From Wikipedia, the free encyclopedia
د ساینس فلسفه د فلسفې یوه څانګه ده چې د ساینس له بنسټ، تګلارو او کارولو سره تړاو لري. د دې څېړنې بنسټیزه پوښتنه داده چې کوم شی د ساینس په توګه وګڼل شي، د ساینسي تیوریو اعتبار تر کومې کچې دی او د ساینس وروستی هدف څه دی. دا دسپلین له میتافزیک (له طبعیت پورته بحث)، اونتولوژي (د موجوداتو علم) او ایپیستیمولوژي (معرفت پوهنې) سره څنګ په څنګ روان دی، د بېلګې په توګه: هغه وخت چې د ساینس او حقیقت ترمنځ اړیکه تر پلټنې لاندې راشي. د ساینس فلسفه د ساینسي اړخونو په میتافیزیکي، معرفت پوهنې او معنایي برخو باندې بحث کوي. اخلاقي مسایل، لکه: بایواتیکس (حیات د علم اخلاق) او ساینسي بد چلند زیاتره د ساینس د فلسفې پرځای اخلاقي او ساینسي مطالعات ګڼل کېږي.
عمومي مالومات | |
---|---|
ځانګړې وېشنيزه |
د ساینسي فلسفې د ډېری اساسي ستونزو په اړه او دا چې ایا ساینس د ناڅرګندو څیزونو په اړه حقیقت څرګندوي او ایا دا چي ساینسي استدلال د توجیه کوولو وړ دی او کنه، د فیلسوفانو ترمنځ هېڅ هوکړه نشته. په ټوله کې د ساینس په اړه په دې عمومي پوښتنو سربېره، د ساینس فیلسوفان هغه ستونزې په پام کې نیسي، چې په ځانګړو علومو (لکه بیولوژي او فزیک) کې پلي کېږي. د ساینس ځینې فیلسوفان هم په ساینس کې له معاصرو پایلو څخه کار اخلي، چې په خپله کې د فلسفې په اړه پایلې ته ورسېږي.
په داسې حال کې چې ساینسي فلسفي نظر، لږ تر لږه د ارستو تر وخته پورې لرغونوالی لري، د ساینس عمومي فلسفه یوازې په شلمه پېړۍ کې د یوه ځانګړي دسیپلین په توګه د منطقي مثبتو لیدونکو د غورځنګ په پایله کې راڅرګنده شوه، چې موخه یې د ټولو فلسفي ویناوو د باوري کولو لپاره د معیارونو را منځ ته کول او په بې ناپېیلې توګه د هغوی ارزول وو. چارلس ساندرز پیرس او کارل پاپر د مثبتې لیدنې پر بنسټ خپل کار ته دوام ورکړ ، ترڅو د ساینسي تګلارې لپاره د معیارونو عصري ټولګه رامنځ ته کړي. د توماس کوهن د ۱۹۶۲ ز کال کتاب (د ساینسي انقلابونو جوړښت) هم اغېزمن و، چې د ساینسي پرمختګ نظر یې په پرله پسې توګه ګواښلی، چې د اصولي تجربې د یوې ثابتې تګلارې پر بنسټ د پوهې د یوځای حصول پر ځای یې استدلال وکړ، چې هر پرمختګ "د بېلګې یا الګو" سره اړیکه لري چې د پوښتنو، مفکورو او علومو یوه ټولګه ده، چې په یوه ځانګړې تاریخي موده کې ساینسي دسیپلین تعریفوي. [1]
له هغه وروسته، ساینس ته منسجم کونکي لیدلوری د وي ډبلیو کوین او نورو له خوا مشهور شو، چې په کې یوه تیوري په هغه شرط د باور وړ ګڼل کېږي چې، د یوې منسجمې بشپړې برخې په توګه د مشاهدې وړ وي. ځینې مفکرین، لکه: ستیفن جې ګولډ کوښښ وکړچې، د ساینس بنسټ په جوتو فرضیو کې، لکه: د طبیعت یووالي را منځ ته کړې. د فیلسوفانو یوې لږه کۍ ډلې او په ځانګړې توګه پاول فییرابند استدلال وکړ چې، "د ساینسي تګلارې" په څېر هېڅ شی نشته، نو د ساینس ټولو لیدلرو ته، له طبیعت نه پورته لیدلورو په ګډون، باید اجازه ورکړل شي. د ساینس په اړه د فکر کولو بل لیدلوری، چې د ډیویډ بلور او بیري بارنس په څېر د پوهانو له خوا وړاندې شو، د ټولنپوهنې له اړخه د پوهې د را منځ ته کېدو څرنګوالی مطالعه کوي. په پای کې په قاره یي فلسفې کې یو دود، د انساني تجربې د سختې شننې د لیدلوري پر بنسټ ساینس تر څېړنې لاندې نیسي.
د ځانګړو علومو فلسفې، د وخت د ماهیت په اړه پوښتنې چې د انشټین عمومي نسبتیت له لوري راپورته شوې، څخه نیولې د عامه پالیسۍ په برخه کې د اقتصادي علومو تر کارولو پورې تر بحث لاندې راوړې. یوه اساسي موضوع دا ده چې، ایا د یوې ساینسي تیوري شرایط د بلې شرایطو ته په خپل منځي ډول را ګرځېدای شي او دا کېدای شي او کنه. یا په بله وینا: ایا کیمیا فزیک ته را ګرځېدای شي، یا ټولنپوهنه فردي ارواپوهنې ته راګرځېدای شي؟! د ساینسۍ فلسفې عمومي پوښتنې په ځینو ځانګړو علومو کې په لویه اختصاصي بڼه راپورته کېږي، دنمونې په توګه: د ساینسي استدلال د اعتبار په اړه پوښتنه د احصایوي علومو په بنسټونو کې په بل ډول لیدل کېږي. دا پوښتنه چې څه شی د ساینس په توګه ګڼل کېږي او څه باید و نه ګڼل شي، د طب په فلسفه کې د ژوند او مرګ د درېځ په توګه راپورته کېږي. له دې سره، د بیولوژي، ارواپوهنې او ټولنیزو علومو فلسفه دا څېړي چې، ایا د انسان د طبیعت ساینسي مطالعات کولای شي، حقیقي بڼه ترلاسه کړي، یا ایا د ارزښتونو او ټولنیزو اړیکو پر بنسټ په نه انکار نه کېدونکې بڼه را منځ ته شوې دي او که نه.
د ساینس او غیر ساینس ترمنځ توپیر د یوې ستونزمنې پولې په توګه ګڼل کېږي. د بېلګې په توګه: ایا رواني شننه، د پیداېښت ساینس او تاریخي مادیات پلوي باید سیدوساینس (هغه چې د علم په بڼه څرګند شي، خو علمي بنسټ ونه لري) ګڼل کېدای شي؟ کارل پاپر په ساینسي فلسفه کې دا یوه بنسټیزې پوښتنه وبلله، خو د دې ستونزې په اړه هېڅ یو واحد نظر د فیلسوفانو ترمنځ د منلو وړ نه دی او ځینې یې دا ستونزه د نه حل کېدو وړ یا غیر ضروري ګڼي. مارتین ګاردنر د پوټر سټوارد د معیار(" کله چې زه دا وینم، زه پوهېږم") په کارولو باندې سیدوساینس پېژندلو لپاره استدلال کړی دی. [2][3][4][5]
د منطقي مثبت پلوو لومړنیو هڅو ساینس په مشاهده کې وشمېره، په داسې حال کې چې غیر ساینس يې په غیرمشاهده کې حساب کړ او له همدې امله یې بې معنا و ګاڼه. پاپپر استدلال وکړ چې، د ساینس بنسټیز خاصیت غلط ثابت کېدلو خاصیت دی، يعنې هره مؤثقه علمي ادعا، لږ تر لږه په اصولو کې د غلط ثابت کېدلوځانګړتیا لري. [6][7]
د مطالعې یا تفکر یوه ساحه چې د مشروعیت د هڅې لپاره د ساینس په توګه د بڼې په بدلون ځان څرګندوي او په بل ډول دا موخه نه شي ترلاسه کولای. سیدوساینس (هغه چې د علم په بڼه څرګند شي، خو علمي بنسټ ونه لري) یا حاشیوي ساینس (که څه هم ډېری وختونه د حاشیوي ساینس په عادې بڼه څرګندېږي، ان د الګو بدلون ته بدلون ورکوي) یا تقلبي ساینس ګڼل کېږي. فزیک پوه ریچارد فینمن " د محموله پرستانو ساینس" اصطلاح، د هغو قضیو لپاره رامنځ ته کړه چې، څېړونکي په دې باور دي، چې دوی ساینسي کړنې کوي، ځکه چې د دوی کړنې په ظاهري ډول داسې بڼه لري، مګر په حقیقت کې د دوی کار "د لوړې کچي حقیقت" نه لري، چې په بنسټ یې د دوی پایلې جدي وارزول شي.[8][9]
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.