From Wikipedia, the free encyclopedia
کوردي ژبه د اريايي کورنۍ له څانګې يوه خپلواکه ژبه ده، چې په عراق، ايران، تورکيې او سوريې هېوادونو کې په لږکي او پاشلې توګه ويونکي لري، د دې ژبې ويونکي د يادو هېوادنو په مرزونو کې سره بېل شوې. دا ژبه په کيرمانجي، سوراني، او "سويلي کوردي" وېشل شوې ده.
عمومي مالومات | |
---|---|
ځانګړې وېشنيزه | |
سیمييزتوب د | |
ليکدود | |
ويونکو شمېر | |
آيسو ۶۳۹-۱ کوډ |
ku[4] |
د ژبې کوډ | |
هېواد |
برخې |
---|
کورمانجي وينګ: د کوردي يو وينګ دی چې په عراق،ترکیه او ایران کې ويل کيږي او په عربي لیکدود لیکل کیږي.
ګورماني وينګ: دکرمانشاه په ناحیه او د تورکیې په ځینو ناحیو کې ویل کېږي. اورماني وينګ : د کرمانشاه په شمالي ناحیه کې ويل کيږي، په ځانګړې توګه د سمناني او سیوندي وينګونو سره ډېر ورته والی لري. په کوردي کې داسې وينګونه شته چې څېړونکي يې ځانګړې ژبې ګڼي، لکه د کرمانشاه د غوراني کوردانو او زازا لهجې ، ډېر معتبر یې د کورمانجي وينګ دی، چې د تورکیې او عراق شمال، سوریې ، افغانستان د هرات او د روسيې سیمو ته نژدې کوردان خبرې کوي.د کورمانجي دیالکت دسیاسي جغرافیې د وېش په موجوده شرایطو کې بیا هم ګرامري خواص یو شان ساتلي دي، خو لغوي پانګه یې یو شان نه ده د ایران کوردي په پارسي لغاتو ، د ترکیې کوردي په ترکیي لغاتو ،د عربي کوردانو ژبه په عربي لغاتو او د نورو کوردانو ژیې د نورو ژبو د لغاتو په پانکه بډایه شوي دي . د کوردي ژبې دوېم مهم وينګ په سوېل ختيځو کوردانو پورې اړه لري چې د کوردستان په مرکزي سیمو ، د عراق په کوردستان ، کرمانشاه او نورو سیمو کې پرې خلک خبرې کوي په ژبپوهنه کې چې د کوردي ژبې نوم یادیږي مطلب ورنه د کورمانجي وينګ دی ځکه چې د علمي څېړنو لپاره د سوېل ختيځ وينګ په نسبت ډېر مساعد دی. دغه وينګ د پښتو په شان ګرامري لرغوني خواص ساتلي دي اما سوېل ختيځ وينګ د معاصرې پارسي په شان دغه خواص له لاسه ورکړي دي مثال د تذکیر او تانیث نښې په کې چندان نه لیدل کېږي. د اسم ذات د تصریف مراعت په کې نه کېږي ،د الزمي او متعدي فعل ترمینځ چندان توپیر نه لیدل کېږي او داسې نور...
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.