From Wikipedia, the free encyclopedia
جیبوتي چې رسمي نوم یې د جېبوتي جمهوریت دی د افریقا په (ښکر) کې پروت یو هیواد دی چې پلازمینه یې د جیبوتی ښار ښار دی. مساحت یې ۲۰۰'۲۳ کیلومتره مربع او د وګړو شمیر یې ۱۵۹'۸۱۸ نفره دی. جیبوتی په ۲۷ د جون ۱۹۷۷م کال له فرانسه نه خپلواکی ترلاسه کړه، د پیسو واحد یې د جیبوتی فرانک (DJT) او ولسمشر یې اسماعیل عمر غیله دی. جیبوتي، په رسمي ډول د جیبوتي جمهوریت، د افریقا د ښاخ په برخه کې یو هېواد دی. دا هېواد له سویل لوري له سومالیا، له سویل لوېدیځ لوري له ایتوپیا، له شمال لوري له اریتریا، او له ختیځ لوري د سرې سمندرګۍ او د عدن له خلیج سره ګډه پوله لري. د عدن خلیج په هغه غاړه کې یمن پروت دی. دا هېواد ټولټال ۲۳،۲۰۰ کیلومتر مربع (۸،۹۵۸ مایل مربع) مساحت لري.
جيبوتي | |
---|---|
بیرغ | نښان |
شعار | |
ملي ترانه: | |
ځمکه او استوګنه | |
کوارډينېټ | 11.8°شمال 42.433333°ختيځ [1] |
پراخوالی | 23200 کیلومتره مربع |
پلازمېنه | جیبوتی |
رسمي ژبې | فرانسوي ژبه ، عربي ژبه |
مشرتابه | |
بنسټ اېښودنه او واکمنۍ | |
خپلواکۍ نېټه | ۲۳ جون ۱۹۷۷ |
د عمر محدودیتونه | |
د واده عمر | 18 کلن |
نور مالومات | |
پیسې | د جیبوتی فرانک |
تګلوری | ښي لورۍ [2] |
رسمي وېبپاڼه | د تاييدولو سرچينه |
هېواد کوډ | DJ |
د زنګ وهنې نړیوال کوډ | +253 |
په لرغونې زمانه کې، دا هېواد د ایتوپیا، اریتریا او سومالیلنډ سره یوځای د پونټ د خاورې برخه وه. زیلا ته نږدې، چې اوس په سومالیلینډ کې ده، د منځنیو پیړیو عدل او عفت سلطنتونه وو. د نولسمې پیړۍ په وروستیو کې، د سومالیلنډ فرانسوي مستعمره له فرانسويانو سره د واکمن دیر سومالي (Dir Somali) سلطانانو له لوري د لاسلیک شوو تړونونو وروسته رامنځ ته شوه او دایر داوا (Dire Dawa) (چې وروسته ادیس ابابا شوه) ته د دې مستعمرې ریل پټلۍ لاره هواره کړه چې په چټکۍ سره زیلا د سوېلي ایتوپیا او اوګاډن د بندر بدیل وټاکي. دا سیمه وروسته په ۱۹۶۷ کال کې د فرانسې د عفر او عیسی د سیمې په نوم و نومول شوه. د جیبوتي خلکو یوه لسیزه وروسته د خپلواکۍ په ګټه رایه ورکړه. دې کار په رسمي ډول د جیبوتي جمهوریت تاسیس را منځ ته کړ، چې د دې هېواد پلازمینې په نوم ونومول شو. نوی دولت په همدې کال کې د ۱۹۷۷ کال د سپتمبر په ۲۰ نېټه د ملګرو ملتونو غړی شو. د ۱۹۹۰ کلونو په لومړیو کې، د حکومت د استازیتوب پر سر تاوتریخوالی د وسله والې شخړې لامل شو، چې په ۲۰۰۰ کال کې د واکمن ګوند او اپوزیسیون ترمنځ د واک د وېش په تړون پای ته ورسېد. [3][4][5][6][7][8]
جیبوتي یو څو توکمیز هېواد دی چې له ۹۲۱،۸۰۴ څخه ډیر نفوس لري (چې په افریقا کې ترټولو کوچنی دی). فرانسوي او عربي ژبې د دې هېواد دوه رسمي ژبې دې او عفر او سومالي یې ملي ژبې دي. نږدې ۹۴٪ اوسیدونکي یې د اسلام لارویان دي چې د دې هېواد رسمي دین دی او له زرو کلونو څخه زیات په دې سیمه کې حاکم دی. سومالی او عفر دوه لویې توکمیزې ډلې جوړوي، چې عفر یې اکثریت دی. دواړه د افرو-آسیایي ژبو په کوشي ژبه خبرې کوي.
جیبوتي په ستراتیژیک ډول د نړۍ د کښتیو ترټولو بوختو لارو ته نږدې موقعیت لري،چې سره سمندر او د هند سمندر ته لاسرسی کنټرولوي. دا هېواد د تیلو د اچولو او د بار د بدلولو مهم مرکز ګڼل کېږي او د ګاونډي ایتوپیا څخه د وارداتو او صادراتو لپاره اصلي سمندري بندر دی. دا هېواد د یوه پراخیدونکي سوداګریز مرکز په توګه، د بېلابېلو بهرنیو پوځي اډو ځای دی. د پراختیا بین الدول ادارې (IGAD) سیمه ایزه څانګه هم د جیبوتي په ښار کې مرکزي دفتر لري.
جیبوتي په رسمي ډول د جیبوتي جمهوریت په نوم پېژندل کېږي. په سیمه ایزو ژبو کې د Yibuuti (په عفر ژبه کې) اوJabuuti په (سومالي ژبه کې) په نوم پېژندل کېږي.
د دې هېواد نوم د هغه د پلازمینې په نوم نومول شوی، چې د جیبوتی ښار دی. د نوم په ریښه کې اختلاف موجود دی. د دې ریښې په اړه ډېرې تیورېګانې او افسانې شته، چې نظر هرتوکم ته توپیر لري. یوه تیوري د عفر ژبې له کلیمې ګابوتي (gabouti) څخه اخیستل شوې، چې معنی یې "پلیټ" یا ټوټه ده، چې ښایي د سیمې په جغرافیایي ځانګړتیاوو دلالت وکړي. بله یې دا نوم له ګابود (gabood) سره نښلوي، چې معنی یې "مرتفع ځمکه/ هواره" ده. جیبوتي د "تیحوتي خاورې" یا "د تحوت د خاورې معنې هم ورکوي (په مصري کې: Djehuti/ Djehuty) ده او د مصر د سپوږمۍ خدای له معنی څخه اخیستل شوی. [9][10][11][12]
له ۱۸۶۲ کال څخه تر ۱۸۹۴ کال پورې، د تاجورا د خلیج شمال لور ته خاوره د "اوبوک" په نوم یادېده. دا سیمه چې تر فرانسوي ادارې لاندې وه، له ۱۸۳۳ کال څخه تر ۱۹۶۷ کال پورې د فرانسوي سومالیلنډ (په فرانسوي ژبه: Côte française des Somalis) په نوم یادېده او له ۱۹۶۷ کال څخه تر ۱۹۷۷ کال پورې د عفر او عیسی فرانسوي سیمه (په فرانسوي کې: Territoire français des Afars et des Issas) په نوم یادېده. [13][14]
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.