د کندهار پخوانی والي From Wikipedia, the free encyclopedia
روح الله خانزاده په ۱۹۷۱ کال کې د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کې نړۍ ته سترګې پرانېستې. ښاغلي خانزاده خپلې زده کړې د سياسي علومو په برخه کې د طلوع آفتاب پوهنتون څخه ترسره کړي دي. او اوسمهال په افغان پارلمان کې د کندهار د خلکو استازی دی. هغه ته د ٢٠٢٠م کال د اګست پر ٢٠مه د افغان ولسمشر لخوا افغان کرېکټ بورډ غړيتوب هم ورکړل سو. روح الله خانزاده د ٢٠٢١ کال د جنوري د مياشتي پر ٢مه نېټه د کندهار ولایت والي هم وټاکل سو.[1] [2][3][4][5] د روح الله خانزاده د والي کيدو اوازه ٢ ورځې وروسته له هغه رامنځ ته سوه، چې د کندهار پخواني والي حیات الله حیات د اريانا تلويزيون سره په يو مرکې وویل چې "د کندهار د پولیسو اویا په سلو کې سرتېرو له دندو سره مخه ښه کړې". [6] . د حیات ددې وینا سره د کندهار ولایت امنیه قومندان تادین خان هم مخالفت کړی وو. [7]
روح الله خانزاده | |||||||
---|---|---|---|---|---|---|---|
روح الله خانزاده د ولسي جرګې په تالار کې. | |||||||
واک | |||||||
د کندهار ولایت والي | |||||||
د واکمنۍ دوران ۲ جنوري ۲۰۲۱ – ۱۲ اگسټ ۲۰۲۱ | |||||||
| |||||||
د شخص معلومات | |||||||
زېږېدنه | ۱۹۷۱ (اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۲".–اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۲". کلن) ډنډ ولسوالۍ (اوسنی کندهار)، کندهار ولایت، افغانستان | ||||||
تابعیت | افغانستان | ||||||
پلرنی ټاټوبی | کندهار | ||||||
عملي ژوند | |||||||
کار/مسلک | |||||||
ويبپاڼه | |||||||
ويبپاڼه | |||||||
سمول |
روح الله خانزاده پارلمان ته له راتګ څخه وړاندې په سوداګرۍ بوخت؛ خو د ۲۰۱۸ کال په پارلماني ټاکنو کي يې د لومړي ځل لپاره د کندهار ولایت د خلکو په استازيتوب سره ۶،۴۷۱ رايو په لاس ته راوړلو سره د افغانستان و پارلمان ته لاره وموندله، او تر اوسه د کوم سیاسي ګوند ښکاره غړیتوب نلري؛ خو د اشرف غني په حکومت کې د افغان کرېکټ بورډ غړی هم سو.
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.