From Wikipedia, the free encyclopedia
د افغانستان دولت چې په رسمي بڼه د افغانستان اسلامي امارت (له ۲۰۲۱ زکال څخه تر نن ورځې) بلل کېږي د یو واحد دولت په توګه د افغانستان مرکزي دولت دی. دغه دولت د طالبانو تر مشرۍ لاندې دیني او امارتي بنسټ لري چې سیاسي واګې یې د طالبانو د رهبر او د هغه د مذهبي سلاکارانو په واک کې دي؛ چې په ټولیزه بڼه د رهبرۍ عالي شورا بلل کېږي. د دوی رهبري ټولې مهمې سیاسي پرېکړې د تړلو دروازو تر شا کوي او بیا وروسته د دوی د دولتي او قضايي دستګاوو له خوا اجرا کېږي. له دې امله چې افغانستان خپله یو اسلامي هېواد دی، حکومت یې د شریعت پر بنسټ دی او طالبان هم په کلکه سره د اسلامي شریعت لارښوونې د پراخو ټولنیزو او کلتوري سیاستونو له مخې اجرا کوي.
د تاریخ په اوږدو کې افغانستان د سلطنت، جمهوریت او دیني حکومتونو د بېلابېلو ډولونو پر مټ اداره شوی دی. د دغه هېواد معاصر مذهبي (تئوکراتیک) دولت له ۲۰۰۱ زکال وروسته د طالبانو د شل کلن بغاوت پر مټ په ۲۰۲۱ زکال کې د امریکا او طالبانو د یوې هوکړې پر مټ رامنځته شو او له هغو مخکنی اسلامي جمهوري دولت چې د لویدیځ په ځانګړی ډول د امریکا ملاتړ یې له ځانه سره درلود وپاشل شو.
د افغانستان معاصر دولت په نړیواله کچه په رسمیت نه دی پېژندل شوی او همدارنګه کوم څرګند اساسي قانون هم نه لري، په داسې حال کې چې طالبانو په نږدې راتلونکې کې د اساسي قانون د کمیسیون د جوړولو لپاره خپل پلانونه اعلان کړي. دغه دولت د اساسي قانون پر ځای د اسلامي شریعت څخه خپل سري تفاسیر پلي کوي. همدارنګه په کې د دولتي قواوو ترمنځ هېڅ تفکیک شتون نه لري او ټول واک د طالبانو د رهبر په واک دی. نړیوال څارونکي په دغه دولت باندې د توتالیتارېزم (ټول واکۍ)، د بشري حقونو څخه د سیستماتیکو سرغړونو، نه ځواب ویلو، د روڼتیا د نشتوالي، پر ښځو باندې د بندیزونو لګولو، مذهبي او قومي لږکیو سره د ناوړه چلن او همدارنګه د مخالفو افکارو لرونکو کسانو د ځورولو له امله نیوکې کوي. دغه دولت واک ته د رسېدو راهیسې له اقتصادي ناورین، نړیوالې انزوا، ترهګرۍ، پاڅونونو او همدارنګه د طبیعي پېښو له یوې ټولګې سره ښکېل دی. [1][2][3]
د افغانستان د اسلامي امارت رهبر د دولت رئیس، اعلی سرقوماندان او د افغانستان مذهبي مشر دی. د هغه په مسئولیتونو کې د کابینې د غړو، د قضایه قوې د چارواکو، د وسله والو ځواکونو د لوی درستیز، والیانو او ښاروالانو ټاکل او لرې کول، د اړتیا وړ فرامینو صدور او همدارنګه د پورته یادو شوو کسانو د وظیفوي صلاحیتونو ټاکل شاملېږي. رهبر همدارنګه هغه قوانین چې د وزارتونو له خوا جوړېږي د عدلیې وزارت او له اسلامي شریعت سره د هغو د همغږي کولو د کمیسیون له تائید وروسته تصویب یا هم رد کوي. د رهبر کاري دوره د هغه تر ژوندانه دوام لري او مرستیالان یې خپله د رهبر او همدارنګه د رهبرۍ شورا له خوا ټاکل کېږي چې بیا کولای شي د هغه ځای ناستي شي. [4][5][6][7][8][9][10][11][12]
رهبر ته یوه څلور یا شپږ کسیزه مشورتي شورا د افرادو د ټاکنې، ملي امنیت او همدارنګه د داخلي او مذهبي سیاستونو په برخه کې مشورې ورکوي. دغه کسان د هېواد د سیاسي پرېکړو اړوند وروستۍ خبره کوي. [13]
د افغانستان د اسلامي امارت د رهبر مرستیال (مرستیالان) د رهبر له خوا د نامحدودې مودې لپاره ټاکل کېږي. د رهبر مرستیال په هغه صورت کې چې پخوانی رهبر د دندو د ترسره کولو توان وه نه لري یا هم ورته لاسرسی نه کېږي د واکیال رهبر په توګه عمل کوي. ورته مهال، کېدای شي چې رهبر له دوه مرستیالانو څخه زیات مرستیالان ولري، هماغه ډول چې اختر محمد منصور هیبت الله اخندزاده او سراج الدین حقاني خپل مرستیالان ټاکلي و. د معیار له مخې د رهبر له مړینې وروسته د هغه لومړی مرستیال رهبر ټاکل کېږي. [14][15][16]
د کندهار د علماوو شورا یا د کندهار ولایتي شورا په عملي بڼه د افغانستان د اسلامي امارت په چارو باندې واکمن او څار کوونکی بنسټ دی. له دې سره چې دغه شورا په رسمي بڼه د کندهار ولایت په حکومتي چارو کې د مشورې ورکولو او پر هغو د څار مسئولیت پر غاړه لري په کابل کې د وزیرانو د شورا ټولې پرېکړې تائید او یا هم رد کوي. [17][18][19]
د دغې شورا ټول غړي دیني عالمان او د کندهار ولایت اصلي اوسېدونکي دي. د دغې شورا ټول ۲۴ غړي رهبر ټاکي او خپله ځانته مشر او مرستیال لري چې یو اداري او مالي مدیر په چارو کې ورسره مرسته کوي. [20][21]
د علماوو شورا په افغانستان کې تر ټولو مخکښه دیني مرجع ده. دغه شورا له شریعت سره د اجرایوي قوې د ټولو چارو د همغږۍ څخه د ډاډ ترلاسه کولو مسئولیت لري او آن کولای شي د وزیرانو شورا پرېکړې له پامه وغورځوي. په نورو مسئولیتونو کې یې د رهبر ټاکنه، د هغو لرې کول او همدارنګه له رهبر سره بیعت شاملېږي. [22][23][24][25][26]
مرکزي دارالافتا د بېلابېلو مسایلو اړوند د فتوا ورکولو مسئولیت پر غاړه لري. دغه بنسټ د یو دیني قضايي بنسټ په توګه عمل کوي او اجازه لري د ګڼ شمېر موضوعاتو اړوند الزامي پرېکړو ته ورته پرېکړې وکړي، هغه چې د دوی له خوا له اسلامي قوانینو سره مطابق ګڼل کېږي. مشر یې د رهبر له خوا ټاکل کېږي او همدارنګه یې یوازې رهبر له واکه ګوښه کولای شي. [27][28][29][30]
د افغانستان د اسلامي امارت لومړی وزیر د حکومت د مشر په توګه ټاکل کېږي. نوموړی د ملکي خدمتونو پر چارو د نظارت او د وزیرانو شورا د مشرۍ مسئولیت پر غاړه لري. د لومړي وزیر دفتر په کابینه کې د شاملو هغو شپږو بنسټونو څخه دی چې په مستقیم ډول د رهبر تر څار لاندې فعالیت کوي. [31][32][33]
لومړی وزیر د کابینې له نورو غړو سره یوځای د رهبر له خوا د یوې نامالومې مودې لپاره په کار ګمارل کېږي او همدارنګه یې رهبر له واکه لرې کولای شي.
د افغانستان د اسلامي امارت د لومړي وزارت مرستیالان د حکومت د مرستیالانو په توګه ګمارل کېږي او د لومړي وزیر په غیابت یا د هغه د کاري ناتوانۍ پر مهال د ملکي خدمتونو او د وزیرانو د شورا مسئولیت پر غاړه لري. له دې سره له ۲۰۲۱ زکال راهیسې دغه مرستیالان د ځانګړو تخصصي برخو اړوند ګمارل شوي چې مهمو موضوعاتو ته د اړوندو تخنیکي کمیسیونونو مسئولیت پر غاړه لري. [34][35][36][37]
د لومړي وزیر او د کابینې د غړو په څېر د لومړي وزارت مرستیالان هم د رهبر له خوا ګمارل کېږي او همدارنګه یې له واکه هم لرې کوي.
د وزیرانو شورا د افغانستان د اسلامي امارت کابینه جوړوي. دغې شورا ته ۲۵ بنسټونه (وزارتونه) اړوند دي چې د ملکي او پوځي خدمتونو د برخې مامورین اداره کوي او د لومړي وزیر له خوا یې چارې څارل کېږي. وزارتونه د خپلو چارو اړوند د قوانینو جوړولو مسئولیت لري چې د عدلیې وزارت له ارزونې وروسته د رهبر له خوا تائید او یا هم رد کېږي. په داسې حال کې چې لومړی وزیر د کابینې مشري پر غاړه لري خو په عملي بڼه بیا د رهبرۍ مقام ته ځواب ویونکي او د هغو تابع دي. [38][39][40][41][42]
د افغانستان د اسلامي امارت د وزیرانو د شورا جوړښت په لاندې ډول دی:
یو شمېر کمیسیونونه هغو مسایلو او موضوعاتو ته د رسیدګۍ په برخه کې جوړ شوي چې د اسلامي امارت له خوا مهم ګڼل کېږي. د کابینې یو شمېر وزیران د دغو کمیسیونونو د چارو د مخته وړو په موخه ګمارل کېږي. د افغانستان د اسلامي امارت د حکومت له خوا د ۲۰۲۱ زکال د اګست له ۱۵مې نېټې وروسته یو شمېر کمیسیونونه رامنځته شوي چې په لاندې ډول دي: [43]
د افغانستان د اسلامي امارت قضایه قوه د دغه هېواد قضايي سیستم جوړوي؛ چې له سترې محکمې ، د ایستناف له محکمو، مدني محکمو او لومړنیو محکمو څخه جوړه ده. د محاکمو قاضیان او چارواکي د رهبر له خوا ټاکل کېږي او ګوښه کېږي. [57]
د افغانستان د اسلامي امارت ستره محکمه د قضایه قوې وروستۍ او عالي محکمه ده چې د نورو محاکمو پر چارو څارنه کوي. اوس مهال دغه محکمه یو قاضي القضات او دوه مرستیالان لري. [58]
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.