هشام بن عبدالملک

لسم اموي خليفه From Wikipedia, the free encyclopedia

هشام بن عبدالملک
Remove ads

'هشام بن عبدالملک' په دمشق کي د اموي واکمنۍ لسم خلیفه او د اسلامي نړۍ واکمن وو. نوموړی دمشق کي زیږیدلی وو، او په ۷۲۳ زیږدیز کال کي یې د خپل ورور یزید له مړیني وروسته د خلافت چاري په لاس راوړې. د هشام د واکمنۍ پر مهال د عربانو د مضرية او یمني قبیلو ترمنځ لوی قبیلوي تعصب رامنځته سو او په سیمه کي یې ګڼ شمیر فتنو او انقلابونو ته لاره هواره کړه. همدارنګه په کوفه کي د عراقي وګړو انقلاب (چي مشري یې د زید بن علي بن الحسین په غاړه وه) او په مراکش کي بربریان ؛ او د سیند هاخوا په ځمکو کي بېلابیلو بغاوتونو زور واخیست.

چټک مالومات زېږونځای, ښاروندتوب ...
Remove ads

د هشام د واکمنۍ پر مهال اموي دولت د خپلي دایمي پلازمینيدمشق سربیره د اوړي پلازمینه هم درلوده، کوم چي د سوریې د فرات سیند په غاړه د رسافه ښار و، او په هغه زمانه کي یې ورته رسافه هشام ویل. هشام بن عبدالملک د دفترونو د تنظیم سره زیاته لیوالتیا درلوده، او د ساینس او کلتور د مالي ملاتړ لپاره یې هم هلي ځلي وکړې، چي له مخي یې د هغه د واکمنۍ پر مهال ډېر کتابونه عربي ته وژباړل سوه. نوموړي د کرنې د اصلاحاتو او د سیندونو په غاړو او په ټول هیواد کي د کرنیزو ځمکو د ساحې د پراخوالي لپاره زیات کارونه ترسره کړه. هشام ددې ترڅنګ د اسلامي نړۍ د پراختیا سره هم علاقه درلوده او د رومیانو او په جنوبي کسپین سمندرګي کي یې ډیری سوبي ترلاسه کړې. د هغه د واکمنۍ په موده کي په شام او د اسلامي هېوادونو په ټولو برخو کي د امنیت ډېره ټینګه فضا خوره وه. هشام په الرُسافه سیمه کي مړ سو، او تر مرګ وروسته یې د اموي خلافت ځوړتیا هم پیل سوه، ځکه نوموړی د یادي کورنۍ وروستی ځواکمن خلیفه ګڼل کېږي.

Remove ads
Loading related searches...

Wikiwand - on

Seamless Wikipedia browsing. On steroids.

Remove ads