From Wikipedia, the free encyclopedia
جنسیتي مطالعات د پوهنتوني علمي څانګو ترمنځ هغه څانګه ده چې د جنسیتي هویت تحلیل او تجزیې او همدارنګه جنسیتي بیان ته اړوندېږي. جنسیتي مطالعات د ښځو، فیمینېزم، جنسیت او سیاستونو په برخو کې د ښځو اړوند له مطالعاتو سرچینه اخلي. دغه څانګه اوس مهال د کوئیر جنسیت لرونکو (چې ځانونه نه ښځینه او نه نارینه بولي) او نارینه وو مطالعات هم ترپوښښ لاندې راولي. دغه څانګه په ځانګړې توګه په لویدیځو پوهنتونونو کې له ۱۹۹۰ زکال وروسته رامنځته شوه چې د دود ماتونې د بهیر له را څرګندېدو سره هم مهاله ده. [1][2][3]
په هغو علمي څانګو کې چې تر ډېره له جنسیتي مطالعاتو سره مرسته کوي ادبیات، ژب پوهنه، انساني جغرافیه، تاریخ، سیاسي علوم، لرغونپوهنه، اقتصاد، ټولنپوهنه، ارواه پوهنه، وګړ پوهنه، سینما، موسیقي پوهنه، رسنیز مطالعات، انساني پراختیا، حقوق، عامه روغتیا او طبابت په کې شاملېږي. جنسیتي مطالعات همدارنګه دا تحلیل کوي چې څه ډول نژاد، قومیت، موقعیت، ټولنیزه طبقه، ملت او معلولیت د جنس او جنسیت له کټګوریو سره تقاطع کوي. [4][5][6][7]
په جنسیتي مطالعاتو کې د «جنسیت» اصطلاح تر ډېره پورې د ښځې یا نارینه د بیولوژیکي ځانګړنو پر ځای د ښځینه او نارینه ټولنیزو او کلتوري جوړښتونو ته د نغوتې کولو په موخه کارول کېږي. ورته مهال دغه لیدلوری د ټولو جنسیتي پوهانو له خوا په پام کې نه نیول کېږي. [8]
جنسیت له ګڼ شمېر څانګو لکه ادبي نظریي، نمایشي مطالعاتو، فلمي تیوري، د نندارې له تیوري، د معاصر هنر له تاریخ، انسان پوهنې، ټولنپوهنې، ټولنیزې ژب پوهنې او ارواه پوهنې سره اړیکه لري. ورته مهال د دغه څانګو کړنلارې ځینې وختونه د دې اړوند چې ولې او څرنګه جنسیت لوستل کېږي له یو بل توپیر مومي. په سیاست کې جنسیت کېدلای شي د یو بنسټیز بحث په توګه په پام کې ونیول شي ځکه چې سیاسون له هغو څخه په بېلابېلو موضوعاتو کې ګټنه کوي. جنسیتي مطالعات هم په یوازې توګه داسې یوه څانګه ده چې د ګڼ شمېر څانګو لارې چارې په ځان کې رانغاړي. [9][10]
ګڼ شمېر نورې څانګې «جنسیت» د یو عمل په توګه په پام کې نیسي چې ځینې وختونه د هغه څه په توګه ترې یادونه کوي چې نه یوازې شته واقعیت بیانوي بلکې ټولنیز واقعیتونه هم بدلوي. [11]
د جنسیتي مطالعاتو په برخه کې تر ټولو اغېزناکې نظریې؛ اروايي څېړنې ته اړونده فیمینېستې نظریه چې تر ډېرې کچې د جولیا کریسټوا او براچا ال. اټینګر له خوا بیان شوې او فروید او لاکان یې اړوند معلومات ورکړي او همدارنګه د شیانو ترمنځ د اړیکو تیوري ده. [12][13][14][15][16][17]
تاریخ لیکونکی او نظر ورکوونکی برایان پالمر استدلال کوي چې په مخکنۍ جوړښت پالنې باندې د جنسیتي مطالعاتو اوسنۍ اتکا د تاریخي پېښو او بهیرونو بنسټ، معنی او پایلې مبهمې کوي. نوموړی په دې استدلال په جنسیتي مطالعاتو کې د جاري بهیرونو سره د مقابلې په لټه کې دی چې باید د ژوندانه تجربیات، د لاس لاندې توب او واک جوړښتونه تحلیل کړي. ارواه پوهه دبرا ډبلیو. سو، باوري ده چې جنسیتي مطالعات له یو لړ مشکوکو علمي چارو څخه رامنځته شوي او یوه غیر علمي نظریه ده چې د ماشومانو په ژوندانه کې د اخلال لامل ګرځي. [18][19]
فیمینېسته فیلسوفه روزي بریډونټي پر جنسیتي مطالعاتو له دې امله نیوکې کوي چې «د مردانګۍ د اجنډا پر بنسټ دغه مطالعات د فیمینېستي لارو چارو ځای نیونکې دي او له امله یې د فیمینېستي علمي پلاوو څخه مالي مرستې نورو موقعیتونو ته هدایت کېږي. د لته د داسې ... موقعیتونو موارد شتون لري چې د جنسیتي مطالعاتو تر عنوان لاندې ورته تبلیغ کېږي او ځای په کې «روڼ آندو هلکانو» ته ورکړل شوی. یو شمېر سیالي کوونکي یې د همجنس بازانو د مطالعاتو تر پوښښ لاندې راولي. په دغه بحث کې تر ټولو ځانګړی اهمیت د هغو اصلي خپرونکي راتلج ته اړوندېږي چې زموږ پر باور په داسې ډول د جنسیت د ترویج مسئول دی چې هڅه کوي د هغو له مخې فیمینېستي کړنلارې له منځه یوسي او په دې سره مردانګۍ او د همجنس ګرایانو نارینه هویت ته بیا بازار ومومي». کالوین توماس یې په غبرګون کې څرګنده کړه چې «هماغه ډول چې جوزف آلن بون ورته اشاره کوي، د فیمینېزم ډېری پیاوړي ملاتړي همجنس ګرایان دي» او د دغه جریان د اصلي خپرونکو د لارو چارو له پامه غورځول «ناسمه» چاره ده؛ هماغه ډول چې راتلج د فیمینېستي نظریه ورکوونکو د هڅو په ترویج کې مرسته کړې. [20]
جنسیتي مطالعات، په ځانګړې توګه د جنسیتي مطالعاتو په اډانه کې کوئیر جنسیتي مطالعات د کاتولیک کلیسا د کشیشانو او کاردینالانو له خوا په انساني بیولوژي باندې د برید په توګه تر نیوکو لاندې راغلي. پاپ فرانسېس ویلي چې په ښوونځیو کې د جنسیتي هویت زده کړې «مفکوروي استعمار» دی چې سنتي کورنۍ او ناهمجنس پالنه ګواښي. فرانسه لومړنی هېواد و چې هغه مهال په کې دغې ادعا رواج وموند کله چې کاتولیک خوځښتونو د پاریس په واټونو کې د همجنس بازانو د واده او زوی بللو (بچه خواندګۍ) د لایحې پر ضد لاریونونه ترسره کړل. د حقوقو او جنسیت په برخه کې څېړونکی برنو پیریو استدلال کوي چې دغه وېره ژورې تاریخي ریښې لري او د جنسیتي مطالعاتو او کوئیر نظریې رد کول د ملي هویت او د لږکیو د سیاستونو اړوند د اندېښنو څرګندویي کوي. جیسون هریسون استدلال کوي چې د جنسیت ضد تیوري لرونکی فرانسوي خوځښت له حقیقت وروسته د ښي اړخو پوپولیستي سیاستونو ځانګړنې له ځانه ښيي. [21][22][23][24][25][26]
په نیوسوت ولز کې هغه مهال د جنسیتي مطالعاتو ځانګړې برخې منع اعلان شوې چې د جنسي او اړوندو روغتیايي زده کړو په برخه کې یوې خپلواکې بیاکتنې د هغو په ښوونیزو توکو کې د موجودو بحث پارونکو توکو څخه یادونه وکړه. [27]
په مرکزي او ختیځه اروپا په ځانګړې توګه په هنګري، پولنډ او روسیه کې جنسیت ضد خوځښتونه مخ پر زیاتوالي دي. [28][29]
اوس مهال په روسیه کې جنسیتي مطالعات شتون لري. په داسې حال کې چې د دولت له خوا ملاتړ کېدوني اقدامات یې د واکمنانو له سنتي جنسیتي لیدلورو څخه پیروي کوي. د بېلګې په توګه د کورني تاوتریخوالي د څېړنو او مجازاتو قانون په ۲۰۱۷ زکال کې تر ډېرې کچې محدود و. له ۲۰۱۰ زکال راهیسې د روسیې دولت د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې داسې یو کمپاین مخته وړي چې هڅه کوي روسي «سنتي ارزښتونه» د بشري حقونو د ملاتړ او د هغو د ودې په برخه کې د مشروعو ملاحظاتو په توګه په رسمیت وپېژندل شي. [30][31]
د جنسیتي مطالعاتو پروګرامونه د ۲۰۱۸ زکال په اکتوبر میاشت کې په هنګري کې منع شول. په هغه اعلامیه کې چې د لومړي وزیر ویکټور اوربان له دفترڅخه خپره شوه، د هغه یو له ویندویانو څخه وویل «د دولت لیدلوری دا دی چې وګړي یا نارینه یا ښځینه نړۍ ته راځي او موږ دا د منلو وړ نه بولو چې د بیولوژیکي جنیست پر ځای د ټولنیزو جوړو شوو جنسیتونو اړوند خبرې وکړو». دغه ممنوعیت د ګڼ شمېر هغو اروپايي پوهنتونونو نیوکې راوپارولې چې په خپلو ښوونیزو پروګرامونو کې یې د جنسیت زده کړې وړاندې کولې؛ له دغو پوهنتونونو څخه یو هم په بوداپست کې د مرکزي اروپا پوهنتون و چې منشور یې د دولت له خوا لغو شو او دغه چاره له علمي اصولو څخه د هنګري د واکمن ګوند د لرې کېدو په توګه وګڼل شوه. [32]
د چین د خلکو مرکزي دولت د جنسیتي مطالعاتو او همدارنګه د جنسیتي ټولنیزې پراختیا له مطالعاتو څخه د تاریخ او هغو اقداماتو په برخه کې ملاتړ کوي چې د جنسیتي برابرۍ لامل ګرځي. د مائوتسه تونګ په فلسفې باندې په استناد سره «ښځو نیم آسمان ولاړ ساتلی»، دغه لیدلوری کولای شو د کلتوري انقلاب د برخې په توګه د ښځینه او نارینه و د برابرۍ د دوام په توګه وبولو.[33]
د رومانیا مشرانو جرګې د ۲۰۲۰ زکال په جون میاشت کې د رایو په اکثریت د زده کړو ملي قانون تصویب کړ او په هغو کې یې جنسیتي هویت ته اړوندې هغه نظریې او لیدلوري منع اعلان کړل چې د بیولوژیکي جنسیت څخه جلا مفهوم وړاندې کوي. دغه ممنوعیت د ۲۰۲۰ زکال په ډسمبر میاشت کې د رومانیا د اساسي قانون د محکمې له خوا لغو شو؛ له دې څخه وړاندې ولسمشر کلاوس یوهانیس دغه لایحه ننګولې وه. [34][35][36]
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.