From Wikipedia, the free encyclopedia
د کوه نور آلماس Koh-i-Noor (د روښانه غره الماس) یاهم کوه نور په هندي कोहिनूर) یو وخت ۳۷،۲۱ ګرامه چې برابر د ۱۸۶،۰۶۲۵ قیراطه کیده د نړۍ له غټو او مشهورو الماسو څخه وو. په ۱۸۵۴م کال د تازه تراش سره د یاد الماس وزن ۲۱،۶۱ ګرامو ته راښکته شو. د کوه نور الماس چې اصلي مندن ځای (د پیدا کولو ځای) مشخص ندی، اما ویل کیږي جې د هند د اندرا پردش آیالات د حيدراباد، هند په ګلنده قلعه کې په ۱۶۵۶م کال کې لاسته راعلی دی. یاد الماس د عبدالله قطب شاه د وزیر میرزا محمد میر له لوری د ګورکانی واکمنۍ واکمن شاه جهان ته تحفه شوی وو. کوه نور د نادر افشار او هندي واکمنانو د لاسته ولیدلو ترڅنګ د نادر شاه افشار د وژنی وروسته چې د افغان واکمن احمد شاه درانی لخوا ووژل شو افغانستان ته انتقال شو. وروسته د رانجیت سینګ لخوا نادر شاه دراني ته د ماتی ورکولو سره کوه نور د نوموړی لخوا هند ته ولیږدول شو. د هند د سیکانو او بریتانویانو د دویمې کګړی پرمهال چې پکې سیکانو ماتې وخوړه، دولیپ سینګ په ۱۸۴۹م کال د بریتانویانو سره د یوه پنځه ماده یېز تړون له مخې کوه نور په هند کې میشتې یوې بریتانوي کمپنې ته وسپاره، چې د یادې کمپنې لخوا په ۱۸۷۷م کال هند ته د بریتانیا د ملکۍ (ملکه وېکټوريا) ته تسلیم کړ. کوه نور الماس په ۱۶۵۶ م کال د هند د آندرا پردیش آیالات مرکز حيدراباد، هند ته نژدې موندل شوی و. نادر افشار د هند له نیولو وروسته فارس ته یووړ ، په لومړي ځل د نادر افشار کورنۍ دغه الماس احمدشاه ابدالي ته ورکړ، چې بیا وروسته د هغه د اولادونو ترمنځ لاس په لاس شو. اوس دغه الماس د انګلستان د شاهي تاج په مخکينۍ برخه کې ټومبل شوی.
عمومي مالومات |
---|
وزن |
---|
برخه د |
---|
د طالبانو د واکمنۍ د دورې د بهرنیو چارو وزارت وياند فیض احمد د نومبر پر ۵مه په کال ٢٠٠٠م کې د برطانيې د حکومت څخه د کوه نور د الماس و افغانستان ته د سپارلو غوښتنه وکړه، ځکه رنجيت سنګ د شاه شجاع د کورنۍ څخه دا الماس په زوره اخیستی وو. [۱]
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.