(د اړيکو بېړنۍ شمېره)112
From Wikipedia, the free encyclopedia
112 یو عامه بېړنۍ تلیفون شمېره ده چې د ډېری ګرځنده تلیفونونو څخه وړیا ډایل کېدی شي، او په ځینو هېوادونو کې بيا دا تګلاره د ، بېړني خدماتو (امبولانس، اور وژنې، ژغورنې او پولیس) ته د رسېدو لپاره په تليفونونو کې مخکې له مخکې ځای پرځای وي .
112 د GSM معیار یوه برخه ده او ټول د GSM سره مطابقت لرونکي تلیفونونه کاروونکي کولی شي 112شمېرې سره اړيکه ونيسي. حتی کله چې بند وي یا په ځینو هېوادونو کې د سیم کارت له شتونه پرته هم کولای شي اړيکه ونيسي. دا د اروپایی اتحادیې نږدې ټولو غړو هېوادونو او همدارنګه د اروپا او نړۍ ډېری نورو هېوادونو کې عامه بېړنۍ شمېره هم ده. 112 ډېری وختونه د نورو شمېرو سره مل وي چې په دودیز ډول په ورکړل شوي هېواد کې بېړني خدماتو ته د لاسرسي لپاره کارول کیږي. په ځینو هیوادونو کې، 112 ته زنګونه په مستقیم ډول نه نښلول کیږي مګر د GSM شبکې لخوا سيمه ييزو بېړنیو شمېرو ته لېږل کیږي (د بیلګې په توګه په شمالي امریکا کې 911 ، په انګلستان او هانګ کانګ کې 999 ، او په استرالیا کې 000 ) بېړنۍ شمېرې دي.