From Wikipedia, the free encyclopedia
کينډۍ:Merge partner
It has been suggested that this article be merged with [[::انجیل|انجیل]]. (Discuss) |
انجیل (د یونانيKoine τὰ βιβλία، tà biblía، «کتابونو») د مذهبي متنونو یا سپېڅلو متنونو ټولګه ده چې په عیسویت، یهودیت، سامریانيزم او نورو ډېرو عقیدو کې شتون لري. دا کتاب په غوره کړل شوې توګه د بېلابېلو متنونو ټولګه ده، چې په اصل کې په عبراني، ارامي او کوین یوناني لیکل شوی دی.
په دې متنونو کې له دیني پلوه پر تاریخ متمرکزې پېښې، مذهبي سندرې، دعاګانې، متلونه، تمثیلونه، درسي لیکونه، نصیحتونه، مقالې، شعرونه او وړاندوینې شاملې دي. د موادو ټولګه چې د یوه ځانګړي مذهبي دود یا ټولنې له خوا غوره ګڼله شوې وي، د انجیل قانون په نامه یادیږي.
د اسرائیلو د پخوانیو لیکنو سرچینې په پخوا زمانو کې ورکې شوې دي. په دې اړه چې کله د یهودیانو د عبراني انجیل قانون په خپل اوسني ډول رامنځته شوی، هیڅ د نظریو علمي توافق شتون نه لري. ځینې پوهان استدلال کوي چې دا د هاسمونیانو په واکمنۍ (۱۴۰-۴۰ مخکې له میلاد) کې رامنځته شوی، په داسې حال کې چې ځینې بیا داسې استدلال کوي چې: دا د دویمې وروسته له میلاده پېړۍ یا ان له هغه وروسته هم نه و رامنځته شوی. [1][2][3][4][5]
انجیل یو واحد کتاب نه دی، بلکې د کتابونو ټولګه ده، چې پېچلی پرمختګ یې تر اوسه لا په بشپړ ډول درک شوی نه دی. دا کتابونه د سندرو او کیسو په توګه راپیل شوي، چې له لیکلو دمخه له یوه نسل نه بل نسل ته لېږدول شوي دي. انجیل د بېلابېلو کلتورونو درلودونکو کسانو له خوا راټول شوي او لیکل شوي چې ځینې یې نامعلوم دي.کينډۍ:Sfnm
دا کتابونه چې د سپېڅلو متنونو (غوره او سپېڅلي مذهبي متنونو) په توګه ګڼل کېږي، د بېلابېلو مذهبي ټولنو له خوا د بېلابېلو انجیلي قوانینو (د سپېڅلیو متونو رسمي ټولګې) په توګه راټول شوي دي. تر ټولو لومړنی تالیف چې د انجیل لومړني پنځه کتابونه په کې شامل دي او تورات (چې معنا یې «قانون»، «لارښوونه» او «تدریس») یا Pentateuch(«پنځه کتابونه») په نامه یادېږي، د یهودي قانون په توګه په پنځمې مخکې له میلاده پېړۍ کې ومنل شو.[6][7][8][9][10][11][12]
پخواني پیغمبران د جوشوا، قاضیانو، سمویل او پاچایانو کتابونه دي. دوی داسې روایتونه لري چې د موسی له مړینې وروسته په سملاسي توګه د الهي ټاکلو پر بنسټ جوشوا د هغه د ځای ناستي په توګه ټاکل کېږي، چې بیا د اسرائیلي خلکو ژمنې شوې ځمکې ته هدایت کوي او د وروستي پاچا یهودا له بند نه خوشې کېدو سره پای ته رسېږي. د سمویل او پاچا کتابونو سره د واحدو کتابونو په توګه چلند کېږي، چې دا برخې په کې شاملې دي:
د درېیو کتابونو او پنځو رغښتلو سربیره، په Ketuvim کې پاتې نور کتابونه ډینیل، عزرا – نحمیاه او تاریخ دي. که څه هم په یهودي دود کې د دې کتابونو لپاره کومه رسمي ډله شتون نه لري، خو بیا هم دوی یو شمیر توپیرونه لري:
عیسوي انجیل، د کتابونو ټولګه ده چې په زاړه او نوي تړون وېشل کېږي، چې د عیسویانو مذهب یې په تېر او اوسني وخت کې د الهي الهام انجیل په توګه ګڼي. لومړنۍ کلیسا په ابتدایي توګه له سپیټوګینټ نه کار اخیست، لکه څنګه چې په یوناني کې، د هغه وخت عامې ژبې باندې لیکل کېده او یا د ارامي ویناوالو ترمنځ کې له تورګوم نه یې کار اخیست، چې دې د مسوریټیک متن سره په ترکیب کې یې، د زاړه تړون لپاره بنسټ چمتو کړ.[13][14]
د نن ورځې پروټیسټاني زړه نسخه د قوانینو ۳۹ کتابونه لري - د کتابونو شمېر (که څه هم منځپانګه نه لري) یواځې له یهودي تناخ سره د جلا وېش له امله توپیر لري – په داسې حال کې چې د روم کاتولیکه کلیسا ۴۶ کتابونه د زړې نسخې په توګه پېژني. د ختیځ ارتودوکس کلیساوې، په کاتولیک کینن سربېره ۳ مکابی، ۱ایسډراس، مناسبې دعاوې او زبور ۱۵۱ پیژني. په ځینو کې ۲ Esdras شامل دی.[15][16][17]
د «عبراني سپېڅلي کتاب» اصطلاح ، ډېری د پروټیسټانټ زړې نسخې سره د مترادف په توګه کارول کېږي، ځکه چې په عبراني کې ژوندي پاتې شوي سپېڅلي کتابونه یواځې همدغه کتابونه دي، په داسې حال کې چې په کاتولیک او ارتودوکس کې اضافي متنونه شامل دي، چې دا متنونه په عبراني کې نه دي پاتې شوي.[18]
نوی نسخه هغه نوم دی چې د عیسوي انجیل دویمې برخې ته ورکړل شوی دی. اصلي توافق دا دی چې، نوی نسخه د کوین یوناني په بڼه لیکل شوی و، چې د ختیځې مدیترانې عامه ژبه وه. د «نوې نسخې» اصطلاح، په دویمې پېړۍ کې د مخالفتونو او شخړو په ترڅ کې د دې لپاره چې ایا عبراني انجیل له عیسوي لیکنو سره د انجیل په توګه شامل شي، وکارول شوه.[19][20][21][22][23][24][25]
د انجیل نقد د متن په توګه د انجیل تحلیلي څېړنې ته اشاره کوي او د تاریخ، لیکوالۍ، د جوړښت نېټه او د لیکوال ارادې په څېر پوښتنو ته ځواب ورکوي. دا د انجیل د هغه نقد په څېر نه دي، کوم چې د انجیل د معلوماتي سرچینو یا اخلاقي لارښود پر وړاندې ادعا کوي او نه دا د ژباړې د احتمالي غلطیو نیوکه ده.[26]
په ۱۷ مه پېړۍ کې، توماس هوبس متني شواهد راټول کړل چې هغه دا ادعا کوله چې موسی د انجیل د پنځو لومړنیو کتابونو لیکوال نه و، چې د Pentateuch په نوم پیژندل کېده. لږ وروسته، فیلسوف باروچ سپینوزا یو متحد انتقادي تحلیل خپور کړ او استدلال یې وکړچې: ستونزې زېږوونکي عبارتونه جلا قضیې نه وې، چې یو پر یو دې تشرېح شي، چې دا ستونزې د پنځو کتابونو په اوږدو کې ډېرې وې او په پای کې دې پایلې ته ورسېد چې Pentateuch د موسی له خوا نه دی لیکل شوی.[27][28][29][30]
د تناخ اصلي متنونه ، نژدې په بشپړ ډول په عبراني ژبه لیکل شوي وو. نږدې یو سلنه په آرامي ژبه لیکل شوي. په غوره مسوریټیک متن سربېره، یهودیان لاهم سیپټوګینټ ته، په یوناني کې د عبراني انجیل ژباړې ته او تورګم اونکیلوس، د انجیل آرامي نسخې ته اشاره کوي.
د لومړنیو عیسویانو لپاره د انجیل لومړنی متن سیپټوګینټ و. سربېره پردې، دوی عبراني انجیل په څو نورو ژبو وژباړه. د نورو ژبو تر څنګ په سریاني، کاپټیک، ایتوپیک او لاتیني کې هم وژباړل شو. لاتیني ژباړې په تاریخي لحاظ په لوېدیځ کې د کلیسا لپاره خورا مهمې وې، په داسې حال کې چې د ختیځ یوناني ژبي د زړې نسخې د سیپټوګینټ ژباړې ته دوام ورکړ او د نوې نسخې ژباړلو ته یې اړتیا نه درلوده.[31][32][33][34][35][36][37][38][39][40][35]
د انجیل لرغونپوهنه، هغه لرغونپوهنه ده چې د عبراني سپېڅلي کتاب او عیسوي یوناني سپېڅلي کتاب (نوې نسخې) سره تړاو لري، چې په هغو وختونو کې له خلکو سره د ژوند کولو او کړنو د ډول په ټاکلو کې د مرستې لپاره کارول کېده. د انجیل د لرغون پېژندنې په برخه کې پراخ تفسیرونه شته دي. له تاریخي پلوه، د انجیل د لرغونوالي بحث، د لرغونو اسرائیلو او یهودا له ۱۰ نه تر ۷ مخکې له میلاد پېړیو نه راپيلېږي.[41][42]
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.