![cover image](https://wikiwandv2-19431.kxcdn.com/_next/image?url=https://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/f/f9/James_Keir_Hardie_by_John_Furley_Lewis%252C_1902.jpg/640px-James_Keir_Hardie_by_John_Furley_Lewis%252C_1902.jpg&w=640&q=50)
کې هارډي
سکاټلينډی سياستوال / From Wikipedia, the free encyclopedia
جیمز کېیر هارډي (زوکړه: د ۱۸۵۶ زکال د اګست ۱۵مه – مړینه: د ۱۹۱۵ زکال د سپټمبر ۲۶مه نېټه) د کارګري اتحادیې غړی او سکاټلنډي سیاستوال و. نوموړی د کارګر ګوند بنسټګر و چې له ۱۹۰۶ زکال څخه یې تر ۱۹۰۸ زکال پورې د هغو د لومړني پارلماني مشر په توګه خدمت وکړ.
زېږونځای | |
---|---|
ښاروندتوب | |
زېږون نېټه | |
مړينې نېټه | |
مړينې لامل | |
مړينې ځای | |
مړينې لامل | |
ژبې | |
ګوند |
Labour Party (en) ![]() ![]() ![]() ![]() |
دنده |
عمومي معلومات |
---|
هارډي د لانارکشایر په نیوهاوس ښارګوټي کې وزیږېد. له اووه کلنۍ څخه یې کار کولو ته مخه کړه او له ۱۰ کلنۍ څخه وروسته یې د لانارکشایر د ډبرو د سکرو په کانونو کې کار پیل کړ. ده د تبلیغ په برخه کې د مخینې په لرلو د یو پیاوړي ویناوال په توګه شهرت وموند او د خپلو همکارو کان ویستونکو ویاند وټاکل شو. نوموړی په ۱۸۷۹ زکال کې د هېملټون د کان ویستونکو د اتحادیې مشر وټاکل شو او په ډانفرملین کې یې د کان ویستونکو ملي کنفرانس ترتیب کړ. له دې وروسته یې په لانارکشایر (۱۸۸۰ زکال) او آیرشایر (۱۸۸۱ زکال) کې د کان ویستونکو د اعتصابونو مشري وکړه. هغه د خپل ژوندانه د لګښتونو د پوره کولو په موخه خبریالۍ ته مخه کړه او له ۱۸۸۶ زکال راوروسته د آیرشایر د کان ویستونکو د اتحادیې د منشي په توګه د هغو بشپړ مهالی تنظیم کوونکی شو.
هارډي په لومړیو کې د ویلیام ګلاډسټون له لیبرال ګوند څخه ملاتړ وکړ، خو وروسته دې پایلې ته ورسېد چې کارګران جلا ګوند ته اړتیا لري. ده په ۱۸۸۸ زکال کې د یو خپلواک نوماند په توګه پارلمان ته لار ومونده او د همدغه کال په وروستیو کې یې د سکاټلنډي کارګر ګوند په جوړولو کې ونډه لرله. په ۱۸۹۲ زکال کې یې د یو خپلواک نوماند په توګه د وېسټ هام سوت حوزې انګلیسي څوکۍ خپله کړه او همدغه کال یې د خپلواک کارګر ګوند په جوړولو کې ونډه واخیسته. په ۱۸۹۵ زکال کې یې خپله پارلماني څوکۍ له لاسه ورکړه، خو په ۱۹۰۰ زکال کې یې یوځل بیا د وېلز په سوېل کې له مرټېر ټیدفیل حوزې څخه پارلمان ته لار ومونده. همدغه کال نوموړي د کارګرانو د اتحادیې پر بنسټ د کارګرانو استازیتوب کوونکې کمېټې په جوړولو کې مرسته وکړه چې وروسته یې نوم کارګر ګوند ته واوښت.
د ۱۹۰۶ زکال له ټاکنو وروسته هارډي د کارګر ګوند د لومړني پارلماني رهبر په توګه وټاکل شو. هغه په ۱۹۰۸ زکال کې د آرټور هنډرسون په ګټه استعفا ورکړه او د خپل ژوند پاتې نور کلونه یې د ښځو د رایو د حق، د هند د کور واکۍ او له لومړۍ نړیوالې جګړې سره د مخالفت په څېر موخو لپاره په مبارزو تېر کړل. نوموړی په ۱۹۱۵ زکال کې هغه مهال چې د یو سوله غوښتونکي اعتصاب په ترتیب کولو بوخت و، ومړ. هارډي د کارګر ګوند په تاریخ کې یو له مهمو شخصیتونو بلل کېږي او د ګڼ شمېر لیکنو موضوع ګرځېدلی. کنټ او. مورګان نوموړی «د کارګرانو تر ټولو مخکښ کس او د هغوی لوی اتل بولي».