From Wikipedia, the free encyclopedia
ناروغي ارواپوهنه یا د غیرعادلیتونو ارواپوهنه (انګلیسي: abnormal psychology) د ارواپوهنې یوه څانګه ده چې غیر معمولي چلند ، ذهني او احساساتي نمونې مطالعه کوي. دا نمونې ممکن د رواني ناروغۍ د ناڅاپي پیل لامل وپېژندل شي یا ونه پېژندل شي. که څه هم ډېری چلندونه ممکن غیر معمولي وګڼل شي، د ارواپوهنې دا څانګه عموما د چلند سره په کلینیکي احساس کې معامله کوي. [۱] [۲] [۳] [۴] د فکر کولو عمل - پایلهکه تاسو د برعکس څخه پیل کوئ، د فزيکي ناروغۍ رواني لامل موندل، او، تر ټولو مهم، دا له منځه وړل، تاسو کولی شئ په مستقل توګه د دې ناروغۍ څخه ځان وژغورئ. مګر په عمل کې هرڅه ساده ندي. پخپله د ستونزې موندل ستونزمن کار نه دی، مګر ممکن د حل لپاره یو کال ونیسي.[۶] اروايي اختلال يا ګډوډي څه دههغه ناروغي یا ستونزې ته چې عصبي اړخ ولري، د عصبي نیورونونو او سلولونو نقش پکې وي، رشدي عصبي ناروغي وایو او هغه موارد چې د اعصابو او نیورونونو ونډه پکې ډیره مطرح نه وي او یاځینو وختونو کې هیڅ مطرح نه وي، خو د انسان په کړو وړو، ژوند چارو، فکر او ذهن کې بدلون رامنځته کوي، دې ستونزې ته اروایي اختلال یا ګډوډي ویل کېږي.[۷] اروایی اختلال یا ګډوډی څنګه وپېژنو؟کله چې موږ وویل چې اروایي ګډوډیو کې اعصاب او یا نیورونونه ونډه نلري، نو هغه څه چې موږ اروایي ناروغي یا اختلال یادوو، څنګه رامنځته کیږي او څنګه یې پیژندلای شو؟ د انسان په ذهن کې یو څه د پیژندګلوۍ، احساساتو او هیجانونو په نوم دي، کله چې په یادوشویو برخو کې ګډوډي رامنځته شي او یا یې سلامتي تر پوښتنې لاندي راځي او انسان په فکر کولو، پریکړو او ورځنیو چارو کې له ستونزو سره مخ کیږي، دې حالت ته مختلېدل ویل کیږي. پر دې مختلیدلو د ښه پوهیدلو لپاره کولای شو د یوې اروایي ناروغۍ یا اختلال یادونه وکړو، د بیلګې په ډول وسواس، دا یو ډول اروایي ګډوډي ده چې په دې حالت کې انسان یو عمل څو څوځله ترسره کوي مثلا په مسلسل ډول لاسونه مینځي، پدی باور چې لاس یې پاک شوي نه دي یا هم دروازه قلفوي، خو بیا یې هم زړه کې شک وي، چې ګواکې دروازه به خلاصه وي. دا هغه حالت دی چې د انسان په اعصابو او بدن کې کوم خاص توپیر نه دی رامنځته شوی، بلکې صرف د ده په ذهن کې یو مشکل رامنځته شوی. دا چې فکر کوي لاس یې په سمه توګه پاک نه دي او باید بیا بیا یي ومینځي، په دې سره پوهیدلای شو چې اروایي ناروغۍ کې د انسان په ذهن او فکر کې ستونزه او ګډوډی رامنځته کیږی او دا په خپلواک ډول یوه ناروغي ده چې بدني او عصبي لاملونه پکې ونډه نه لري. د اروایي ګډوډیو مشهوره ډولونه وسواس، استرس، ژور خفګان او همداسې نور دي.[۸] بل مهم مطلب په دې ګډوډیو کې د ساریتوب مسئله ده، دا چې آیا دا ناروغي له یو کس نه بل کس ته لیږدیدلای شي یا نه؟هغه څه چې موږ یې په ورځني ژوند کې تجربه کوو یا وینو دا چې که موږ له داسې یو کس سره وخت تیر کړو چې وسواس ولري، کیدای شي موږ ته هم ځینې کارونه د عادت په ډول وګرځي یا هم که موږ له خفه انسانانو سره اووسو موږ ته به هم دا حالت پیدا شي. خو ارواپوهان په دې باور دي چې اروایي ګډوي یا اختلالونه ساري نه دي، خو د خپرېدو امکان یې شته. د بیلګې په ډول که نن زموږ په کورنۍ کې یو کس په ژور خفګان اخته وي، کیدای شي کال ته دوه کسان پرې اخته شي، د دې لامل دا نه د چې دا ګډوډي ساري ده، بلکې پرمختګ کولای شي.[۹] اروایي ګډوډي د انسان په ژوند کي څه زیانونه رامنځته کوی؟اروایي ګډوډي د بلې هرې ګډوډۍ په څیر د انسان په ژوند کې بیلابیل بدلونونه رامنځته کولای شي، کوم چې د ورځني ژوند چارې له خنډ سره مخ کوي. اروایي ناروغي انسان او د انسان اړیکې په شدید ډول متاثره کوي.[۱۰] دا ګډوډي داسې یو حالت رامنځته کوي چې ناروغ نپوهیږي چې په اروایي ناروغۍ اخته دی، له همدې امله مرسته هم نه غواړی او ارواپوه ته ورتګ هم ورته د منلو نه وي. اروایي ناروغي داسې یو حالت دی چې هر څوک یې د پیژندنې یا تشخیص وړتیا هم نه لري، یعنې د دې ګډوډیو د تشخیص لپاره له مسلکي لارو او ټیسټونو څخه کار اخیستل کیږي، کیدای شي موږ د یو چا له خبرو کولو یا چلند نه دا پریکړه وکړو چې نوموړي کس وسواس یا ژور خفګان لري، خو د دې لپاره چې سم تشخیص ترسره کړو باید له مسلکي لارو او تیستونو کار واخلو.[۱۱] بله برخه چي کولای شو په اړه یې ووایو داده چې د دې ګډوډیو د پیژندلو لپاره تر ټولو معتبر اثر چې د هرې ګډوډۍ نښې، لاملونه او د درملنې لارې چارې وړاندې کوي، د د Dsmکتاب دی چې اوس یې پنځم ورژن یا ټوک راوتلی، چې ارواپوهان ورنه ګټه اخلي.[۱۲] د اروايي ناروغيو ځينې بېلګې:انسان له ټولنې سره نشلېدونکي اړيکې لري. همدارنګه په ټولنه کې رامنځته کېدونکې ټولې پېښې د انسان پر رواني حالت تأثير کوي. که په يوه ټولنه کې ناخوالې ډېرې وي په هماغه کچه وګړي رواني ستونزې پيدا کوي. همدرانګه نن ورځ په ارواپوهنه کې د ډېرو څېړنو له کبله د رواني ناروغيو په علاج کې له ځينو نوو او متفاوتو لارو کار اخیستل کېږي. تاسو به په دې لیکنه کې د ځينو رواني ناروغيو د نښو په اړه مفصل معلومات ترلاسه کړئ.[۱۳]
سرچينېبهرنۍ لینک
|
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.