د افغانستان ولایت From Wikipedia, the free encyclopedia
د باميان ولايت د افغانستان له مركزي ولاياتو څخه دى، چي پلازمینه یې د بامیانو ښار دی. ددې ولایت مساحت ۱۸۰۲۹,۲ کیلومتره مربع دی او د وگړو شمېر يې په ۲۰۲۱ کال کي ۴۹۵۵۵۷ تنه اټکل سوی دی.[2] باميان په مرکزي افغانستان کي یو له سترو تاریخي او لرغونو سیمو څخه ګڼل کیږي، چي د هیواد دوه مشهوره تاریخي اثار (د بودا پژي) هم پکښي شتون لري.
ژبې | |
---|---|
پلازمېنه |
عمومي مالومات | |
---|---|
وګړو شمېر |
۴۹۵٬۵۵۷[1] — ۴۹۲٬۴۰۰ |
پکي شاملې اداري سیمې | |
رسمي ژبه | |
ځايي ژبې | |
د حکومت مشر | |
اداري سیمه | |
هېواد |
د ځای کچه |
---|
کورډينېشن |
---|
بامیان ولایت د افغانستان له پلازمیني کابل څخه په ۱۷۵ کیلومتره فاصله کي د ۶۷ درجو، ۲۹ دقیقو او ۴۱ ثانیو په ختیځ اوږدوالي او ۳۴ درجو، ۳۳ دقیقو او ۲۲ ثانیو شمالي عرض کي قرار لري. دا ولایت د بامیان سیند له کرښي څخه 2,500 متره او د سمندر له سطحي څخه 2,900 متره لوړ دی. له جغرافیایي اړخه بامیان ولایت د ورېښمو د لرغوني لاري په زړه کي راځي، چیري چي یو وخت د چین سوداګري له اروپا او مدیترانې سمندر له پراخي سیمي سره نښتې وه.
د بامیان نوم په لمړي ځل د ۴ او ۷ زیږدیزو پیړیو ترمنځ د چینایي سیاح (Xuanzang) له لیکنو څخه جوت سوی دی. د تاریخونو پر بنست نوموړی په ۶۳۰ زیږدیز کال کي هندوستان ته د تګ پر مهال په بامیان کي ۱۵ ورځي تیري کړې، او پخپلو لیکنو کي یې ددې ځای د خلکو او بودایي مذهب په هکله نړۍ ته معلومات وړاندي کړه. نوموړي ادعا وکړه چي د بامیانو واکمني په هغه زمانه کي د زراعت او مالدارۍ پر اساس یوه غني سیمه وه، چي خلکو یې په غارونو او سمڅو ډوله کورونو کي ژوند کاوه.
د چینایي سیاح تر پورتني سفر وروسته په اتمه زیږدیزه پېړۍ کي کله چي د افغانستان بېلابیلي سیمي د اسلامي واکمنۍ تر چتر لاندي راغلې، د کوریا یو راهب بامیان ته سفر وکړ او پخپلو معلوماتو کي یې وړاندوینه وکړه چي ددغه ځای خلک لاهم له اسلامي نړۍ او مسلمانانو څخه خپلواک او د بودایي دین منونکي وه.
په نهمه زیږدیزه پېړۍ کي د افغانستان صفاري واکمنۍ بامیان ولایت په رسمي توګه د اسلامي نړۍ برخه وګرځول او دلته یې شته پژي اکثره لمنځه یووړه.[3]
د بامیان ولایت عمومي ژبه دري ده چي د خلکو له لوري په هزاره ګي لهجه باندي ویل کیږي، ورپسې دویمه ژبه چي لږ خلک ورباندي خبري کوي پښتو ده.
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.