From Wikipedia, the free encyclopedia
په مسیحیت کې الله(ج) ابدي او عالي ذات دی، چې ټول شیان یې پیدا کړي او دی یې ساتونکی دی. عیسویان په وحدانیت (الله(ج) یو دی) باور لري، په کوم کې چې دواړه صفات، لکه: د الله متعال یا افضل صفت، چې (په بشپړ ډول خپلواک اوله مادي نړۍ نه جلا دی) او د پایښت صفت، چې (په مادي کائناتوکې ښکېل دی) شامل دي.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]
د الله(ج) په اړه ابتدايي عیسوي نظریات د پولین په رسالو او لومړنیو عیسوي عقایدو کې بیان شوي، چې د یوه الله( ج) او د عیسی(ع) د الهیت ښکارندوي کوي. که څه هم ځینې لومړي عیسوي مذهبونه، لکه: یهودي او عیسوي ابیسینیانو، د عیسی (ع) پر عروج نیوکه درلوده، خو د ډېری غیر یهودي عیسویانو له خوا بیا د عیسی او د خدای د یووالي مفهوم منل شوی و او په دې توګه يې د ابتدايي عیسویت او یهودیت د وېش یو اړخ رامنځته کړ، ځکه چې د خدای په اړه غیر یهودي عیسوي نظریات، د وخت له دودیزو یهودي تعلیماتو نه توپیر درلود.[۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]
د خدای (ج) صفات او څرنګوالی د عیسویت له لومړیو ورځو راهیسې تر بحث لاندې دی. په دی اړه په دویمه پېړۍ کې ایرینیوس لیکلي: « د خدای په عظمت کې هر څه شامل دي». په اتمه پېړۍ کې، جان دمشق د خدای اتلس صفتونه په ګوته کړي وو، چې په پراخه کچه منل شوي. د وخت په تېرېدو سره ځینې عیسوي الهیات پوهانو په انجیل کې د یو لړ بیانونواو ځینو نورو دیني دلایلو پر بنسټ، د خدای د صفاتو سیستماتیک لیستونه جوړ کړل. په انجیل کې«د خدای پاچهي»یوه نامتو جمله ده او په داسې حال کې چې د پوهانو ترمنځ اتفاق دی، چې دا د عیسی (ع) د تعلیماتو استازیتوب کوي.[۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]
عیسویان، له یهودانو او مسلمانانو سره په ګډه، ابراهیم (ع) د هغه چا په توګه پېژني، چې خدای هغه ته ځان ښکاره کړی. داسې انګیرل کېږي، چې ابراهیم (ع) لومړی کس و چې توحید (یو خدای)یې ومانه او له خدای سره یې ایډیالي اړیکه درلوده. ابراهیمي مذهبونه په دې باور دي، چې خدای په پرله پسې توګه د زرګونو کلونولپاره د ابراهیم (ع) له اولادونو سره اړیکه درلوده. دواړه عیسویان او یهودیان په دې باور دي، چې دا تړون په عبراني انجیل کې ثبت شوی او ډېری عیسویان یې د زاړه عهد په توګه پېژني. د مسیحیت په دودیزو تفسیرونو کې، خدای ته تل د مذکر ضمیر کارول شوی دی.[۲۱][۲۲]
په عیسوي الهیات پېژندنه کې د خدای نوم تل ارزښت لري، چې د الهی وحی پر بنسټ او د الهی اصل په توګه ګڼل کېږي. د خدای نوم ته درناوی، یو له لسو حکمونو نه دی، چې نه یوازې د خدای د نوم له ناسم استعمال نه مخنیوي کوي، بلکې د خدای نومونو ته د ستایلو امر هم دی، دواړه د نیکو اعمالو او ستاینې له لارې دي.[۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]
په انجیل کې د خدای لپاره ډېر نومونه یاد شوي، چې په زاړه عهد کې یې مهم هغه یې په دې ډول دي: لوی او برلاسی خدای، الشدای، او یاهو او بیا په نوي عهد کې، تیویس،کریوس او پاټر (پلارپه یوناني ژبه کې).[۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴]
د عیسویت له لومړیو ورځو راهیسې د خدای د صفاتو او طبیعت د نظریاتي بنسټونو په اړه بحثونه روان دي. په دویمه پېړۍ کې، ایرینیوس ددې مسئلې په اړه تحقیق کړی او ځینې ځانګړتیاوې یې بیان کړې دي. د بېلګې په ډول: د څلورم کتاب په ۱۹چپټر کې د کفر خلاف داسې وايي:« د خدای عظمت له هېڅ شي کم نه دی بلکې د هغه عظمت ټول شیان لري».[۳۵][۳۶][۳۷]
د ایرینیوس په اند: د خدای صفات په درېوو بنسټونو ولاړ دي: صحیفه، غالب تصوف او تقوی،خونن ورځ بیاله خدای سره تړلي صفات په بایبل کې د بیانونو پر بنسټ ولاړ دي.[۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴][۴۵]
په اتمه پېړۍ کې، جان دمشق په خپل کتاب (د ارتودوکس عقیدې توضېح) کې د خدای لپاره اتلس صفتونه په ګوته کړي. دا اتلس صفتونه د وخت (لکه تلپاتې کېدل)، فضا (بې بریده)، ماده یا کیفیت پر بنسټ پر څلورو ګروپونو وېشل شوي او دا لیست تر نننۍنیټې اغېزناک ثابت شوی دی، یو څه برخه په مختلفو عصري فورمولونو کې په ځینو شکلونو کې ښکاري. په ۱۳مه پېړۍ کې توماس ایکیناس یوازې د اتو ځانګړتیاوو په لنډ لیست تمرکز وکړ، د بېلګې په توګه؛ سادگي، بشپړتیا، ښه والی، هر اړخیزه، بې ثباتي، ابدیت او یووالی.
د خدای دوه صفتونه، چې د ځمکې پر سر د خدای شتون ته اشاره کوي، په نړۍ کې د هغه پر ښکېلتیا باندې اعتراف کوي. د تعالیاو پایښت صفتونه دي. د خدای تعالی د صفت معنا دا ده، چې خدای ابدي او لامحدود ذات دی، د پیدا شوې نړۍ اود انساني پښو له لارې نه کنټرولېږي. پایښت په دې معنا دی، چې خدای د نړۍ په چارو کې ښکېل دی او عیسوي تعلیماتو، د اوږدې مودې لپاره د هغه پاملرنه د بشري چارو پر وړاندې تصدیق کړی دی. په هر حال، د پینتیستیک مذهبونو برعکس، په مسیحیت کې د خدای وجود د پیدا شویو کائناتو ماده نه ده. په دودیز ډول، ځینې الهیات پوهان، لکه: لوئیس برخوف د فعلي صفاتو (هغه چې انسانان یې هم لري) او ذاتي صفاتو (هغه چې په یوازې خدای پورې اړه لري) ترمنځ توپیر کوي. ځینې نور الهیات پوهان، لکه: ډونلډ میکلیوډ په دې اند دی، چې ټول وړاندیز شوې ډلبندۍ مصنوعي او بې بنسټه دي.
عبرانیان د خدای د قضاوت په اړه « خدای د هر څه لپاره قاضي دی» دې ته اشاره کوي او دا مفکوره، چې ټول انسانان به بالاخره «محکمه» شي د عیسوي تعلیماتو یو لازمي عنصر بولي. د نوي عهد یو شمېر آیتونه د بېلګې په توګه: (جوهان ۲۲:۵او د رسولانو کړنې ۴۲:۱۰) او وروستني اعتباري اعترافونه ښیي، چې د قضاوت دنده عیسی (ع) ته سپارل شوې.[۴۶][۴۷]
د جوهان۲۲:۵ په وینا: پلار (خدای)د هېڅ چا په هکله قضاوت نه کوي، بلکې هغه د هر شي قضاوت خپل زوی ته ورکړی. د رسولانو کړنې ۴۲:۱۰بیا ژوندي شوي عیسی ته اشاره کوي لکه: «عیسی (ع) د خدای له خوا ټاکل شوی، چېد ژوندیو او مړو قضاوت وکړي».[۴۸][۴۹]
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.