پامیر (په تاجیکي کې: Помири، په قرقیزي کې: Памир، په پارسي کې: پامیر، په چینایی کې: 帕米爾高原 - Pàmǐěr gāoyuán) د غرونو لړۍ ده چې په مرکزي آسیا کې د هندوکش، قراقرم او تیان شان (په چینایی کې:天山) د غرونو په منځ کې پرته ده. مساحت یی ۱۲۰،۰۰۰ کلومترو مربع ده. پامیر د نړۍ دریم لویه د غرونو لړی ده او قونگور (په چینایی کې:公格尔山) د پامیر تر ټولو لوړ غر دي. پامير د نړۍ چت يا بام په نوم د پامير د غرونو سلسله اوس هم نوې ده او خپل طبعي شکل د بدلېدو په حال کې ده. د پاميرغرونه د افغانستان په شمال کې دي چې د تاجکستان سره يې شريکوي د دې غرونو درې لوړې څوکې په تاجکستان کې دي. د پامير د غرونو څو سلسلې کرغزستان او د پاکستان په گلگت بلتستان کې هم شته. په جنوب کې دا د واخان په سيمه کې د هندو کش د غرونو لړۍ سره يو ځاې شي. په ختيځ کې دا د چين په خاوره هم غزېدلي دي. د دې غرونو لوړې څوکې ټول کال په واورو پټ وي، پکې سخت ساړه وي او هلته چې واورې ويلي کېږي، د څاروو څر ځايونه لري. د دې غرونو نه سکاره ويستل کېږي خو نورمنرالونه هم لري چې يوه يې د لاجوردو ډبره ده. د شپږم ميلادي پېړۍ راهيسې د چين بوداي راهبان هند ته د تلو لپاره دپامير د يوې خوا نه بلې ته اوړېدل او د ورېښمو شمالي لاره د پامير په غرونو کې د کاشغر نه خوجند ته تللې وه. د افغانستان دوه ولايتونه واخان او بدخشان د پامير په غرونو کې دي او د “سر کل” ډنډ د امو سيند يوه سرچينه ده. د دې غرونو په درو کې اوسېدونکي خلک ” پاميري ژبې” وايي چې وخي، مونجي، شغني، سنگلاچي، اشکاشمي او ونجي د يادولو وړ دي.

چټک مالومات ترټولو لوړه څوکه, عمومي مالومات ...
پامير
Thumb
اړوند
ترټولو لوړه څوکه
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
هېواد
کچه او لوړوالی
اوږدوالۍ
۵۰۰ كيلومتر ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
برداروالۍ
۳۰۰ كيلومتر ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
د ځای کچه
۱۲۰٬۰۰۰ كيلومتر مربع ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
نور اړين مالومات
برخه د
نور مالومات
کورډي‌نېشن
۳۹°شمال ۷۲°ختیځ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
Thumb
تړل

دا هم وګورئ

سرچینې

د خپرېدو نېټه ۱۸ جولاي - See more at: http://www.safiahaleem.com/?p=2100#sthash.iHdUXq3K.dpuf

Wikiwand in your browser!

Seamless Wikipedia browsing. On steroids.

Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.

Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.