مغولي سترواکي (په فارسي: هندي مغولان، په اردو: مغلیه سلطنت) په لومړۍ معاصره دوره کې په سویلي آسیا کې یوه متمدنه سترواکي وه. دغه سترواکي شاوخوا دوې پېړۍ په لوېديځ کې د سیند حوضې له بهرنیو څنډو، په شماللوېديځ کې د افغانستان له شمالي سیمو او په شمال کې له کشمیرڅخه نیولې په ختیځ کې د اوسني اسام او بنګلهدېش تر لوړو سیمو او په سویلي هند کې د دکن تر لوړو سیمو پورې غځېدلې وه.[۱][۲]
ویل کېږي چې، د مغولي سترواکي بنسټ، په ۱۵۲۶ ز کال کې د بابر لهخوا اېښودل شوی ؛ بابر د اوسني ازبیکستان یو جنګي قومندان و، چې د عثماني سترواکۍ د ماشهيي ټوپکو او توپونو پوځي مرستې، خپله غوره ستراتیژي او سپاره پوځیان یې د دې لپاره کارول، چې د پاني پت په لومړۍ جګړه کې د ډیلي سلطان ابراهیم لودي مات کړي، د برني هند دښتې لاندې کړي او راجپوټان او افغانان رام کړي. له دې سره سره، د مغولي سترواکي نظام، کله ناکله په ۱۶۰۰ ز کال کې د بابر د لمسي «اکبر» له حکومت سره تړلی بلل کېږي. د سترواکي دغه نظام تر ۱۷۲۰ زکال پورې د وروستي لوی سترواک «اورنګزیب» له مړینې وروسته تر لنډې مودې پورې دوام درلود، چې د هغه د سلطنت په دوران کې دغه سترواکي له جغرافیايي پلوه، په کافي اندازه پراخه شوه. دغه سترواکي چې وروسته په ځانګړي ډول په هند کې د ختیځ هند کمپنۍ د واک په دوران کې په ډیلي او شاوخوا کې یوې سیمې ته را کمه شوه، په ۱۸۵۷ ز کال کې، د هند تر پاڅون وروسته د بریتانوي هند لهخوا په رسمي ډول منحل شوه.[۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]
که څه هم مغولي سترواکي، د پوځي جګړو له لارې رامنځته او وساتل شوه، خو د نوو اداري تګلارو په جوړولو او د بېلابېلو حاکمو مخکښانو په ترکیب سره واک ته راغله، چې پایله یې یو مؤثر، متمرکز او سټنډرډ حکومت و. د سترواکي د جمعي شتمنۍ تکیه د کرنې پر هغو مالیاتو وه ،چې د مغولو درېیم سترواک «اکبر» وضع کړې وه. دغه مالیات چې د یوه کروندګر تر نیمايي زیات تولید یې جوړاوه، د منظمو نقرهيي پیسو په ډول تحویلېدل او پایله یې دا شوه، چې کروندګر او صنعتګران لویو بازارونو ته دننه شي.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]
هغه نسبي سوله چې دغې سترواکي د ۱۷مې پېړۍ په لړ کې ټینګه کړه، د هند په اقتصادي پراختیا کې یې رول درلود. د هند په سمندر کې د اروپا مخ پر وده حضور او د هند خامو او نهايي محصولاتو ته ډېرېدونکې غوښتنه، په مغولي دربارونو کې د لا ډېرې شتمنۍ لامل شوه. د مغولي سترواکانو تر منځ، په ځانګړي ډول د شاه جهان په دوره کې د پام وړ لګښتونه موجود وو، چې په پایله کې یې انځورګري، ادبي فورمونه، نساجي او معماري تر ډېره وغوړېدل. په سويلي آسیا کې د مغولو ځینې آثار، لکه : د اګرې کلا، فاتح پور سیکري، لال کلا، د همایون مقبره، لاهور کلا او تاج محل، چې "په هند کې د مسلمانانو د هنر جوهر او د نړیوالو میراثونو په ډله کې په نړیواله کچه ستایل شوی شهکار بلل کېږي"، د یونسکو د نړیوالو میراثونو په نوملړ کې شامل دي.[۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]
بابر او همایون (۱۵۲۶ – ۱۵۵۶ز)
د مغولي سترواکي بنسټ، د مرکزي آسیا یوه واکمن بابر (واکمني: ۱۵۲۶-۱۵۳۰) کېښود، چې د پلار له خوا د ترکي – مغولي فاتح تیمور (د تیموري سترواکي بنسټګر) او د مور له پلوه، د چنګیز خان له لمسیانو څخه و. بابر چې په مرکزي آسیا کې له خپل اجدادي قلمرو څخه شړل شوی و، د خپلې ځان غوښتنې د پوره کولو لپاره یې هند ته مخه کړه. ده ځان په کابل کې ځای پر ځای کړ او بیا ورو ورو د خیبر کنډو له لارې له افغانستان څخه د سویل پر لور هند ته ور مخکې شو. د بابر ځواکونو، د پاني پت په جګړه کې ابراهیم لودي ته ماتې ورکړه. تر جګړې وړاندې، بابر له شرابو څخه توبه وکړه، د شرابو لوښي یې مات کړل او شراب یې په څاه کې تش کړل. په دې توګه یې د خدای د مهربانۍ دعا وکړه. له دې سره سره، دغه مهال لودي سترواکي د شیندل کېدو په حال کې وه او د هند په شمال کې د رانا سانګا تر مشرۍ لاندې تر ټولو پیاوړی قدرت مېوار پاچهي وه. اګرې ته نږدې، په یوه برخهلیک ټاکونکې جګړه کې د بابر تیموري ځواکونو، د سانګا «راجپوټ پوځ» ته ماتې ورکړه. دغه جګړه، په هند کې یوه تر ټولو برخهلیک ټاکونکې او تاریخي جګړه وه، ځکه چې د راتلونکو دوو پېړیو لپاره یې د شمالي هند برخهلیک معلوم کړ.[۲۹][۳۰]
تر جګړې وروسته د مغولو د قدرت مرکز، د کابل پر ځای اګره شوه، خو د جګړو او لښکر کشیو بوختیاوو نوي سترواک ته دا موکه نه ورکوله چې په هند کې ګټلې لاستهراوړنې پیاوړې کړي. د سترواکي بېثباتي یې د زوی همایون (واکمني: ۱۵۳۰-۱۵۵۶ز) په دوره کې، چې پاڅونوالو ایران ته په تبعید کېدو اړ کړ، څرګنده شوه. سوري سترواکي (۱۵۴۰-۱۵۵۵ز) چې د شیرشاه سوري (واکمني: ۱۵۴۰-۱۵۴۵ز) لهخوا یې بنسټ کېښودل شو، د لنډې مودې لپاره د مغولو واکمني پرې کړه. ایران ته د همایون په تبعید کېدو سره، د صفوي او مغولي دربارونو تر منځ دیپلوماتیکې اړیکې جوړې شوې، چې د مغولو په بیاځلي سترواکۍ کې د ایران د فرهنګي نفوذ د ډېرېدو لامل شوې. په ۱۵۵۵ ز کال کې، له ایران څخه د همایون په بریالي بیا راتګ سره ،د هند په ځینو سیمو کې مغولي حکومت بیا ټینګ شو، خو یو کال وروسته همایون د ټکر په یوه پېښه کې مړ شو.[۳۱]
له اکبر تر اورنګزيبه (۱۵۵۶-۱۷۰۷ ز)
اکبر(جلالالدین محمد اکبر) واکمني: ۱۵۵۶-۱۶۰۵ ز) په راجپوټ اومارکوټ کلا کې له همایون او د هغه له مېرمنې پارسي شهزادګۍ حمیدې بانو بېګم څخه وزیږېد. اکبر د بیرام خان په نامه د یوه نایبالسطنه، چې په هند کې یې د مغولي سترواکي له ټینګښت سره مرسته وکړه، په دوره کې واک ته ورسېد. اکبر د جګړې او دیپلوماسۍ له لارې سترواکي ټولو خواوو ته پراخه کړای شوه او د ګوډاوري سیند په شمال کې یې نژدې د هند ټوله نیمه وچه تر خپل کنترول لاندې راوسته. ده ځان ته وفادار واکمن ټیم جوړ کړ، متمدن مدیریت یې پیل کړ او فرهنګي پرمختګونه یې وهڅول. د اروپا له سوداګریزو شرکتونو سره یې سوداګري ډېره کړه. په هند کې یې پیاوړی او ثبات لرونکی اقتصاد رامنځته شو، چې د سوداګریزې او اقتصادي پراختیا لامل شو. اکبر په خپل دربار کې مذهبي آزادۍ ته اجازه ورکړه او هڅه یې وکړه چې ،د واکمنې فرقې د قوي ځانګړنو په لرلو سره، د نوي «الهي دین» Din-i-Ilahiپه رامنځته کولو سره، د خپلې سترواکي ټولنیز – سیاسي او فرهنګي اختلافات حل کړي. ده خپل زوی ته یو داخلي باثباته دولت پرېښود، چې د سیاسي کمزورۍ د نښانو تر څرګندېدو وړاندې په طلايي دوره کې و.[۳۲][۳۳][۳۴][۳۵]
جهانګیر (واکمني: ۱۶۰۵-۱۶۲۷ ز) له اکبر او د هغه له مېرمنې هندۍ راجپوټې شهزادګۍ «مریم الزماني» څخه وزیږېد. دی "په تریاکو روږدی و، په دولتي چارو کې یې بې پروایي کوله او د سیالو درباري ډلو تر اغېز لاندې راته." جهانګیز تر ډېره خپل ځان، له اکبر څخه متمایز کړ، د اسلامي بنسټونو د ملاتړ ترلاسه کولو لپاره یې بنسټیزې هڅې وکړې او هغوی ته یې د مددِ معاش د لرونکو په توګه ډېرې ځمکې ورکړې. جهانګیر د اکبر برعکس، له نامسلمانو رهبرانو سره په شخړو کې ښکېل شو، په ځانګړي ډول له سیک ګورو ارجن سره، چې د هغه اعدام د مغولي سترواکي او سیک ټولنې تر منځ لومړنۍ شخړه وه.[۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱]v
نور مالومات پاچا, د پادشاهی پیل ...
د مغل سلطنت |
پاچا |
د پادشاهی پیل |
د پادشاهی پای |
بابر (ببر) |
۱۵۲۶ |
۱۵۳۰ |
همایون |
۱۵۳۰ |
۱۵۴۰ |
سوریان |
۱۵۴۰ |
۱۵۵۵ |
همایون |
۱۵۵۵ |
۱۵۵۶ |
اکبرشاه |
۱۵۵۶ |
۱۶۰۵ |
جهانگیرشاه |
۱۶۰۵ |
۱۶۲۷ |
شاه جهان |
۱۶۲۷ |
۱۶۵۸ |
اورنگزیب عالمگیر |
۱۶۵۸ |
۱۷۰۷ |
بهادرشاه اول |
۱۷۰۷ |
۱۷۱۲ |
جهاندار شاه |
۱۷۱۲ |
۱۷۱۳ |
فرخسیار شاه |
۱۷۱۹ |
۱۷۱۹ |
رفیع الدرجات |
۱۷۱۹ |
۱۷۱۹ |
رفیع الدولت(شاهجهان دوم) |
۱۷۱۹ |
۱۷۱۹ |
نیکوسیر |
۱۷۲۰ |
۱۷۲۰ |
محمد ابراهیم |
۱۷۲۰ |
۱۷۲۰ |
محمد شاه |
۱۷۱۹ |
۱۷۴۸ |
احمدشاه بهادر |
۱۷۴۸ |
۱۷۵۴ |
عالمگیر دوم |
۱۷۵۴ |
۱۷۵۹ |
شاهجهان سوم |
۱۷۵۹ |
۱۷۵۹ |
شاه عالم دوم |
۱۷۵۹ |
۱۸۰۶ |
اکبرشاه دوم |
۱۸۰۶ |
۱۸۳۷ |
بهدرشاه دوم |
۱۸۳۷ |
۱۸۵۷ |
تړل
Richards, John F. (1995), The Mughal Empire, Cambridge University Press, p. 2, ISBN 978-0-521-56603-2 Quote: "Although the first two Timurid emperors and many of their noblemen were recent migrants to the subcontinent, the dynasty and the empire itself became indisputably Indian. The interests and futures of all concerned were in India, not in ancestral homelands in the Middle East or Central Asia. Furthermore, the Mughal empire emerged from the Indian historical experience. It was the end product of a millennium of Muslim conquest, colonization, and state-building in the Indian subcontinent."
Stein, Burton (2010), A History of India, John Wiley & Sons, pp. 159–, ISBN 978-1-4443-2351-1 Quote: "The realm so defined and governed was a vast territory of some ۷۵۰٬۰۰۰ ميل مربع [۱٬۹۰۰٬۰۰۰ kم2], ranging from the frontier with Central Asia in northern Afghanistan to the northern uplands of the Deccan plateau, and from the Indus basin on the west to the Assamese highlands in the east."
Gilbert, Marc Jason (2017), South Asia in World History, Oxford University Press, pp. 75–, ISBN 978-0-19-066137-3 Quote: "Babur then adroitly gave the Ottomans his promise not to attack them in return for their military aid, which he received in the form of the newest of battlefield inventions, the matchlock gun and cast cannons, as well as instructors to train his men to use them."
Schmidt, Karl J. (2015). An Atlas and Survey of South Asian History. Routledge. pp. 126–. ISBN 978-1-317-47680-1. A Chaghatai Turkish ruler, Zahiruddin Muhammad Babur (1526–30), founded the Mughal Empire in 1526, after defeating the last Delhi sultan, Ibrahim Lodi, at the first battle of Panipat in April of that year. His 12,000 troops armed with matchlocks and cannons, Babur quickly overwhelmed the numerically superior, but ill-equipped, Lodi force. After dethroning Ibrahim Lodi, Babur absorbed the Lodi kingdom, moved his capital from Kabul to Agra, and from there launched attacks against the Rajput kings of Rajasthan. At Babur's death in 1530, his kingdom stretched from Central Asia to Bihar and south to central India. The task of consolidating and expanding Mughal territories in South Asia was left to his son, Humayun (1530–56).
Bose, Sugata; Jalal, Ayesha (2004). Modern South Asia: History, Culture, Political Economy. Routledge. p. 28. ISBN 978-0-415-30787-1. Having set up a small kingdom in Farghana in Central Asia at the turn of the sixteenth century, Zahiruddin Babur was initially more interested in conquering Samarkand. After several futile attempts to expand in a northerly direction, Babur settled down to rule the environs of Kabul in modern-day Afghanistan. From there he made a raid into the Punjab, and then in 1526 defeated Ibrahim Lodi, the last of the Delhi sultans, in the first battle of Panipat. Babur's use of Turkish cannon in this battle led some historians to include the empire he founded in the category of ‘gun-powder empires’. It is now clear that this sort of technological definition of empires is neither very accurate nor very appropriate. The Mughals in any case were more reliant on cavalry in making their conquests, although artillery was also used in an innovative way for selective purposes.
Metcalf, Barbara D.; Metcalf, Thomas R. (2012). A Concise History of Modern India. Cambridge University Press. pp. 14–. ISBN 978-1-107-02649-0. In 1526, the Delhi-based kingdom of the Afghan Muslim Lodi dynasty fell to the brilliant military strategy and superior artillery of Zahir al-Din Muhammad Babur (1483–1530) at Panipat, north-west of Delhi. Like the Sultans, the Mughals stimulated a new level of settled agriculture, military capability, and geographic integration.
Ludden, David (2013). India and South Asia: A Short History. Oneworld Publications. pp. 79–. ISBN 978-1-78074-108-6. Babur was a Chagatai Turk who fled his patrimonial lands near Samarkand to escape Uzbek armies. He followed opportunity into the Ganga basin, where he used Uzbek-style fast-horse phalanx cavalry equipped with muskets and cannon to sweep away the opposition. In 1526, he had conquered sultans from Punjab to Bengal.
Robb, Peter (2011). A History of India. Macmillan International Higher Education. pp. 103–. ISBN 978-0-230-34549-2. Zahir-ud-din Muhammad Babur was the Turkish king of Kabul. He won the battle of Panipat (north-west of Delhi) in 1526, after several earlier incursions, because of the superior mobility provided by his expert cavalry and his army's greater firepower. (Gunpowder was not used in warfare in India before the fifteenth century, and, apart from the Portuguese, Babur was the first to deploy firearms and cannon on a regular basis.) Rana Sanga, who had been ready to challenge the Lodis and had agreed to ally himself with Babur, did not launch an attack from the south as planned, but he was not needed. Babur took over the Lodi capital, Agra, and seized and shared out its treasure as booty. In 1527 he shattered the combined power of Mewar and other Rajputs.
[مړه لينکونه]
Kulke, Hermann; Rothermund, Dietmar (2016). A History of India. Routledge. pp. 354–. ISBN 978-1-317-24212-3. Seven years later, on the traditional Indian battlefield near Panipat, Baber encountered the great army of the sultan of Delhi, Ibrahim Lodi. The latter's forces were ten times more numerous than Baber's, who, however, had carefully deployed his artillery on the eve of the battle. The light field artillery was posted behind small ramparts and the guns were tied together with leather thongs so that the cavalry of the enemy could not make a quick dash at them. Marksmen with muskets were also at hand. The army of the sultan – with its thousands of elephants, horsemen, and footmen – came to a halt in front of the artillery while Baber's archers on horseback bypassed the enemy and then, in the manner of the Uzbeks, attacked the unwieldy army from the rear. Caught between gunfire and showers of arrows the sultan's huge forces were defeated within a few hours. Lodi and most of his men died on the battlefield. Thereafter, Baber repeated this performance in a battle against the leader of the Rajputs, Rana Sangha of Mewar.
Asher, Catherine B.; Talbot, Cynthia (2006). India before Europe. Cambridge University Press. pp. 116–117. ISBN 978-1-139-91561-8. the Lodi dynasty came to an end on April 20, 1526, when the Central Asian prince Babur defeated the last Lodi sultan, Ibrahim, at the famous Battle of Panipat. ... One factor contributing to Mughal success was the use of light cannon and guns shielded by a barricade of carts, a tactic repeated to good effect a year later at Khanua (about 60 kilometers west of Agra), against a confederation of Rajputs and Afghans led by Rana Sanga of Mewar. Babur's fast-moving cavalry, deployed in classic Central Asian flanking maneuvers, was most probably the decisive factor, however. After the resounding Mughal triumph at the 1526 Battle of Panipat, the Delhi Sultanate virtually disintegrated, and the entire territory down to the mid Gangetic plain came under Babur's sway
Stein, Burton (2010), A History of India, John Wiley & Sons, pp. 159–, ISBN 978-1-4443-2351-1 Quote: "Another possible date for the beginning of the Mughal regime is 1600, when the institutions that defined the regime were set firmly in place and when the heartland of the empire was defined; both of these were the accomplishment of Babur's grandson Akbar."
Stein, Burton (2010), A History of India, John Wiley & Sons, pp. 159–, ISBN 978-1-4443-2351-1 Quote: "The imperial career of the Mughal house is conventionally reckoned to have ended in 1707 when the emperor Aurangzeb, a fifth-generation descendant of Babur, died. His fifty-year reign began in 1658 with the Mughal state seeming as strong as ever or even stronger. But in Aurangzeb's later years the state was brought to the brink of destruction, over which it toppled within a decade and a half after his death; by 1720 imperial Mughal rule was largely finished and an epoch of two imperial centuries had closed."
Richards, John F. (1995), The Mughal Empire, Cambridge University Press, p. xv, ISBN 978-0-521-56603-2 Quote: "By the latter date (1720) the essential structure of the centralized state was disintegrated beyond repair."
Stein, Burton (2010), A History of India, John Wiley & Sons, pp. 159–, ISBN 978-1-4443-2351-1 Quote: "The vaunting of such progenitors pointed up the central character of the Mughal regime as a warrior state: it was born in war and it was sustained by war until the eighteenth century, when warfare destroyed it."
Robb, Peter (2011), A History of India, Macmillan, pp. 108–, ISBN 978-0-230-34549-2[مړه لينکونه] Quote: "The Mughal state was geared for war, and succeeded while it won its battles. It controlled territory partly through its network of strongholds, from its fortified capitals in Agra, Delhi or Lahore, which defined its heartlands, to the converted and expanded forts of Rajasthan and the Deccan. The emperors' will was frequently enforced in battle. Hundreds of army scouts were an important source of information. But the empire's administrative structure too was defined by and directed at war. Local military checkpoints or thanas kept order. Directly appointed imperial military and civil commanders (faujdars) controlled the cavalry and infantry, or the administration, in each region. The peasantry in turn were often armed, able to provide supporters for regional powers, and liable to rebellion on their own account: continual pacification was required of the rulers."
Gilbert, Marc Jason (2017), South Asia in World History, Oxford University Press, pp. 75–, ISBN 978-0-19-066137-3 Quote: "With Safavid and Ottoman aid, the Mughals would soon join these two powers in a triumvirate of warrior-driven, expansionist, and both militarily and bureaucratically efficient early modern states, now often called "gunpowder empires" due to their common proficiency is using such weapons to conquer lands they sought to control."
Asher, Catherine B.; Talbot, Cynthia (2006), India Before Europe, Cambridge University Press, pp. 115–, ISBN 978-0-521-80904-7
Robb, Peter (2011), A History of India, Macmillan, pp. 99–100, ISBN 978-0-230-34549-2[مړه لينکونه]
Asher, Catherine B.; Talbot, Cynthia (2006), India Before Europe, Cambridge University Press, pp. 152–, ISBN 978-0-521-80904-7
Stein, Burton (2010), A History of India, John Wiley & Sons, pp. 164–, ISBN 978-1-4443-2351-1 Quote: "The resource base of Akbar's new order was land revenue"
Asher, Catherine B.; Talbot, Cynthia (2006), India Before Europe, Cambridge University Press, pp. 158–, ISBN 978-0-521-80904-7 Quote: "The Mughal empire was based in the interior of a large land-mass and derived the vast majority of its revenues from agriculture."
Stein, Burton (2010), A History of India, John Wiley & Sons, pp. 164–, ISBN 978-1-4443-2351-1 Quote: "... well over half of the output from the fields in his realm, after the costs of production had been met, is estimated to have been taken from the peasant producers by way of official taxes and unofficial exactions. Moreover, payments were exacted in money, and this required a well regulated silver currency."
Asher, Catherine B.; Talbot, Cynthia (2006), India Before Europe, Cambridge University Press, pp. 152–, ISBN 978-0-521-80904-7 Quote: "His stipulation that land taxes be paid in cash forced peasants into market networks, where they could obtain the necessary money, while the standardization of imperial currency made the exchange of goods for money easier."
Asher, Catherine B.; Talbot, Cynthia (2006), India Before Europe, Cambridge University Press, pp. 152–, ISBN 978-0-521-80904-7 Quote: "Above all, the long period of relative peace ushered in by Akbar's power, and maintained by his successors, contributed to India's economic expansion."
Asher, Catherine B.; Talbot, Cynthia (2006), India Before Europe, Cambridge University Press, pp. 186–, ISBN 978-0-521-80904-7 Quote: "As the European presence in India grew, their demands for Indian goods and trading rights increased, thus bringing even greater wealth to the already flush Indian courts."
Asher, Catherine B.; Talbot, Cynthia (2006), India Before Europe, Cambridge University Press, pp. 186–, ISBN 978-0-521-80904-7 Quote: "The elite spent more and more money on luxury goods, and sumptuous lifestyles, and the rulers built entire new capital cities at times."
Asher, Catherine B.; Talbot, Cynthia (2006), India Before Europe, Cambridge University Press, pp. 186–, ISBN 978-0-521-80904-7 Quote: "All these factors resulted in greater patronage of the arts, including textiles, paintings, architecture, jewelry, and weapons to meet the ceremonial requirements of kings and princes."
Berndl, Klaus (2005). National Geographic Visual History of the World. National Geographic Society. pp. 318–320. ISBN 978-0-7922-3695-5.
Bayley, Christopher. The European Emergence. The Mughals Ascendant. p. 151. ISBN 0-7054-0982-1.
Bayley, Christopher. The European Emergence. The Mughals Ascendant. p. 154. ISBN 0-7054-0982-1.
Ballhatchet, Kenneth A. "Akbar". Encyclopædia Britannica. نه اخيستل شوی 17 July 2017.
Berndl, Klaus (2005). National Geographic Visual History of the World. National Geographic Society. pp. 318–320. ISBN 978-0-7922-3695-5.
Robb, Peter (2011), A History of India, Macmillan International Higher Education, pp. 97–98, ISBN 978-0-230-34424-2[مړه لينکونه]
Asher, Catherine B. (2006). India before Europe. Cynthia Talbot. New York: Cambridge University Press. p. 267. ISBN 0-521-80904-5. OCLC 61303480.
Berndl, Klaus (2005). National Geographic Visual History of the World. National Geographic Society. pp. 318–320. ISBN 978-0-7922-3695-5.