بازار (ځای)
From Wikipedia, the free encyclopedia
From Wikipedia, the free encyclopedia
بازار (ځای) انګليسي ژبه: Market place په ټوليز ډول بازار هغه ځای ته ويل کېږي چې خلک د توکو د اخيستلو او خرڅولو لپاره په کې سره يو ځای کېږي؛ د ساري په ډول لکه د غلو بازار، ترکاري بازار، ميوو بازار. خو د اقتصاد په علم کې بازار په پراخه توگه تر مطالعې لاندې نيول کېږي. د اقتصاد په علم کې بازار کوم ځانگړي ځای ته نه ويل کېږي چې توکي په کې خرڅول يا اخيستل کېږي بلکې په دې کې ټولې هغه سيمې دخيلې دي چې د اخيستونکي او خرڅونکي تر منځ په مخامخ ډول اړيکه نيول کېږي او د يو توکي قيمت په معين وخت کې ټاکل کېږي دا اړينه نه ده چې اخيستونکی او خرڅونکی دې له يو بل سره وگوري بلکې کولای شي د تيلفون، ليک او نورو لارو څخه اړيکه ونيسي.
ددې تعريف وضاحت موږ داسې کوو د ساري په ډول که په لغمان ولايت کې د يو من وريجې بيه سل افغانۍ وي او په ننگرهار کې وريجې په يو سلو لس افغانۍ وي که له لغمان څخه ننگرهار ته د وريجو وړلو لپاره کرايه لس افغانۍ وي نو بيا په لغمان او ننگرهار کې د وریجو قيمت مساوي دی ځکه لس افغانۍ يې د لېږد لگښت دی.
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.