From Wikipedia, the free encyclopedia
سټنلي آن ډانهام (زوکړه: د ۱۹۴۲ زکال د نومبر ۲۹مه – مړینه: د ۱۹۹۵ زکال د نومبر ۷مه) امریکايي انسان پېژندونکې وه چې د اقتصادي انسان پوهنې او د اندونیزیا د کلیوالي پراختیا په برخه کې یې تخصص درلود. نوموړې د امریکا د متحده ایالاتو د ۴۴م ولسمشر بارک اوباما مور وه. ډانهام په ښوونځي کې د سټنلي آن ډانهام په نوم پېژندل کېده چې وروسته د آن ډانهام، آن اوباما او آن سوتورو په مستعارو نومونو پېژندل کېده او د خپل ژوند په وروستیو کې یې بیاځلي د آن ډانهام له نوم څخه ګټنه پیل کړه. [1][2]
ډانهام د کانزاس په ویچیتا کې وزیږېده او د هانولولو د مانوآ سیمې په ایسټ – وېسټ سنټر او د هاوايي په پوهنتون کې یې زده کړې وکړې. له دغه ځایه یې د انسان پوهنې په برخه کې د لیسانس (۱۹۶۷ زکال)، ماسټرۍ (۱۹۷۴ زکال) او دوکتورا (۱۹۹۲ زکال) سندونه ترلاسه کړل. نوموړې له ۱۹۶۱ زکال څخه تر ۱۹۶۲ زکال پورې په سیاتل کې د واشنګټن پوهنتون ته ولاړه. ډانهام په خپلو څېړنیزو چارو کې له لاسي صنایعو، اوبدنې او همدارنګه په صنایعو کې د ښځو له ونډې سره لیوالتیا لرله، همدا و چې څېړنیزو چارو یې په جاوه ټاپو کې د ښځو په چارو او همدارنګه په اندونیزیا کې په آهنګرۍ تمرکز درلود. هغې په کلیوالي سیمو کې د بې وزلۍ ستونزو ته پام وکړ او هغه مهال یې چې د متحده ایالاتو د پراختیایي ادارې د سلاکارې په توګه کار کاوه، د مایکروکرېډیټ پروګرامونه یې رامنځته کړل. ډانهام په جاکارتا کې له فورډ بنسټ سره دنده پیل کړه او د پاکستان په ګوجرانوالا کې د اسیایي پراختیايي بانک سلاکاره وه. د عمر په وروستیو کې هغې د اندونیزیا له راکیات بانک سره په کار پیل وکړ او په دغه ځای کې د دندې پر مهال هغې وکولای شول خپلې څېړنیزې چارې د نړۍ په تر ټولو لوی مایکروفایننس پروګرام واړوي. [3][4][5]
وروسته له هغه چې زوی یې د متحده ایالاتو ولسمشر شو، د دې له چارو سره یوځل بیا لېوالتیا رامنځته شوه؛ د هاوايي پوهنتون د هغې د څېړنو اړوند یو سمپوزیم جوړ کړ؛ همدارنګه د ۲۰۰۹ زکال په ډسمبر میاشت کې د دوک پوهنتون خپرندویه برخې د هغې د پای لیک پر بنسټ، د چانس پر وړاندې بقا: په اندونیزیا کې کلیوالي صنعت، تر عنوان لاندې کتاب خپور کړ. لیکوالې او د نیویارک ټایمز ورځپاڼې پخوانۍ خبریالې جني سکاټ د هغې ژوند لیک په ۲۰۱۱ زکال کې د یوازنۍ مېرمنې (A Singular Woman) تر عنوان لاندې خپور کړ. له مړینې وروسته یې له چارو سره لېوالتیا همدارنګه د دې لامل وګرځېده چې په مانوآ کې د هاوايي د پوهنتون د انسان پوهنې په پوهنځي کې د آن ډونهام سوتورو په نامه بنسټ جوړ شي سربېره پر دې یې د هغې په نامه د ایسټ – وېسټ مرکز د زده کړیالانو لپاره د ماسټرۍ د زده کړو د ترسره کولو په موخه د بورسونو پروګرام اعلان کړ. [6]
بارک اوباما په یوه مرکه کې خپله مور «د ځان د ودې په کلونو کې غالب شخصیت وبلله ... هغه ارزښتونه چې دې ماته را زده کړل د سیاست په نړۍ کې زما د چلن لپاره ډبرلیکونه دي». [7]
ډانهام د ۱۹۴۲ زکال د نومبر په ۲۹مه د کانزاس ایالت د ویچیتا په سنټ فرانسېس روغتون کې وزیږېده چې د مډلین لي پین او سټنلي آرمور ډانهام یوازنۍ ماشومه وه. نوموړې د نسب له مخې تر ډېره انګریزي اجداد لرل چې یو شمېر یې سکاټلنډ، ولز، ایرلنډ، جرمني او سویس ته اړوند وو. [8][9][10][11][12][13]
د هغې مور او پلار په کانزاس کې وزیږېدل، په ویچیتا کې یې له یو بل سره ولیدل او همدلته یې د ۱۹۴۰ زکال د مۍ په ۵مه نېټه واده وکړ. په پرل هاربر باندې له برید وروسته، پلار یې د متحده ایالاتو له پوځ سره مل شو او مور یې هم په ویچیتا کې په بوئینګ کارخونه کې کار کاوه. د ډانهام په خبره، په هغې باندې د خپل پلار نوم کېښودل شو ځکه پلار یې غوښتل چې یو زوی ولري، په داسې حال کې چې خپلوان یې په دې روایت شک لري او د هغې ماما څرګنده کړې چې مور یې په هغې باندې د In This Our Life په فلم کې د هغې د خوښې وړ اکټورې بیټي ډیوس نوم کېښود ځکه چې فکر یې کاوه د سټنلي نوم د یوې نجلۍ لپاره پېچلی نوم دی. په ماشومتوب او نوې ځوانۍ کې هغه د سټنلي په نوم پېژندل کېده. نورو ماشومانو بیا د هغې په نوم ملنډې وهلې. له دې سره هم هغې په عالي لیسه کې د زده کړو تر مهاله همدغه نوم ځان ته کاروه او هر کله به یې چې ځان په یو نوي ښار کې معرفي کاوه د خپل نوم له یادونې سره به یې بخښنه غوښته. له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د ډانهام کورنۍ له ویچیتا څخه کالیفورنیا ته کډه وکړه، په داسې حال کې چې پلار یې په برکلي کې د کالیفورنیا په پوهنتون کې زده کړې کولې. په ۱۹۴۸ زکال کې هغوی د اوکلاهاما پونکا ښار، له هغه ځایه د تکزاس ورنون او بیا یې د کانزاس الدواردو ته کډه وکړه. په ۱۹۵۵ زکال کې د هغې کورنۍ د واشنګټن سیاتل ته کډه شوه چېرې چې پلار یې د فرنېچرو د پلورونکي او مور یې د بانک د مرستیالې په توګه دنده ترسره کوله. دوی د وېجووډ سیمې په یوه اپارتمان کې ژوند کاوه او ډونهام هم د دغې سیمې په ناتان اکشټاین عالي لیسه کې زده کړې کولې. [14][15][16][17][18][19][20]
په ۱۹۵۷ زکال کې د ډانهام کورنۍ د سیاتل په ختیځه څنډه کې مرسر ټاپو ته کډه شوه. د ډانهام والدینو غوښتل چې ۱۳ کلنه لور یې د مرسر ټاپو په ښوونځي کې چې نوی پرانیستل شوی و، زده کړې وکړي. په دغه ښوونځي کې د هغې ښوونکو، وال فوبرت او جیم ویچټرمن هغې ته د ټولنیزو دودونو د ننګولو او له پوښتنو سره د چارواکو د مخ کولو اهمیت ور زده کړ او همدارنګه هغې هم دغه زده کړې په جدي ډول په پام کې ونیولې: «هغې احساس کاوه چې له چا سره یو ځای کېدو، واده او یا هم ماشوم لرلو ته اړتیا نه لري». د هغې یوې ټولګیوالې نوموړې د «فکري پلوه بالغه او د خپل مهال له کچې څخه لږ وړاندې» بللې ده، همدارنګه د عالي لیسې د زده کړو پر مهال د هغې بلې ملګرې هغه باخبره او مترقي وبلله: «که چېرې به یو څوک په نړۍ کې د ناوړه څه له کېدو اندېښمن و، سټنلي به له ټولو وړاندې په هغې پوهېده. موږ وړاندې له دې چې وپوهېږو لیبرال توب څه شی دی، لیبراله وو». یوې بلې بیا هغه «اصلي فیمینېسته» بلله. هغې د عالي لیسې د زده کړو پر مهال «د بیټنیک اشعار او د فرانسوي هستي پالونکو اثار لوستل». [21][22][23]
د ۱۹۹۴ زکال په وروستیو کې ډانهام په اندونیزیا کې ژوند او کار کوه. یوه شپه د ډوډۍ پر مهال په جاکارتا کې د خپل یو ملګري په کور کې ورته د معدې درد پیدا شو. دا یوه سیمه ییز ډاکټر ته ورغله او هغه یې ناروغي د هاضمې په سیسټم کې ستونزه وبلله. ډانهام د ۱۹۹۵ زکال په لومړیو کې متحده ایالاتو ته راوګرځېده او په نیویارک کې یې د سرطان د ناروغیو په مموریال سلون – کټرینګ مرکز کې معاینه وکړه چې له مخې یې د هغې ناروغي د رحم سرطان تشخیص شوه. دغه مهال دغې ناروغۍ د هغې تخمدان ته سرایت کړی و. هغه هاوايي ته راوګرځېده څو د خپلې کونډې مور سره ژوند وکړي؛ نوموړې د ۱۹۹۵ زکال د نومبر په اوومه نېټه د خپلې ۵۳ مې کلیزې څخه ۲۲ ورځې وړاندې مړه شوه. د هاوايي په پوهنتون کې د هغې د جنازې له مراسمو وروسته اوباما او خور یې د خپلې مور ایرې ارام سمندر ته څېرمه د اواهو په سویلي لانای لاک اوټ نومي ځای کې وپاشلې. بارک اوباما د ۲۰۰۸ زکال د ډسمبر په ۲۳مه د ولسمشرۍ له ټاکنو څو اونۍ وروسته د خپلې انۍ مډلین ډانهام ایرې هم په همدغه ځای کې وپاشلې.[24][25][26][27][28][29][30][31][32][33]
اوباما په یوه ۳۰ ثانیه یي تبلیغاتي پیغام کې چې د روغتیايي پالنو د اصلاحاتو اړوند و د خپلې مور د مړینې اړوند یې خبرې وکړې. په دغه پیغام کې د ډانهام هغه انځور وښودل شو چې ځوان اوباما یې په غېږ کې نیولی و، په داسې حال کې چې اوباما د هغې د ژوند د وروستیو ورځو اړوند څرګنده کړه چې د زیاتو روغتیايي لګښتونو څخه اندېښمنه وه. [34]
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.