From Wikipedia, the free encyclopedia
په بیولوژي کې، یو ارګانېزم (د لرغونې یوناني کلمې ὄργανον (órganon) 'وسیله، تطبیق، ابزار'، او -ισμός (-ismós)) هر هغه عضوي، ژوندی سیستم دی چې د یوه انفرادي موجود په توګه کار کوي. ټول ژوندي موجودات له حجرو (د حجرو تیوري) څخه جوړ شوي دي. ژوندي موجودات د حیواناتو د طبقه بندۍ (taxonomy) له مخې پر ډلو وېشل شوي دي، لکه څو حجروي یا کثیر الحجروي حيوانات، نباتات او فنجي؛ یا یو حجروي مایکرو ارګانیزمونه لکه پروتیستونه، باکتریا، او آرکیا. د ژوندیو موجوداتو ټول ډولونه د تکثیر، ودې او پراختیا، ساتنې، او د محرکاتو پر وړاندې د غبرګون وړتیا لري. ګونګټې، مرکب کبان، چهارپایان، مرخېړي، او عروقي نباتات د څو حجروي ژوندیو موجوداتو بېلګې دي چې د ودې په جریان کې تخصصي نسجونه او ارګانونه توپیروي.[۲][۳]
ځانګړې وېشنيزه |
---|
برخې | |
---|---|
برخه د |
یو حجروي ارګانېزم کېدای شي یو پروکاریوټ وي یا هم یوکاریوټ وي. پروکاریوټونه د دوه جلا ساحو په وسیله ښودل کېږي – باکتریا او آرکیا. یوکاریوټیک ارګانیزمونه له غشا سره تړلې حجروي هستې په شتون سره پېژندل کېږي او له غشا سره تړلې اضافي برخې لري چې د ارګانیلونو په نوم یادېږي (لکه په حیواناتو او نباتاتو کې مایتوکوندریا او په نباتاتو او اوبړیو کې پلاستایدونه، چې ټول په عمومي ډول له اندوسیمبیوتیک باکتریا څخه اخیستل کیږي). فنجي، حیوانات او نباتات په یوکاریوټونو کې د ژوندیو موجوداتو یا ارګانیزمونو د سلسلو مثالونه دي.[۴]
د ځمکې پر مخ شته ژوندیو انواعو د شمېر په اړه اټکلونه له ۲ ملیون څخه تر ۱ ټریلیون پورې دي، چې له ۱.۷ ملیون نوعو څخه ډېر یې مستند شوي دي. د ټولو ډولونو تر ۹۹٪ ډېر، چې اندازه یې تر پنځو ملیارد ډولونو یا انواعو څخه زیاته ده، ژوند یې کړی او د ورکېدو اټکل یې کېږي.[۵][۶][۷][۸][۹]
په ۲۰۱۶ کال کې، د ټولو ژوندیو موجوداتو له وروستیو نړیوالو مشترکو اجدادو (LUCA) څخه د ۳۵۵ جینونو یوه مجموعه وپېژندل شوه.[۱۰][۱۱]
یو ارګانېزم ممکن د مالیکولونو د یوې مجموعې په توګه تعریف شي چې د یو څه زیات یا کم باثباته ټولیز موجود په توګه فعالیت کوي او د ژوندانه ځانګړتیاوې ښيي. د ډکشنریو تعریفونه ښایي پراخ وي او ځینې داسې جملې کاروي لکه "هر ژوندی جوړښت، لکه نبات، حیوان، فنجي یا باکتریا، چې د ودې او تکثیر وړ وي". ډېری تعریفونه بیا ویروسونه او ممکن د انسان لخوا جوړ شوي غیر عضوي ژوند ډولونه نه رانغاړي، ځکه چې ویروسونه د تکثیر لپاره د کوربه حجرو په بایو کیمیاوي ماشین پورې اړه لري. سوپر اورګانیزم یو ژوندی موجود دی چې له ډېرو برخو جوړ دی او د یوه واحد فعال یا ټولنیز واحد په توګه کار کوي.[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]
ارګانیزمونه هغه پیچلي کیمیاوي سیسټمونه دي، چې په داسې طریقو تنظیم شوي چې د تکثیر، او د پایښت لارو چارو ته وده ورکوي. هماغه قوانین چې غیر عضوي کیمیا اداره کوي، عضوي کیمیاوي پروسې هم اداره کوي. دا عموما د ټولو ژوندیو موجوداتو ښکارندې دي چې له یوه چاپیریال سره د دوی جوړښت ټاکي او له همدې امله د دوی د DNA پر بنسټ ولاړو جینونو د ژوندي پاتې کېدو لامل کېږي.
د ژوندیو موجوداتو یا ارګانېزمونو اصل یا ریښه، میټابولیزم، او ډېر نور داخلي فعالیتونه د کیمیاوي ښکارندو پایله ده، په ځانګړې توګه د لویو عضوي مالیکولونو د کیمیاوي فعالیت له لارې. ارګانیزمونه د کیمیاوي مرکباتو پیچلي سیسټمونه دي چې د تعامل او چاپیریال له لارې مختلف رولونه لوبوي.
ارګانیزمونه نیمه تړلي کیمیاوي سیسټمونه دي. که څه هم دوی د ژوند انفرادي واحدونه دي (لکه څنګه یې چې تعریف اقتضا لري)، خو بیا هم دوی د دوی په شاوخوا چاپیریال پورې تړلي نه دي. د کار کولو او فعالیت لپاره دوی په دوامداره توګه انرژي اخلي او خوشې کوي. آټوټروفونه له لمر یا غیر عضوي مرکباتو څخه د رڼا په کارولو سره د کار وړ انرژي تولیدوي (د عضوي مرکبونو په بڼه) په داسې حال کې چې هیټروټروفونه له چاپیریال څخه عضوي مرکبات اخلي.
په دغو مرکباتو کې لومړنی کیمیاوي عنصر کاربن دی. د دغه عنصر کیمیاوي ځانګړتیاوې لکه د کاربن اتومونو په ګډون له نورو کوچنیو اتومونو سره د تړلو لپاره د هغه پراخ تړاو او نژدېوالی، او کوچنۍ اندازه یې چې د څو اړیکو جوړولو توان لري، کاربن ته دا شونتیا وربښي چې د عضوي ژوند د بنسټ په توګه کار ورکړي. کاربن دا وړتیا لري چې کوچني درې اتومي مرکبات (لکه کاربن ډای اکسایډ) جوړ کړي، او همدارنګه د زرګونو اتومونو لوی ځنځیرونه یا لړۍ چې کولی شي مواد (نیوکلیک اسیدونه) ذخیره کړي، حجرې سره یوځای وساتي، او معلومات (پروټین) ولیږدوي.
هغه مرکبات چې ژوندي موجودات جوړوي، کېدای شي په مکرومالیکولونو او نورو کوچنیو مالیکولونو ووېشل شي. د مکرومالیکول څلور ګروپونه نیوکلیک اسیدونه، پروټینونه، کاربوهایډریټ او لیپیډونه دي. نیوکلییک اسیدونه (په ځانګړې توګه ډیوکسیریبونوکلیک اسید، یا DNA) د نیوکلیوټایډونو د ترتیب په توګه جینیاتي معلومات ذخیره کوي. د نیوکلیوټایډونو د څلورو مختلفو ډولونو ځانګړی ترتیب (اډینین، سایټوسین، ګوانین، او تایمین) ډېرې داسې ځانګړتیاوې لري چې ارګانېزم جوړوي. دا ترتیب په کوډونونو وېشل شوی، چې هر یو یې د دریو نیوکلیوټایډونو ځانګړی ترتیب دی او له یوه ځانګړي امینو اسید سره مطابقت لري. په دې توګه د یوه ځانګړي پروټین لپاره د DNA کوډونو ترتیب چې د امینو اسیدونو د کیمیاوي ځانګړنو له امله جوړ شوی، په یوه ځانګړي ډول پوښل کیږي او په دې توګه یو ځانګړی فعالیت ترسره کوي.
ټول ژوندي موجودات له جوړښتي واحدونو څخه جوړ دي چې د حجرو په نوم یادیږي؛ ځینې یې یو واحد حجره لري (یوني سیلولر) او نور یې ډېر حجروي واحدونه (ملټي سیلولر) لري. ملټي سیلولر ارګانیزمونه د دې وړتیا لري چې حجرې تخصصي کړي ترڅو ځانګړې دندې سرته ورسوي. د دې ډول حجرو یوه ډله نسج دی، او په حیواناتو کې دا د څلورو بنسټیزو ډولونو په توګه واقع کیږي، لکه اپیتیلیم، عصبي نسج، د عضلاتو نسج، او نښلوونکی نسج. د نسج څو ډولونه د یو عضوي یا ارګان په بڼه یوځای کار کوي ترڅو یو ځانګړي فعالیت تولید کړي (لکه د زړه لخوا د وینې پمپ کول، یا د چاپیریال په وړاندې د خنډ په توګه لکه پوستکی). دا ماډل بیا تر لوړې کچې رسېږي چې پکې ډېر ارګانونه د عضوي سیسټم په توګه کار کوي لکه د زیږون سیسټم، او د هاضمي سیسټم. ډیری ملټي سیلولر ارګانیزمونه د څو ارګانونو له سیسټمونو څخه جوړ دي، کوم چې د ژوند لپاره همغږي کوي.
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.