From Wikipedia, the free encyclopedia
عبدالله بن عمر بن خطاب(۶۱۰-۶۹۳زېږديز )ددوهم خليفه عمر بن خطاب زوى او د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم اوښى او صحابي وو.په حديثو او فقه کي د ځانګړي وړتيا لرونكى وو، او د مسلمانانو ترمنځ په لمړنۍ خپل منځي جګړه كي د بې طرفي له امله مشهور وو.
عبدالله بن عمر رض په ۶۱۰ زېږديزېدلى،د عمر بن خطاب او زينب بنت مظعون (چي د عثمان بن مظعون رض خور وه) زوى ده،دعبدالرحمن او حفصه ورور وو،د پلار لخوا د هغه وروڼه چي د هغه د ميرې ام کلثوم بنت جروال زامن وو زيد او عبيدالله وو.د هغه يوه بله ميره د قريبه بنت اميه په نامه وه چي هيڅ اولاد يې نه درلود.
عبدالله بن عمر رض په مکه مکرمه کی اسلام ومانه.
دده کورنۍ په ۶۲۲ ز کال مدينې منورې ته هجرت وکړ.څو مياشتي وروسته کله چي نبي عليه سلام څو تنکي ځوانان د ډبرو ويشتو سيالۍ ته راوبلل، نو ابن عمر رض يو له هغو ځوانانو څخه وه چي ډبره يې وغورځوله،حضرت عبدالله بن عمر رض د بدر او احد د غزاګانو پر مهال د تګ اجازه ورنکړل شوه.مګر د خندق په غزا کي چي دده عمر ۱۵ کاله وو د ګډون اجازه ورکړل شوه.
د ابن عمر رض خور حفصه رض له نبي عليه سلام سره په ۶۲۵ ز کال واده وکړ. نبي عليه سلام يوه ورځ هغې ته وويل "عبدالله ښه سړى ده،زه هيله لرم چي هغه تهجد وکړي."له دې وروسته به عبدالله رض هره شپه زيات تهجد کول او کم خوب به يې کاوه.
کله چي د هغه پلار په ۶۳۴ز کال خليفه شو،ابن عمر رض له صفيه بنت ابي عبيد سره واده وکړ،چي له دې واده يې شپږ ماشومان و:ابوبکر،ابوعبيده،وقيد،عمر،حفصه او سوده
عبدالله بن عمر رض د شام، مصر، افريقا او عراق په فتحو کي برخه واخسته مګر د مسلمانانو په خپل منځي جګړو کي بې طرفه پاتې شو.
عبدالله بن عمر رض په ۷۴ھ ق او ۶۹۳ م کال په مکه مکرمه کي وفات شو.
عبدالله بن عمر رض د حديثو دوهم تر ټولو زيات معتمد راوي وو.چي له ده نه ټول ۲۶۳۰ احاديث روايت شوي دي .هغه د حديثو په روايت کولو کي ډېر محتاط وو.
عبدالله بن عمر رض د اهل سنت او جماعت په نزد ډېر معتبر صحابي ده.هغه ته څو ځلي د مسلمانانو له خوا د خلافت وړانديز وشو،خو هغه و نه مانه.
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.