![cover image](https://wikiwandv2-19431.kxcdn.com/_next/image?url=https://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/2/24/Geb%25C3%25A4ude_der_UNMIK_NEW_BORN_SIGN_PRISTINA_KOSOVO_Giv_Owned_Image_23_August_2008.jpg/640px-Geb%25C3%25A4ude_der_UNMIK_NEW_BORN_SIGN_PRISTINA_KOSOVO_Giv_Owned_Image_23_August_2008.jpg&w=640&q=50)
کوسووو
سوېل ختيځې اسيا کې يو په رسميت نه پېژندل شوی هېواد / From Wikipedia, the free encyclopedia
کوزوو (په الباني ژبه کې: Kosova [kɔˈsɔva] یا Kosovë [kɔˈsɔvə]؛ په صربي ژبه کې: Косово [kôsoʋo])، په رسمي بڼه د کوزوو جمهوریت (په الباني ژبه: Republika e Kosovës؛ په صربي ژبه: Република e Kosovës؛Република / Косовиal Косовиal State) په سوېل ختيځه اروپا کې نیمه په رسمیت پېژندل شوی هېواد دی او د بالکان په مرکز کې پروت دی. کوزوو د ۲۰۰۸ کال د فبروري په ۱۷ نیټه په یو اړخیزه توګه له صربستان څخه خپله خپلواکي اعلان کړه او له هغه راهیسې یې د ملګرو ملتونو د ۹۷ غړو هېوادونو له لوري د یو خپلواک هېواد په توګه ډیپلوماتیک رسمیت ترلاسه کړی دی. دا هېواد په شمال او ختیځ کې د له صربستان، په سوېل ختیځ کې له شمالي مقدونیې، په سویل لوېدیځ کې له البانیا او په لوېدیځ کې مونتینیګرو سره ګډه پوله لري. د کوزوو زیاتره مرکزي برخه د دوکاګجیني او کوزوو په پراخه هوارو او میدانونو پوښل شوې ده. د اکورزد غرونه او سار غرونه په ترتیب سره په سوېل لوېدیځ او سوېل ختیځ کې پراته دي. پلازمینه او لوی ښار یې پرستینا دی. [4]
پلازمېنه | |
---|---|
ترټولو لوړه څوکه |
عمومي معلومات | |
---|---|
وګړو شمېر | |
پکي شاملې اداري سیمې |
Prizren District (en) ![]() ![]() ![]() ![]() ![]() ![]() ![]() ![]() |
رسمي ژبه | |
د حکومت مشر | |
وګړنوم |
koszovói — Kosovar — Kosovan — Kosovano — косовар — косоварка — косовары — קוסוברי — קוסוברית — কসোভীয় — cosovan — kosovar — kosovar — Kosovano — Kossovien[2] — Kosovar[2] — Kosovare[2] — Kossovienne[2] — Kosovaar — Kosovaarse — kosovar — kosovară — kosovari — كوصوڤي — كوصوڤية — كوصوڤيين — كوصوڤيات ![]() |
غړی د | |
ځای | |
هېواد | |
دین | |
ځایناستی د |
د ځای کچه |
---|
برخه د |
---|
وېبپاڼه |
rks-gov.net (Albanian (en) ![]() ![]() |
---|---|
کورډينېشن |
![Map](http://maps.wikimedia.org/img/osm-intl,6,42.55,20.83,260x260.png?lang=ps&domain=ps.wikipedia.org&title=%DA%A9%D9%88%D8%B3%D9%88%D9%88%D9%88&revid=323713&groups=_ebeaccdadca317618368e299eced7d2b94749d09)
په کلاسیکه لرغونه زمانه کې، مرکزي قبیله چې د کوزوو په خاوره کې راڅرګنده شوه دارداني وه او په څلورمه پېړۍ کې یې د داردانیا سلطنت په نوم خپلواک دولت تاسیس کړ. مخکې له میلاد نه په لومړۍ پېړۍ د روم سترواکۍ ضمیمه شوه او د راتلونکې زریزې په اوږدو د بیزانس سترواکۍ برخه پاتې شوه، چې د دې سترواکۍ واکمني د ۶مې او ۷مې پېړیو په اوږدو کې د سلاوي یرغلونو په پایله کې له منځه لاړه. په ورپسې پېړیو کې، د سیمې کنټرول د بیزانسي او د لومړۍ بلغاریايي سترواکۍ ترمنځ بدلېده. کوزوو په ۱۳مه پېړۍ کې د صربستان د منځنیو پېړیو د دولت مرکز شو، او د ۱۴مې پېړۍ راهیسې د صربستان د ارتودوکس کلیسا مرکز هم و، چې په دې وخت کې یې حیثیت کشیش مېشته سیمې ته لوړ شو. د ۱۴مې او ۱۵مې پېړیو په وروستیو کې په بالکان کې د عثماني سترواکۍ پراختیا د صربستان د سترواکۍ د زوال او ړنګېدو لامل شوه. د ۱۳۸۹ کال د کوزوو جګړه د صربستان د منځنیو پېړیو په تاریخ کې له سرنوشت ټاکونکو شیبو څخه شمېرل کېږي. عثمانيانو د کوزوو له دوهمې جګړې وروسته نوموړې سيمه په بشپړه توګه فتحه کړه. عثماني سترواکۍ د شلمې پېړۍ تر پیل پورې په دې سیمه واکمنه وکړه. [5][6]
د نولسمې پېړۍ په وروستیو کې، کوزوو د البانیا د ولسي ځوښت مرکز و او په کې د ۱۹۱۰ کال البانیایي پاڅون او د ۱۹۱۲ کال البانیایي پاڅون را منځ ته شول. عثمانیانو د بالکان په جګړو کې له ماتې وروسته کوزوو صربستان او مونټینیګرو ته وسپارله. له لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته دواړه هېوادونه له یوګوسلاویا سره یوځای شول، او په دې سلطنت کې د یوګوسلاوي د اتحاد پالنې د دورې په تعقیب، او د دوهمې نړیوالې جګړې وروسته یوګوسلاوي اساسي قانون د صربستان د جمهوریت په یوګوسلاوي برخه کې د کوزوو او میتوهیجا خپل اختیاره ولایتونه تاسیس کړل. د شلمې پېړۍ په اوږدو کې د کوزوو د البانیایي او صرب ټولنو تر منځ کړکېچ راپورته شو او کله ناکله په لوی تاوتریخوالی بدلېده، او د کوزوو د ۱۹۹۸ او ۱۹۹۹ کلونو په جګړو کې پای ته ورسېد، چې د یوګوسلاوي پوځ د وتلو او په کوزوو کې د ملګرو ملتونو د لنډمهالې ادارې د ماموریت د تاسیس لامل شو. بلآخره د ۲۰۰۸ کال د فبروري په ۱۷ نېټه کوزوو په یو اړخیزه توګه له صربستان څخه خپله خپلواکي اعلان کړه او له هغه وروسته یې د ملګرو ملتونو د ۹۷ غړو هېوادونو له لوري د یو خپلواک دولت په توګه ډیپلوماتیک رسمیت ترلاسه کړ. صربستان په رسمي توګه کوزوو د یو خپلواکه دولت په توګه په رسیمت نه پېژني او د کوزوو او میتوهیجا خپل اختیاره ولایتونه یې ګڼي، که څه هم د ۲۰۱۳ کال د بروکسل تړون د یوې برخې په توګه د کوزوو د ادارو حاکمیت مني.[7]
کوزوو یو پرمختللی هېواد دی، د لوړ متوسط عاید اقتصاد سره. دې په تیره لسیزه کې د نړیوالو مالي موسسو له لوري اندازه شوي، او د 2007-2008 مالي بحران له پیل راهیسې هر کال وده موندلې ده. کوزوو د پیسو د نړیوال صندوق، نړیوال بانک غړی دی او د اروپا په شورا، یونیسکو، انټرپول او د اسلامي همکاریو په سازمان کې د څارونکي حیثیت لپاره یې د غړیتوب غوښتنه کړې ده.