From Wikipedia, the free encyclopedia
شاهزادګۍ مارګاریت، د سنوډن کونټیس (زوکړه: د ۱۹۳۰ زکال د اګست ۲۱ مه – مړینه: د ۲۰۰۲ زکال د فبروري ۹ مه) د پاچا شپږم جورج او ملکې الیزابت کوچنۍ لور او د ملکې دویمې الیزابت یوازنۍ خور وه.
شاهزادګۍ مارګاریت، د سنوډن کونټیس | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | ۲۱ اگسټ ۱۹۳۰[1][2][3][4][5][6][7] |
مړینه | 9 فبروري 2002 (72 کاله)[1][2][3][4][5][6][7] |
استوګنځای | Buckingham Palace |
تابعیت | برېتانيا |
رکنیت | د برتانيې شاهي کورنۍ |
پلار | |
مور | |
خور/ورور | |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | انګرېزي ژبه |
وېبپاڼه | |
وېبپاڼه | د تاييدولو سرچينه |
مخ پر IMDB مخونو | |
سمول |
مارګاریت د خپل ماشومتوب ډېر مهال له خپلو والدینو او خویندې سره تېر کړ. د نوموړې ژوند له شپږ کلنۍ وروسته په ډراماتیک ډول بدلون وکړ؛ هغه مهال چې تره یې پاچا اتم اډوارډ له واکه لاس پر سر شو څو له طلاق شوې والیس سیمپسون سره واده وکړي. د مارګاریت پلار پاچا شو او خور یې د هغه احتمالي وارثه او خپله مارګاریت هم د پاچاهۍ د ځای ناستوب په کتار کې دویم ځای خپل کړ. د ځای ناستوب په کتار کې د نوموړې ځایګی په راتلونکو لسیزو کې د الیزابت د ماشومانو او لمسیانو له زېږون وروسته راکښته شو. د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال دغه دواړه خویندې له دې سره چې کاناډا ته د تګ ورته ډېر وویل شول، خو په وینډوزر کلا کې پاتې شوې. د جګړې پر مهال مارګاریت د هر ډول رسمي دندې د ترسره کولو لپاره ډېره کوچنۍ بلل کېده او پر ځای یې هغې خپلو زده کړو ته دوام ورکړ؛ هغه مهال چې جګړه پیل شوه ۹ کلنه وه او د جګړې له پای وروسته ۱۵ کلنۍ ته ورسېده.
له ۱۹۵۰مې لسیزې وروسته مارګاریت په ټوله نړۍ کې مخکښه ټولنیزه فعاله شوه چې د خپل مجلل ژوند او پام وړ رومانتیک اړیکو له امله یې شهرت درلود. له ټولو څخه مشهوره یې دا وه چې د ۱۹۵۰مې لسیزې په لومړیو کې هغه مهال چې نوې ځوانۍ ته رسېدلې وه په ډلګۍ مشر، پیټر ټاونسنډ یې زړه بایلود. په ۱۹۵۲ زکال کې د هغې پلار ومړ؛ خور یې ملکه شوه او ټاونسنډ له خپلې مېرمن روزماري څخه طلاق واخیست. نوموړي راتلونکی کال مارګاریت ته د واده وړاندیز وکړ. په دولت کې ډېری کسان په دې باوري و چې نوموړی د ملکې د ۲۲ کلنې خور لپاره مناسب مېړه نه شي کېدای او له دې سربېره د انګلستان کلیسا هم له طلاق شوي نارینه سره د هغې واده رد کړ. بالاخره مارګاریت له ټاونسنډ سره د خپل واده موضوع ته پای ټکی کېښود او په ۱۹۶۰ زکال کې یې له انځور اخیستونکي آنتوني ارمسټرانګ – جونز سره واده وکړ او ملکې هم د هغې مېړه د سنوډن ارل وټاکه. په ۱۹۷۸ زکال کې د دغې جوړې له جلا کېدو وړاندې د ډېوېډ او سارا په نومونو د دوی دوه ماشومان زېږېدلي و. مارګاریت بیا هېڅکله واده وه نه کړ. [8]
مارګاریت د سلطنتي کورنۍ جنجالي غړې وه. د نوموړې طلاق له پراخو منفي تبلیغاتو سره مل و چې خصوصي ژوند یې د کلونو لپاره د رسنیو او سلطنتي ناظرینو د شکونو موضوع جوړوله. د ژوندانه په وروستیو دوه لسیزو کې یې روغتیايي حالت په تدریج سره مخ پر خرابېدو شو. نوموړې د خپلې ځوانۍ پر مهال پیاوړې سګرټ څکونکې وه چې په ۱۹۸۵ زکال کې یې د سږو یو عملیات، په ۱۹۹۳ زکال کې یې د سږو التهاب او له ۱۹۹۸ زکال څخه یې تر ۲۰۰۱ زکال پورې لږ تر لږه درې ځله د مغزو سکته تجربه کړې وه. نوموړې په ۲۰۰۲ زکال کې د څلورمې او وروستۍ سکتې پر مهال د ۷۱ کلونو په عمر په لندن کې مړه شوه.
د مارګاریت لومړنۍ رسمي چاره د ۱۹۴۷ زکال پر مهال په بلفاسټ کې د ایډنبورک کسل (Edinburgh Castle) په نامه سمندر مزلې بېړې د کار پیلول و. له دې وروسته نوموړې ګڼ شمېر ځایونو ته په سیاحت ولاړه؛ نوموړې په ۱۹۴۷ زکال کې خپل لومړنی سیاحتي سفر له خپلو والدینو او خور سره سویلي افریقا ته وکړ. په ۱۹۵۵ زکال کې له بریتانیا څخه بهر په کارائیب کې واقعو بریتانوي مستعمرو ته د هغې سفر په ټول لویدیځ هند کې شور رامنځته کړ او کالیپس موسیقۍ ورته وړاندې شوې. هغه مهال چې د بریتانیا د ټول ګټو هېوادونو مستعمرات د ملت جوړونې په درشل کې و، شهزادګۍ مارګاریت په ۱۹۶۲ زکال د جامایکا، او په ۱۹۷۸ زکال کې د تووالو او ډومنیکا د خپلواکۍ په مراسمو کې د سلطنت د استازې په توګه ونډه لرله. تووالو ته د نوموړې سفر کېدای شي د سږو د التهاب د ویروسي ناروغۍ له امله لنډ مهاله و او د درملنې په موخه یې اسټرالیا ته سفر وکړ. د نوموړې په نور بهرنیو سفرونو کې په ۱۹۵۶ زکال کې ختیځې افریقا او موریس ته، په ۱۹۶۵ زکال کې متحده ایالاتو، په ۱۹۶۹ او ۱۹۷۹ زکال کې جاپان، په ۱۹۷۴ زکال کې متحده ایالاتو او کاناډا، په ۱۹۷۵ زکال کې اسټرالیا، په ۱۹۸۰ زکال کې فیلیپین، په ۱۹۸۱ زکال کې سوازیلنډ او په ۱۹۸۷ زکال کې چین ته سفر شاملېږي.[9][10][11][12][13][14][15][16][17][18][19]
د ۱۹۷۹ زکال په اګست میاشت کې د برما لومړی ارل، لوئیس مونټ باټن او د هغه د کورنۍ غړي په یوه بمي چاودنه کې ووژل شول چې د ایرلنډ د لنډ مهال جمهوري غوښتونکي پوځ له خوا طرحه شوې وه. د همدغه کال په اکتوبر میاشت کې چې د لندن د اوپرا تالار لپاره د مرسته راغونډونکي سفر په ترڅ کې په متحده ایالاتو کې وه د ماښامانۍ پر مهال له خبریال ابرا انډرسون او ښاروال جین برن سره یې ولیدل. مارګاریت دوی ته وویل چې سلطنتي کورنۍ د ایرلنډ له خوا د خواشینۍ د ګڼ شمېر پیغامونو تر اغېز لاندې راغلې. راتلونکې ورځ د انډرسون رقیب ایرو کوپسینت داسې یوه ادعا خپره کړه چې مارګاریت ایرلنډیان «خوګان» بللي. مارګاریت، اندرسون او برن په چټکۍ سره دغه ادعا رد کړه، خو دغې څرګندونې له وړاندې خپل کار کړی و. له دې سره د نوموړې پاتې سفر له لاریونونو سره مل شو او د فزیکي ګواښونو له امله د مارګاریت د خوندیتوب هڅې دوه چنده شوې. [20][21][22][23][24]
د مارګاریت اصلي لیوالتیا له مرستندویه ټولنو، موسیقي او بالټ ګډا سره وه. نوموړې په ماشومانو باندې له ظلم څخه د مخنیوي د بنسټ (National Society for the Prevention of Cruelty to Children)، په ماشومانو باندې له ظلم څخه د مخنیوي د سکاټلنډي سلطنتي بنسټ (Royal Scottish Society for the Prevention of Cruelty to Children) یا (Children 1st) او همدارنګه له معیوبو ماشومانو سره د مرستې د ملي بنسټ (چې همدارنګه د «I CAN» په نوم پېژندل کېده) مشري پر غاړه لرله. سربېره پر دې نوموړې د سنټ جان امبولانس د بنسټ او د ملکې الکساندار د سلطنتي پالونکي/نرسنګ ځواک عمومي مشره وه. ورته مهال یې د ګڼ شمېر نورو بنسټونو لکه د ختیځ هند د اولمپیک ټولنې، د نجونو د لارښوونکي بنسټ (Girl Guides)، شمالي بالټ تئاتر، د برمنګهم د سلطنتي بالیټ، سکاټلنډي بالیټ، د ټینوس د سرطانو د درملنې د بنسټ، د نرسنګ د سلطنتي کالج او د لندن لایټ هاوس (د ایډز ناروغۍ په برخه کې مرستندویه بنسټ و چې هماغه مهال ترنس هېګنیز ټرسټ سره ادغام شو) مشري کوله. د سلطنتي بالټ د مشرتابه پر مهال هغې د مارګن فونټین د بند جوړولو لپاره چې له مالي ستونزو سره مخ و مرستندویه صندوق رامنځ ته کړ او همدارنګه یې د ماشومانو د نندارو د سلطنتي بنسټ پر مټ د (NSPCC) لپاره د څو کلونو بودیجه برابره کړه. له دې سره ځینې مهال هم د سلطنتي کورنۍ نورو غړو ته د ورته چارو نه ترسره کولو له امله له نیوکو سره مخ شوې. [25][26][27][28][29][30]
د شاهزادګۍ د ژوند وروستي کلونه له ناروغۍ او ناتوانۍ سره مل و. هغې سګرټ څکولو ته د خپلې ځوانۍ په پیل کې مخه کړې وه او له هغه مهال راهیسې یې په پریمانه کچه سګرټ وهل. په ۱۹۷۰مه لسیزه کې پر نوموړې عصبي حمله راغله چې د پریوري روغتون د ډاکټر مارک کالینز له خوا د ستړیا (افسردګۍ) تر درملنې لاندې ونیول شوه. له دې وروسته له نیم سري (مېګرن) د حنجرې له ستونزو او برونشیت ناروغۍ رنځېده. د ۱۹۸۵ زکال د جنوري په ۵ مه د هغې د چپ سږي یوه برخه ترې لرې کړای شوه، دغه عملیات دیرش کاله وړاندې د هغه د پلار له عملیاتو سره ورته والی درلود. په ۱۹۹۱ زکال کې هغې سګرټ پرېښول په داسې حال کې چې د الکولو پریمانه خوړو ته یې دوام ورکړ. [31][32][33][34][35][36][37]
د ۱۹۹۳ زکال په جنوري میاشت کې د سږو د التهاب له امله په روغتون کې بستر شوه. نوموړې په ۱۹۹۸ زکال کې د فبروري په ۲۳ مه د مغزو یوه خفیفه سکته په ماسټیکو کې په خپل تفریحي کور کې تجربه کړه. راتلونکې کال د شهزادګۍ پښې د حمام په یوه پېښه کې شدیدې وسوزېدلې چې د هغې پر تحرک یې پراخه اغېز وکړ؛ د تلو پر مهال یې مرستې ته اړتیا پیدا کړه او ځینې وختونه یې له ویلچر ګټنه کوله. د ۲۰۰۱ زکال د جنوري په ۱۰ مه د اشتها د له لاسه ورکولو او د خوړو په تېرولو کې د ستونزو له امله د بلې مغزي سکتې له امله په روغتون کې بستر شوه. د ۲۰۰۱ زکال په مارچ میاشت کې د دریمې مغزي سکتې له امله د هغې د وجود کیڼ اړخ نسبتا فلج شو. [38][39][40][41][42][43]
شاهزادګۍ مارګاریت د ۲۰۰۲ زکال د فبروري په ۹ مه نېټه د ګرینویچ پر مهال په شپږ نیمو بجو په لندن کې د پاچا اووم اډوارډ په روغتون کې د ۷۱ کلونو په عمر د شدیدې بلې مغزي سکتې له امله چې د زړه ستونزې هم ورسره مل وې د خپل پلار د تلین له پنځوسمې کلیزې ۳ ورځې وروسته مړه شوه. [44][45][46][47][48][49][50][51]
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.