د برېتانیا تر ادارې لاندې په منځني ختیځ کې د ملګرو ملتونو ماموریت (1920-1948) From Wikipedia, the free encyclopedia
د بریتانیا تر چارسمبالښت لاندې فلسطین هغه جیوپولیټیکي جوړښت و چې له ۱۹۲۰ زکال څخه تر ۱۹۴۸ زکال پورې یې د ملتونو د ټولنې د شرایطو له مخې د فلسطین په خاوره کې د فلسطیني قیمومت تر نامه لاندې شتون درلود. [1]
د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال (۱۹۱۴ – ۱۹۱۸ زکال) د عثمانیانو د حکومت پر وړاندې د عربو پاڅون او د بریتانیا د سترواکۍ له خوا مصري اعزامي ځواکونو له شام څخه عثماني ترکان وشړل. لویې بریتانیا د مک ماهون – حسین په مکاتباتو کې هوکړه کړې وه چې که چېرې عربان د عثماني ترکانو پر وړاندې پاڅون وکړي، دوی به د عربو خپلواکۍ ته درناوی وکړي، خو بالاخره بریتانیا او فرانسې دغه سیمه د سایکس- پیکو د هوکړې پر مټ وویشله – هغه چاره چې عربو خاینانه وبلله. [2]
له دې وړاندې پیچلې موضوع په ۱۹۱۷ زکال کې د بالفور اعلامیه وه او له مخې یې بریتانیا ژمنه وکړه چې په فلسطین کې به د یهودانو د «ملي کور» له جوړولو ملاتړ وکړي. د جګړې په وروستیو کې بریتانیا او فرانسې په عثماني سوریه کې «د دښمن د اشغالي قلمرو اداره» جوړه کړه. بریتانویانو د ۱۹۲۲ زکال په جون میاشت کې د ملتونو له ټولنې څخه د دغې ادارې د مسئولیت اخیستو پر مهال مشروعیت وموند. د ملتونو د ټولنې د حاکمیتي سیسټم یوه موخه دا وه چې د عثماني سترواکۍ څخه منقرضې شوې سیمې تر هغه مهاله اداره کړي «تر چې وکولای شي په یوازې توګه ځان وساتلی شي». [3]
د چارسمبالښت یا قیمومت په دوره کې، دغه سیمه په دواړو یهودي او عربي ټولنو کې د یهودانو د کډوالۍ او ملت پالونکو خوځښتونو د زیاتوالي شاهده وه. د دغو دوه لورو ترمنځ د ګټو پر سر سیالۍ له ۱۹۳۶ تر ۱۹۳۹ زکال پورې په فلسطین کې د عربو د پاڅون او له ۱۹۴۴ تر ۱۹۴۸ زکال پورې تر قیمومت لاندې فلسطین کې د یهودانو د پاڅون لامل وګرځېدې. په عربي او یهودي دوه جلا هېوادونو باندې د فلسطین د وېشلو په موخه د ملګرو ملتونو طرحه د ۱۹۴۷ زکال په نومبر میاشت کې په تصویب ورسېده. د ۱۹۴۸ زکال د فلسطین جګړه د اسرائیلو د دولت او د اردن د هاشمي پاچاهۍ ترمنځ د بریتانیا تر چارسمبالښت لاندې فلسطین په وېشلو پای ته ورسېده چې اردن ته د اردن د سیند د ختیځ بانک ټول قلمروونه الحاق شول او د مصر پاچاهي د غزې په تړانګه کې «د ټول فلسطین په نامه تر ملاتړ لاندې قلمرو» رامنځته کړ.
د ۱۹۲۲ زکال په اګست میاشت کې د فلسطین اړوند سلطنتي شورا د مقرراتو پر بنسټ؛ د بریتانیا تر چارسمبالښت لاندې قلمرو د ولسوالیو په نامه اداري واحدونو وویشل شو چې د فلسطین لپاره د بریتانیا د عالي کمیشنرۍ له خوا اداره کېده. [4]
بریتانیا د عثماني سترواکۍ د ملیت په نامه سیسټم ته دوام ورکړ چې له امله یې د وګړو شخصي او مذهبي ماهیت لرونکې ټولې چارې د مسلمانانو او همدارنګه هلته د شته نورو ادیانو د محاکمو په صلاحیت کې وې. د بریتانیا عالي کمیشنرۍ د ارتدکس خامخانو یو اصلاح شوی ملیتي سیسټم رامنځته کړ چې یوولس مذهبي ټولنې یې په رسمیت پېژندلې: مسلمانان، یهودان او نهه عیسوۍ ډلې (چې هېڅ یو له دغو نهو ډلو څخه پروتستانت عیسوۍ ډله نه وه). ټول هغه کسان چې د دغو پېژندل شوو ټولنو غړي نه و د ملیتي تنظیماتو څخه بهر پاتې شول. په پایله کې، د بېلګې په توګه د اعتقادي ټولنو د غړو ترمنځ واده شونی نه و او عرفي واده هم شتون نه درلود. د دغو ټولنو ترمنځ اړیکې هم یوازې په اسمي بڼه وې، یعنې دا چې تر ډېره یې عملي بڼه نه لرله.
له مذهبي محاکمو پرته نور قضایي جوړښت یې د بریتانوي نظام له مخې و او یوه ستره محکمه یې لرله چې د مرکزي محکمې او مرکزي جنايي محکمې په پریکړو باندې یې د بیاکتنې او په هغو کې یې د تعدیل واک درلود. د دغې سترې محکمې پنځه رئیسان په ترتیب سره په لاندې توګه وو:
په ۱۹۳۲ زکال کې د ګیرشون آګرون له خوا د فلسطین پوسټ په نامه سیمه ییزه ورځپاڼه تاسیس شوه چې په ۱۹۵۰ زکال کې یې نوم اورشلیم پوسټ ته واوښت. په ۱۹۲۳ زکال کې پینهاس روټنبرګ د فلسطین الکټریک په نامه شرکت تاسیس کړ چې په ۱۹۶۱ زکال کې یې نوم اسرائیل الکټریک کارپورېشن ته واوښت.
له ۱۹۲۲ زکال څخه تر ۱۹۴۷ زکال پورې د یهودانو د اقتصادي سکتور وده ۱۳.۲٪ وه چې تر ډېره یې د کډوالۍ او بهرنۍ پانګونې څخه سرچینه اخیسته؛ په داسې حال کې چې د عربو د اقتصاد کلنۍ وده ۶.۵٪ وه. د سړي سر حساب له مخې دغه وده په ترتیب سره ۴.۸٪ او ۳.۶٪ وه. په ۱۹۳۶ زکال کې یهودانو له عربو څخه ۲.۶ ځله زیاته ګټه لرله. بل پلو، د نورو هېوادونو د عربو په پرتله د فلسطین عربو لږ ډېر عاید درلود. [9][10]
د یافا الکټریک شرکت په ۱۹۲۳ زکال کې د پینهاس روټنبرګ له خوا تاسیس شو او وروسته بیا د فلسطین الکټریک په نامه شرکت کې ادغام شو سربېره پر دې په ۱۹۳۳ زکال کې د اردن لومړنی هایدروالکټریک پاور شرکت پرانیستل شو. په ۱۹۳۴ زکال کې د فلسطین هوايي شرکت، په ۱۹۲۷ زکال کې انجل بېکریز یا انجل نانوايي او په ۱۹۲۶ زکال کې د لبنیاتو تنوا شرکت تاسیس شو. د برېښنا د تولید چارو تر ډېره پورې له یهودي صنعت څخه سرچینه اخیسته او مرکزونه یې په تل آویو او هیفا کې جوړ شول. ورته مهال تل آویو زیاتې کارخونې او فابریکې لرلې په داسې حال کې چې د ۱۹۳۰مې لسیزې په لومړیو کې دواړو ښارونو د صنعت په برخه کې په یوه کچه برېښنا ته اړتیا لرله. [11]
د دغه هېواد لوی صنعتي زون په هیفا کې و، چېرې چې د کارکوونکو لپاره یې د کورونو جوړولو ګڼ شمېر پروژې پلې شوې.[12]
په ۱۹۳۹ زکال کې د ملګرو ملتونو د انساني پراختیايي شاخص پر بنسټ د نړۍ له ۳۶ هېوادونو څخه فلسطیني یهودانو په ۱۵مه ، فلسطیني عربانو په ۳۰ مه، مصر په ۳۳مه او ترکیې په ۳۵مه رتبه کې ځای درلود. په ۱۹۴۲ زکال کې د ښاري یهودو فلسطینیانو کچه ۷۶.۲ سلنه وه په داسې حال کې چې عربان یې بیا ۶۸.۳٪ کلیوالي وګړي و. په ټولیزه توګه پوهان دې پایلې ته رسېدلی، له دې سره چې د فلسطین عربي ټولنه په سیمه کې د بلې هرې عربي ټولنې په کچه د یشو (یهودي) سیمو سره سیاله وه، خو همدارنګه په پام وړ کچه له څو ټولنو مخکې هم وه. [13][14][15]
د بریتانیا تر چارسمبالښت/قیمومت لاندې مهال کې فلسطین له اقتصادي او کلتوري پلوه پرمختګ وکړ. په ۱۹۱۹ زکال کې یهودي ټولنې یو متمرکز عبري ښوونیز سیسټم رامنځته کړ او راتلونکی کال د دغه هېواد د استازو ټولنې د یهودو ملي شورا او د هستاډورټ کارګري فدراسیون تاسیس کړ. په ۱۹۲۴ زکال کې د تکنیون پوهنتون او په ۱۹۲۵ زکال کې د اورشلیم هیبریو پوهنتون پرانیستل شو. [16]
له ۱۹۲۰مې لسیزې وروسته عربو فلسطینیانو د یوې عالي ښوونیزې موسسې د جوړولې هڅې وکړې، خو بریالي نه شول. اسرائیلي تاریخ پوه ایلان پاپه دغه موضوع «د یهودو فشار، د عربو ضد د انګریزانو نژاد پالنې او د منابعو کمښت» ته اړونده بللې ده. هغه زیاتوي چې «د بریتانوي چارواکو استعماري ذهنیت داسې و چې فلسطینیان یې داسې استعمار شوي وګړي ګڼل چې باید ظلم پرې شوی وای، په داسې حال کې چې ښاري یهودان یې خپل همکار استعمارګران ګڼل او له دې وېریدل چې د دغه ډول پوهنتون جوړېدل به د فلسطین د ملي خوځښت له پیاوړتیا سره مرسته وکړي».[17]
په ۱۹۳۲ زکال کې د یهودانو د سواد کچه ۸۶٪ او د عربو فلسطینیانو د سواد کچه ۲۲٪ وه، خو له دغه مهال راوروسته د عربو د سواد کچه ورځ تربلې زیاته شوه. د پرتلې له مخې د فلسطیني عربو د سواد کچه له مصر او ترکیې څخه زیاته وه خو له لبنان څخه بیا لږ وه. [18]
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.