نور مالومات اديان او گروهې ...

شیعه ډله یا تشیع د اسلام دویمه لویه څانګه ده. هغوی په دې باور ده چې د اسلام پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم خپل ځای ناستی حضرت علی ابن ابی طالب او وروسته هغه د امام (روحاني او سیاسی مشر) په ځانګړې توګه د غدیر خم په پېښه کې وټاکه، خو په سقیفه کې د محمد صلی الله علیه وسلم د یو شمېر نورو اصحابو له لوري د ټاکنې له امله یې د مسلمانانو د مشر په توګه د محمد صلی الله علیه وسلم د ځای ناستي کېدو مخه ونیول شوه. په اصل کې دا نظر د سني ډلې سره په تضاد کې دی چې لارویان یې په دې باور دي چې محمد صلی الله علیه وسلم د خپلې مريڼې څخه مخکې خپل ځای ناستی نه و ټاکلی او ابوبکر (رض) چې په سقیفه کې د مسلمانانو د یوې لوړپوړې ډلې له لوري خليفه وټاکل شو ترڅو د محمد صلی الله علیه وسلم وروسته لومړی په حقه خليفه وي. د شیعه ډلې لارویانو ته شیعه مسلمانان، شیعه ګان یا په ساده ډول شیعه ویل کېږي.  [1][2][3]  

شیعه ډله په غدیر خم کې د محمد صلی الله علیه وسلم د څرګندونې په اړه د حدیث پر بنسټ ولاړه ده. شیعه ګان په دې باور دي چې علي (رض) باید د اسلام د روحاني او سیاسي مشر په توګه د محمد صلی الله علیه وسلم ځای ناستی وی. وروسته دې عقیدې د امامت مفهوم ته وده وکړه، هغه مفکوره چې د محمد صلی الله علیه وسلم یو شمېر اولادونه، اهل بیت په حقه واکمنان یا امامان دي او شیعه ګان عقیده لري چې دوی په اسلامي ټولنه کې ځانګړی روحاني او سیاسي واک لري. که څه هم ډېر شیعه فرعي مذهبونه شته دي، عصري شیعه ډله په دوو اصلي ډلو وېشل شوې: اثني عشري او اسماعیلیه چې د شیعه ګانو په منځ کې د اثني عشري شیعه ګان ترټولو لویه او تر ټولو اغیزمنه ډله ده.  [4][5][6][7][8][9][10][11]

شیعه ډله د اسلام دویمه لویه څانګه ده چې د ټولو مسلمانانو څخه ۱۰-۱۵٪ لارویان لري. اثني عشري د شیعه ډلې ترټولو لویه څانګه ده چې د ټولو شیعه مسلمانانو نږدې ۸۵٪ برخه جوړوي. [12][13][14]

اصطلاح پېژندنه

په ټوله کې، د شیعه ډلې لارویانو ته شیعه ویل کېږي (عربي: شِيعَة) چې د (شِيعَة عَلِيّ) مخفف دی چې د "علي (ض) لارویان"، "د علي (رض) فرقه" یا "د علي ګوند" په  معنی دی، (شِيعِيّ) په مفرد نوم او ستاینوم دواړو باندې دلالت کوی، په داسې حال کې چې (شِيَاع) جمع نوم ته اشاره کوي. Shiʻa، Shia، Shiʻism/Shiʻite، یا Shiism/Shiite هغه بڼې دي چې په انګلیسي کې د لارویانو، جوماتونو او د دې مذهب سره د تړلو شیانو لپاره کارول کېږي.    [15][16][17][18][19]

په لومړي ځل دا اصطلاح د محمد صلی الله علیه وسلم په ژوند کې وکارول شوه. اوس دا کلمه هغو مسلمانانو باندې اطلاق کوي چې باور لري له محمد صلی الله علیه وسلم څخه وروسته د ټولنې مشري د علي (رض) او د هغه په ځاي ناستو پورې اړه لري. نوبختي وايي چې د شيعه اصطلاح د مسلمانانو هغې ډلې ته وايي چې د محمد صلی الله علیه وسلم په وخت کې او له هغه وروسته يې علي (رض) امام او خليفه ګڼلو. الشهرستاني څرګندوي: د شيعه اصطلاح هغه چا ته ویل کېږي چې باور لري علي (رض) د محمد صلی الله علیه وسلم له لوري د وارث، امام او خليفه په توګه ټاکل شوی او دا چې د علي (رض) واک د هغه د اولادې په وسیله ساتل کېږي. د شیعه ګانو له نظره دا عقیده په قرآن او د اسلام په تاریخ کې شته. شیعه عالمان ټینګار کوي چې د واک مفهوم د پیغمبرانو له کورنۍ سره تړاو لري لکه څنګه چې په ۳:۳۳،۳۴ آیتونه ښيي: "په حقیقت کې خدای آدم او نوح او د ابراهیم کورنۍ او د عمران کورنۍ په نړۍ کې غوره کړي-(۳۳) په دې حال کې چې داسې نسلونه دي چې ځینې یې له نورو څخه دي، او خدای اورېدونکی او ښه  پوه دی.(۳۴)  [20][21][22][23][24]

عقیده او عمل  

دين پوهنه

د شیعه ډلې عقیده پراخه او ډېرې بېلابېلې ډلې پکې شاملې دي. په اسلامي نړۍ کې شیعه ډله د دیني تفسیر او سیاسي واک د بشپړ خپلواک نظام څرګندویه ده. اصلي شیعه پېژندنه د امام علي (رض) لارویانو ته اشاره کوله او شیعه دین پوهنه په دویمه هجري پېړۍ کې یا د هجرت (اتمې میلادي پېړۍ) وروسته ترتیب شوه. لومړني شیعه حکومتونه او ټولنې د دریمې هجري پېړۍ په پای کې یا نهمه میلادي پېړۍ کې رامنځته شول. د لویس مسینون له خوا څلورمه هجري پېړۍ یا لسمه میلادي پېړۍ د "اسلام په تاریخ کې د شیعه اسماعیلیانو پېړۍ" یاده شوې ده.  [25][26][27][28][29][30]

په ایمان اقرار (شهادت)

د شهادت شیعه تعبیر، په ایمان اسلامي اقرار، د سنيانو سره توپیر لري. سني شهادت څرګندوي چې له خدای پرته بل معبود نشته، محمد (ص) د خدای (ج) رسول دی، خو شیعه ګان دې ته علي ولی الله ور زیات کړي. دا عبارت د محمد صلی الله علیه وسلم د نسب له لارې د واک په ارث وړلو باندې د شیعه ګانو ټینګار څرګندوي. نو د شیعه شهادت دری قضیې، توحید (د خدای وحدانیت)، نبوت (د پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم) او امامت (امامیت، د ایمان لارښونه) تر بحث لاندې نیسي.   [31]

علي (رض) ته "ولي" اساس د قرآن کریم له یوه ځانګړي آیت څخه اخیستل شوی. د دې آیت په اړه نور تفصیلي بحث شته دی.  [32][33]

د شيعه كلمې مانا

د يو چا لپاره عصبيت كول، يا دچا سره مرستندوې كېدل، يا د پيروي كولو په مانا ده. لكه چې وايي: پلانې د پلاني سړي له شيعه (اتباعو) څخه دى. لكه څرنگه چې الزبېدي وايي: هرهغه قام چې په يوه مسئله سره راټول شي، نو دوي شيعه گان شول. او هر هغه څوك چې د چا مرسته وكړي او د هغه لپاره گونديتوب وكړي، نو دې د هغه شيعه دى. ددې كلمې اصل له (المشايعه) څخه دى او هغه د المطاوله او المتابعه په وزن دى. ددې لفظ كارونه د اسلام په لومړي سر كې په خپل اصلي او حقيقي شكل كارول كېده. مگر د وخت په تېرېدو سره د عثمان رضي الله عنه له شهادت څخه وروسته د علي كرم الله وجهه او معاويه ترمنځ د ترينگلتيا په وخت كې دا لفظ د سياسي موخو لپاره وكارول شو. نو پدې وخت كې به د علي كرم الله وجهه مرستندويو او اتباعو ته د (شيعه علي)، او دې ډلې به دا دعوه كوله چې علي كرم الله وجهه له معاويه څخه د خلافت لومړيتوب لري او دې يې وړ دى. او پدې ډول به يې د هغه رضي الله عنه مرسته په جگړو كې كوله. همدارنگه به د معاويه رضي الله شيعه گانو هم د هغه په پلوۍ د هغه ننگه كوله، او معاويه رضي الله عنه به يې د خلافت وړ گڼلو.

د دين واكې او تفسير او د مسلمانانو د چارو واگي له پېغمبر څخه وروسته د هغه چا په لاس كې وي، چې د ځښتن تعالى له لورې ټاكل شوي وي، او د عصمت او عدالت د صفتونو لرونكي دي. دا ډله خلك د امام په نامه يادېږي. د شيعه گانو لومړنې امام (د دوي په وېنا) علي كرم الله وجهه دى. د شعه گانو د گروهو له مخې محمد صلى الله عليه وسلم له خپلې مړينې څخه مخكې په كراتو مراتو د علي رضي الله عنه د ځاېناسستوب (جانشيني) په اړه صحابه ؤ ته ويلي ول.

د شيعه ډلو امامان

لاندې جدول د شیعه ډلو امامان را په گوته کوي، چې د هرې ډلې لپاره ځانگړي امامان دي.

  1علي (661) غيبة سبئية (فرقة) [34]
╗══════════════════════════
الحنفية (زوجة علي بن أبي طالب )فاطمة (633)
┤──────────────────────────
  4محمد بن الحنفية (700)  3الامام الحسين (680)  2ا الحسن (669)
غيبة كيسانيةالواقفة على الحسين بن علي بن أبي طالبعبد الله
عبد الله بن محمد بن الحنفية  4علي زين العابدين (712)
الهاشمية(فرقة)
┐──────────────────────────محمد (145هـ)
  5محمد الباقر (791)  5زيد بن علي (740)غيبة المحمدية(فرقة)
الزيدية
  6جعفر الصادق (765)
غيبة الناوسية
البزيغية
┤───────────────┐────────────────┐────────────────────
  7موسى كاظم (799).   7محمد بن جعفر صادق  7عبدالله بن جعفر صادق (765)  7إسماعيل بن جعفر (760)
غيبة الواقفية . . .. . . . . . . . غيبة السميطيةالفطحيةشيعة إسماعيلية
  8علي رضا (818)محمد بن عبدالله بن جعفر صادق
  8محمد المكتوم(813)
غيبة
السبعية
  9محمد جواد (839)
  9الوافي أحمد(828)
 10علي الهادي (868)
┤───────────────┐────────── 10التقي محمد(840)
 11الحسن العسكري (874) ......... جعفر بن علي الهاديمحمد بن علي الهادي
غيبة الواقفية على الحسن العسكريالنفيسية 11الزكي عبد الله (881)
┤──────────────────────────
 12محمد المهدي (...) 12ابن نصير من أصحاب العسكري┤──────────┌
الجنينيوننصيرية أو علوية 12عبيد الله المهدي (934)
غيبة الإثني عشريةفاطميين
الثلاث عشرية
 13القيم(946)
 14المنصور(952)
 15المعز لدين الله(975)
 16العزيز بالله(996)
 17حاكم بأمر الله (1021)
┐──────────────────────────
غيبة 18الظاهر علي(1036)
دروز
 19المستنير بالله (1094)
┐──────────────────────────
 20نزار 20المستعلي بالله(1101)
نزاريةمستعلية
 21الهادي 21الآمر (1130)
 22المهتدي 22الطيب أبي القاسم(1142)
غيبة
 23الذكري سلام
او داسې نور

د شیعه گانو دولس امامان

د شيعه گانو هغه ډله چې په دولس امامانو گروهه لري د دولس امامي شيعه گانو (شيعه اثنا عشريه) په نامه يادېږي. ددې شيعه گانو په وړاند لاندې لړۍ د دوي دولس امامان دي.

  1. حضرت امام علی بن ابوطالب علیه السلام
  2. حضرت امام حسن بن علی علیه السلام
  3. حضرت امام حسین بن علی علیه السلام
  4. حضرت امام علی بن حسین علیه السلام
  5. حضرت امام محمد بن علی علیه السلام
  6. حضرت امام جعفر بن محمد (جعفر صادق) علیه السلام
  7. حضرت امام موسی بن جعفر (موسى کاظم) علیه السلام
  8. حضرت امام علی بن موسی (رضا) علیه السلام
  9. حضرت امام محمد بن علی (تقی) علیه السلام
  10. حضرت امام علی بن محمد (نقی) علیه السلام
  11. حضرت امام حسن بن علی (حسن عسکری) علیه السلام
  12. حضرت امام حجت بن حسن (مهدی) عجل الله تعالی فرجه

د گروهې بنسټونه

د شيعه گانو(مراجع) ېا مشران

http://fa.wikipedia.org/wiki/مراجع_تقلید_شیعه

گروهې

شيعه جغرافيه

شیعه گان په نری کی ده مسلمانانو 16% دی.چی په دوی کی اکثره اثنا عشریہ اہل تشیع په ایران، عراق، آذربایجان، لبنان، افغانستان، پاکستان یمن،ترکیه،سوریه،کویت ،عربستان سعودی، بحرین و قطرکی ژواند کوی

دا هم وگورئ

کتاب پېژندنه

• طهرانی، سید محمد حسین، امام شناسی • حجت، سید محسن، تشیع چیست؟ شیعه کیست؟ • طباطبایی، سید محمد حسین، شیعه در اسلام و [1] • اسرار آل محمد

بهرنې تړونونه

    • د شيعه گانو وېبپاڼه Archived 2011-09-19 at the Wayback Machine.
    • [www.ahl-ul-bait.org|اهل بېتو نړېواله ټولنه]
    • [www.shia-news.com|د شيعه تحليلي خبرونو وېبپاڼه]
    • [www.yasinmedia.com/fa/ د شيعه گانو وېبپاڼه]

اخځليكونه

  1. Olawuyi, Toyib (2014). On the Khilafah of Ali over Abu Bakr. p. 3. ISBN 978-1-4928-5884-3. Archived from the original on 22 April 2016.
  2. "The Shura Principle in Islam – by Sadek Sulaiman". www.alhewar.com. Archived from the original on 27 July 2016. نه اخيستل شوی 18 June 2016.
  3. "Sunnis and Shia: Islam's ancient schism". BBC News (په انګليسي). 2016-01-04. نه اخيستل شوی 2021-08-14.
  4. Esposito, John. "What Everyone Needs to Know about Islam". Oxford University Press, 2002 | ISBN 978-0-19-515713-0. p. 40
  5. "From the article on Shii Islam in Oxford Islamic Studies Online". Oxfordislamicstudies.com. Archived from the original on 28 May 2012. نه اخيستل شوی 4 May 2011.
  6. Newman, Andrew J. "Shiʿi".. Encyclopedia Britannica.
  7. "Ahl al- Bayt". Encyclopaedia of Islam (2nd). (2012). Ed. P. Bearman. Brill. DOI:10.1163/1573-3912_islam_SIM_0378.
  8. "Lesson 13: Imam's Traits". Al-Islam.org. 13 January 2015. Archived from the original on 9 February 2015.
  9. Tabataba'i (1979), p. 76
  10. God's rule: the politics of world religions, p. 146, Jacob Neusner, 2003
  11. Esposito, John. What Everyone Needs to Know about Islam, Oxford University Press, 2002. ISBN 978-0-19-515713-0. p. 40
  12. "Mapping the Global Muslim Population". 7 October 2009. Archived from the original on 14 December 2015. نه اخيستل شوی 10 December 2014. The Pew Forum's estimate of the Shia population (10–13%) is in keeping with previous estimates, which generally have been in the range of 10–15%.
  13. Newman, Andrew J. (2013). "Introduction". Twelver Shiism: Unity and Diversity in the Life of Islam, 632 to 1722. Edinburgh University Press. p. 2. ISBN 978-0-7486-7833-4. Archived from the original on 1 May 2016. نه اخيستل شوی 13 October 2015.
  14. Guidère, Mathieu (2012). Historical Dictionary of Islamic Fundamentalism. Scarecrow Press. p. 319. ISBN 978-0-8108-7965-2.
  15. The New Encyclopædia Britannica, Jacob E. Safra, Chairman of the Board, 15th Edition, Encyclopædia Britannica, Inc., 1998, ISBN 0-85229-663-0, Vol 10, p. 738
  16. Duncan S. Ferguson (2010). Exploring the Spirituality of the World Religions: The Quest for Personal, Spiritual and Social Transformation. Bloomsbury Academic. p. 192. ISBN 978-1-4411-4645-8.
  17. Wehr, Hans. "Dictionary of Modern Written Arabic". Archive.org. p. 498. نه اخيستل شوی 31 July 2019.
  18. Shiʻa is an alternative spelling of Shia, and Shiʻite of Shiite. In subsequent sections, the spellings Shia and Shiite are adopted for consistency, except where the alternative spelling is in the title of a reference.
  19. Vaezi, Ahmad (2004). Shia political thought. London: Islamic Centre of England. p. 56. ISBN 978-1-904934-01-1. OCLC 59136662.
  20. The New Encyclopædia Britannica, Jacob E. Safra, Chairman of the Board, 15th Edition, Encyclopædia Britannica, Inc., 1998, ISBN 0-85229-663-0, Vol 10, p. 738
  21. "Druze and Islam". americandruze.com. Archived from the original on 14 May 2011. نه اخيستل شوی 12 August 2010.
  22. "Ijtihad in Islam". AlQazwini.org. Archived from the original on 2 January 2005. نه اخيستل شوی 12 August 2010.
  23. "Shiʻite Islam," by Allamah Sayyid Muhammad Husayn Tabataba'i, translated by Sayyid Husayn Nasr, State University of New York Press, 1975, p. 24
  24. Dakake (2008), pp. 1–2
  25. In his "Mutanabbi devant le siècle ismaëlien de l'Islam", in Mém. de l'Inst Français de Damas, 1935, p.
  26. tebyan.net, موسسه فرهنگی واطلاع رسانی تبیان | (2010-12-09). "اضافه شدن نام حضرت علی (ع) به شهادتین". fa. نه اخيستل شوی 2021-08-28.
  27. quran 5:55
  28. "Verse of Wilayah". Archived from the original on 24 January 2020. نه اخيستل شوی 11 October 2018.
  29. المقالات والفرق ص10-21 للقمي ، ورجال الكشي ص106-109 ، وتنقيح المقال للمامقاني ج2/84
  • الشيعه و التشيع (فرق و تاريخ)، تاليف: احسان الهي ظهير، كال ۱۴۰۴هجري سپوږميز (۱۹۸۴ز)، خپروندويه ټولنه: اداره ترجمان السنه، لاهور-پاكستان
  • مختصر التحفه الاثنې عشريه، ليكوال: شاه عبدالعزيز الامام ولي الله احمد عبدالرحيم الدهلوي، كال ۱۳۴۲هجري لمريز، رياض سعودي عربستان
  • ايراني انقلاب، ليكوال مولانا محمد منظور نعماني، كال ۱۹۸۴ دسمبر، خپرندويه ټولنه: دارالاشاعت كراچي.

دا هم وگورئ


اديان او گروهې
اسلام | عيسويت | بوديزم | بهايي | تائو مت | جاينيزم | زردشتي | شنټويزم | سکهيزم | کنفیوشيزم| هندويزم | يهوديت | قاديانيت | تشيع
تړل

Wikiwand in your browser!

Seamless Wikipedia browsing. On steroids.

Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.

Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.