From Wikipedia, the free encyclopedia
د مسو په دوره یا کالکولېټیک کې د فلزکارۍ په تکنالوژۍ کې تر ډېره مس کارېدل. له دې امله دا د هغې موضوع تر کشف وړاندې دوره وه چې مسو ته د قلعي په ور زیاتولو سره برونز جوړولی شو چې تر نورو کلک او قوي فلزي الیاژ دی. د سربیا په «روډنیک» غره کې د «بلووډه» په نامه د لرغونپېژندنې سیمه په لوړه تودوخه کې د مسو د ویلې کولو داسې باوري لرغوني شواهد لري چې د شاوخوا ۵۰۰۰ مخزېږد (تر نن ۷۰۰۰ کاله مخکې) مهال اړوند دي. په اروپا کې د مسو له زمانې څخه د برونزو یا ژېړو زمانې ته لېږد د پنځمې مخزېږدې زریزې د وروستیو او د درېیمې مخزېږدې زریزې د وروستیو تر منځ و. په لرغوني نږدې ختیځ کې د مسو په دوره کې هغه دوره شاملېږي چې د پنځمې مخزېږدې زریزې له وروستیو څخه پیل شوه او د برونزو د زمانې له پیل څخه تر شاوخوا یوې زریزې مخکې مهال پورې یې دوام درلود.[3][4] نږدې ختیځد فلزاتو علم ښايي لومړی په ښېرازه هلال [د منځني ختیځ د یوې تاریخي برخې نوم دی] کې رامنځته شوی وي. د سرپو لومړنۍ استفاده دلته د ډبرو د نوې دورې په وروستیو کې د عراق په «يریم تپې» سیمه کې ثبت شوې ده.د مسو ویلې کول هم کابو په همدغه زماني دوره کې (تر ۶۰۰۰ مخزېږد کال لږ وروسته) په دغه ځای کې ثبت شوي دي، که څه هم داسې ښکاري چې د مسو تر ویلې کولو وړاندې هم له سرپو څخه کار اخیستل کېده. د فلزاتو لومړنی علم هم دغه ځای ته نږدې په «تل مغزالیه» سیمه کې ثبت شوی چې ښايي لرغونوالی یې تر دې هم زیات وي. په تیمنا دره کې د ۷۰۰۰ تر ۵۰۰۰ مخزېږدو کلونو تر منځ د مسو د استخراج یا کیندنې شواهد موجود دي. په منځني ختیځ کې د ډبرو له نوې دورې څخه د مسو دورې ته د لېږد مشخصه په ډبرینو وسایلو کې د خامو او باکیفیته موادو د کارېدو کمېدل دي. دغه لوی بدلون په ټوله سیمه کې لیدل کېږي چې له دې ډلې یوه د ایران «تهران دښته» ده. د دغې دښتې په اتو لرغونو ځایونو کې څېړنو نه یوازې دا چې په ډبرینو وسایلو کې د باکیفیته توکو د کارېدو کمښت وښود، بلکې په ډبرینو وسایلو کې یې د ښکلاوو بېلابېلوالی هم مشخص کړ. فاضلي او د هغه همکاران د څېړنو د دغو پایلو پر بنسټ وايي چې د مسي وسایلو د استفادې په ډېرېدو سره په لاسي صنایعو کې تخصص له منځه لاړ. د تهران دښتې موندنې د خامو توکو او ډبرینو صنایعو د متخصصانو پر سیستمونو د مسي تکنالوژۍ د راتلو اغېزې ښيي. داسې ښکاري چې هغه تخصصي شبکې چې د ډبرو په نوې دوره کې را پورته شوې وې، د مسو په منځنۍ دوره (شاوخوا له ۴۵۰۰ تر ۳۵۰۰ مخزېږد) کې له منځه لاړې او ځای یې هغو کورنیو ډبرینو وسایلو ونیو چې له ځايي توکو څخه تولیدېدل.[8] اروپاپه سربیا کې د لرغونپېژندنې یوه ساحه د مسو د جوړېدو تر ټولو لرغوني او داسې باوري شواهد لري چې د شاوخوا ۷۵۰۰ مخزېږد کال اړوند دي. په ۲۰۱۰ کال کې دغې موندنې د مسو د ویلې کېدو مخینه شاوخوا ۸۰۰ کاله زیاته کړه او ویې ښوده چې هغه مهال ښايي د مسو ویلې کول د اسیا او اروپا په جلا جلا برخو کې اختراع شوي وي، نه دا چې له یوې ګډې سرچینې څخه دغه چاره پراخه شوې وي.[9] د سربیا په «پروکوپلیه» سیمه کې یو مسي تبر پیدا شو چې تر نن شاوخوا ۷۵۰۰ کاله مخکې (په ۵۵۰۰ مخزېږد کال کې) په اروپا کې د فلزاتو د استفادې ښکارندوی دی. د مسو د کارولو پوهه د فلزاتو تر پوهې ډېره پراخه وه. په اروپا کې د تبرونو د جګړې په فرهنګ یا دود کې هغه ډبرین تبرونه کارېدل چې بېلګه یې له مسي تبرونو څخه اخیستل شوې وه. اوتزي کنګلي سړی (Ötzi the Iceman) چې په ۱۹۹۱ کال کې د اوتزال په الپ غرونو کې پیدا شو او د پاتېشونو لرغونوالی یې شاوخوا ۳۳۰۰ مخزېږد کال ته رسېږي، تر څنګ یې یو «مانډسي مسي تبر» وموندل شو.[10][11] په اروپا کې د مسو د دورې په فرهنګونو کې «ویلا نوا ډې سائو پډرو» او «لاس میلارز» شاملېږي چې په ایبري ټاپو وزمه کې دي. د «بېکر» د خلکو خاورین لوښي په دغو دواړو ځایونو کې موندل شوي دي چې لرغونوالی یې په دغه سیمه کې د مسکارۍ تر پیل څو پېړۍ وروسته مهال ته رسېږي. داسې ښکاري چې بېکر فرهنګ له هندو اروپايي ژبو سره یوځای په اروپا کې د مسو او برونزو تکنالوژي هم خپره کړې ده. په بریتانیا کې مس د ۲۵مې او ۲۲مې مخزېږدو پېړیو تر منځ کارېدل، خو ځینې لرغونپېژندونکي له دې امله په بریتانیا کې د مسو دوره په رسمیت نه پېژني چې وايي دلته یې تولید او استفاده په کمه کچه کې وه.[12][13][14] سوېلي اسیاد پارپولا په وینا، د مسو په دوره کې د ۴۳۰۰ او ۳۳۰۰ مخزېږد کلونو تر منځ د سند درې د تمدن، سوېلي ترکمنستان او شمالي ایران تر منځ د کلالۍ د صنعت شباهتونه د پام وړ خوځښت او سوداګرۍ ښکارندويي کوي. د مسو دوره یا «کالکولېټيک» اصطلاح د سوېلي اسیا د ډبرو د زمانې په مورد کې هم کارېدلې ده. په بیرانا کې چې د سند درې د تمدن یوه لومړنۍ ساحه ده، مسي بنګړي او د غشیو سرونه موندل شوي دي. په اوسني پاکستان کې د مهرګرې سیمې اوسېدونکو د ۷۰۰۰ او ۳۳۰۰ مخزېږدو کلونو تر منځ له ځايي مسي ډبرو څخه وسایل جوړول. د اوسني پاکستان د بلوچستان ایالت په نوشهرو سیمه کې چې ۴۵۰۰ کاله لرغونی تاریخ لري، د کلالۍ په یوه کارخونه کې ۱۲ چاړې یا د چاړو ټوټې وموندل شوې. دغه چاړې له ۱۲ تر ۱۸ سانتي مترو (له ۵ تر ۷ اېنچو) او ۱.۲ تر ۲ سانتي مترو (۰.۵ تر ۰.۸ اېنچو) اوږدوالی لري او نسبتاً نازکې دي. د لرغونپېژندنې ازمېښتونه ښيي چې دغه چاړې د مسي وسایلو په مرسته جوړېدې او د خاورینو لوښو په جوړولو یا کلالۍ کې به د ناپخو لوښو د اصلاح کولو او شکل جوړولو لپاره کارېدې. د ډبر پېژندنې تحلیلونه د ځايي خاورینو لوښو د تولید ښکارندويي کوي، خو د ځینو داسې سپینو او تورو خاورینو لوښو شتون هم ښيي چې د سند درې اړوند نه دي.[15][16][17][18] تر کلمب مخکې امریکاپه لومړیو کې په سوېلي امریکا کې «اند تمدنونو» د مسو ویلي کول په خپلواک ډول اختراع کړي وو.[19] د مسو د زمانې یا کالکولېټيک اصطلاح هغو امریکايي تمدنونو ته هم کارول کېږي چې د اروپایانو تر ورتلو زرګونه کاله مخکې یې مس او د مسو الیاژونه کارول. په متحدو ایالتونو کې اوسنيو میشیګان او ویسکانسین ایالتونو مس د وسایلو، وسلو او شخصي سینګارتوکو په ډول استخراج او جوړ کړل. د ویلې کولو هغه شواهد یا الیاژونه چې په شمالي امریکا کې موندل شوي دي، په اړه یې د نظرونو اختلاف دی. د لرغونپېژندونکو یو معمول فرض دا دی چې پر دغو شیانو په ساړه حالت کې کار شوی. د دغو ساحو یا ځایونو د ځینو اثارو تاریخي لرغونوالی ۴۰۰۰ تر ۱۰۰۰ مخزېږد کلونو ته رسېږي چې په دې توګه په نړۍ کې د مسو دورې د ډېرو لرغونو ځایونو په کتار کې درېږي.[20][21][22] سرچینې |
{{cite web}}
: External link in |خونديځ تړی=
(help); Unknown parameter |تاريخ الأرشيف=
ignored (help); Unknown parameter |خونديځ-تړی=
ignored (help); Unknown parameter |مسار الأرشيف=
ignored (help){{cite web}}
: External link in |خونديځ تړی=
(help); Unknown parameter |تاريخ الأرشيف=
ignored (help); Unknown parameter |خونديځ-تړی=
ignored (help); Unknown parameter |مسار الأرشيف=
ignored (help){{cite web}}
: External link in |خونديځ تړی=
(help); Unknown parameter |تاريخ الأرشيف=
ignored (help); Unknown parameter |خونديځ-تړی=
ignored (help); Unknown parameter |مسار الأرشيف=
ignored (help)Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.