پورې بشپړ نه شو.[۵۵][۵۶][۵۷][۵۸]
پراگ په نهم پېړۍ کې د چېکی پرنس بوږیوی لخوا تاسیس شو. په ۹۷۳ کال کې په پراگ کې د اسقف مذهبی مقر جوړ شو. په ۱۲۵۷ کال کې پاچا پښیمیسل اوتاکار دوهم ( Přemysl Otakar II) د پراگ ښار پراخ وکړ. په ۱۴ پېړۍ کې د کارل ۴ د حکومت په دوره کې پراگ د مقدس روم دامپراتوری پایتخت شو.کارل ۴ د پراگ پایتخت پراخ کړ او په ښار کې یی ډیر ښایسته یادگارونه جوړ کړ. د کارل پل، د کارل پوهنتون او د مقدس ویټوس کليسا تر ټولو مشهور د پراگ يادگارونه دی. په ۱۳۴۴ کې په پراگ کې د لوی اسقف مقر تاسیس شو. په دی وخت کې د مقدس د ویټ کلیسا جوړول پېل شو. د کارل ۴ تر وفات وروسته زوی یی واتسلاف ۴ ( Václav IV )د چېک پاچا شو. واتسلاف ۴ ډیر نالایق پاچا وو. واتسلاف یوازې ښکاری او پېغلې خوښ کړ. په دی وخت کې یو کشیش چې نوم یی يان هوس ( Jan Hus ) وو په پراگ کې په یوه کلیسا کې د کاتولیک د روحانیونو انتقاد وکړ. یان هوس خلکو ته وویل چې د کاتولیک روحانیونه او چېکی اشرافیان د خدای د دستورونو په مطابق ژوند نه کوی او دغه روحانونو پر خلکو ظلمنه کوی. پاپ او روحانیونه یان هوس د روحانیونو ټولنې ته دعوت وکړ. کله چې یان هوس ټولنې ته ورسېدل نو روحانیونو یی ونیول. د یان هوس تر نیولو وروسته د کاتولیک روحانیونو وویل چی یان هوس کافر دی. په ۱۴۱۵ کال کې یان هوس د اور په وسطه وژل شو. یان هوس تر وفات وروسته د چېک په پاچایی کې لوی قیام پېل شو. په ۱۴۲۰ کال کې صلیبی اردو پر پراگ برید وکړ مگر قیامکوونکی د چیک پاچایی د بیلو بیلو سیمو پراگ ته راغلل او صلیبی اردو د قیامکوونکی لخوا ماته وخورله.
په ۱۵۲۶ کال کې د چېک هېواد د هابسبورگ پاچانو لاس ته راوړل. په ۱۵۸۳ کال کې د هابسبورگ امپراتور رودولف ۲ ( Rudolf II) ( ۱۵۲۲-۱۶۱۲ ) په پراگ کې خپل مقر جوړ کړ. رودولف ۲ هنر او علم ډیر خوښ کړ. هنرمندان او پوهان د نړی د بیلو بیلو سیمو پراگ ته راتلل. په دی وخت کې پراگ د اروپا ثقافتی او علمی مرکز وو. په ۱۶۱۸ کال کې ددېرش کالو جگړه ( ۱۶۱۸-۱۶۴۸ ) پیل شوه. په ۱۶۴۸ کال کې د سویدن اردو پراگ ته ورسیدل او د هبزبورگ قیمتی ټولونه غلا وکړ.
په ۱۹۱۸ کال کې تر نړی جگړه وروسته د چکوسلواکیا جمهوریت تاسیس شو او پراگ پایتخت یی شو. د چکوسلواکیا لمړی ولسمشر توماس گاریک ماساریک (Tomáš Garrigue Masaryk) وو چې د پراگ په کلا کې د ولسمشر اداره یی جوړ کړه. په ۱۹۳۹ کال کې نازی پوځ پراگ ونیول او پراگ د نازی پروټیکتور مقر شو. په دی وخت کې نازی د چېک پر خلکو ډېر ظلمنه کول. په ۱۹۴۵ کال کې شوروی پوځ پراک ته ورسېدل او پراگ د شوروی پوځ لخوا خپلواک شو. جگړه وروسته پراگ د چکوسلواک سوسیلیستی جمهوریت پایتخت شو.
پراگ د چېک د ولسمشر او حکومت مقر دی. د ولسمشر اداره د پراگ په کلا کې پروت دی. د مشرانو جرگه ( د سنات جرگه ) او پارلمان د پراک په مرکز کې پروت دی. په پراگ کې هم مهم وزارتونه، علی عدالت او د عسکرو اعلی قوماندانی پروت دی.
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.