کمپيوټر نيټورک
From Wikipedia, the free encyclopedia
له یو داسې انجینري انتظام څخه عبارت دی چې دکمپیوټري غونډالونواویا نوروکمپیوټر اړوندو وسایلو ترمنځ دنښلولو له چارو سره تړاولري .چې داوړ سره نښلیدونکي کمپوټري غونډالونه ،کمپوټري جال یا شبکه جوړوي . په داوړ جالونوکې لږترلږه دوه وسایل باید سره راگیروي چې له دغوداوړو وسایلو نه یویې معمولا کمپیوټر وي .داوسایل چې دیوه جال په بڼه له یوه بل سره نښتي وې کیدای شي له یوه بل څخه یوازې څومتره واټن ولري لکه دBluetooth له لارې سره نښتي وسایل ،یا هم کیدای شي له یوه بل څخه بې کچې ډیر واټن ولري لکه دانټرنیټ له لارې سره نښتي وسایل .
په نامه د |
---|
ځانګړې وېشنيزه | |
---|---|
کارول |
برخې |
---|
جال یا شبکه کله دمخابراتي اړیکو، کله دکمپیوټرپوهنې،کله دمعلوماتي تکنالوژۍ اوکله هم بیا دکمپیوټري انجینرۍ په لیکه کې درول کیږي .کمپیوټري جال ترډیره ددغو علمي اوانجینري انتظامونوپه تیوریکي اوعملي برخو(Applications) تکیه کوي نوپس وایو چې دکمپوټرونواونورواړوندو وسایلو یوتربله سره یوې نښتې ډلې ته کمپیوټرې جال وایو.ددې وړکمپیوټرې جالونو ښې نمونې ورځنی انټرنیټ، پراخ سیمیز جال(WAN) اویاهم سیمیزجال(LAN) دی . کورنی جال چې په یوه انگړ کې دوه یاڅو کمپوټرونه دکره مزیو په مټ سره نښلوي هم دکمپیوټرې شبکې یوه نمونه گڼلی شو.
د وسایلو اوتوکیو دیوتر بل سره نښلولو اودیوه جال درامنځ ته کولو مفکوره له ډیرو وختونوراپدیخوا دخلکو په ذهنونو کې شتون درلود مگر دوخت په تیریدو سره دې مفکورې پرمختگ وکړ دتلویزونې چینلونو له جال نیولې خبره ان تر کمپوټرې جالونو راورسیده . کمپیوټرې جالونو دنړی والو پاملرنه ډیره ځانته راواړوله مگر خلک په دې لټه کې شول چې ددغو راز راز وسایلو اوتوکیو سره نښلول اوددوی دجالونو درامنځ ته کولو ترشاه څه موخه پرته ده؟ ایا داموخه به گټوره وي اوکه نه؟دغو اودغو ته نورو ډیرو پوښتنو خپل ځوابونه پیدا کړل اوډیر پرمختگونه رامنځ ته شول. ددغو ټولو جالونو ترشاه یوه موخه پټه وه اوهغه دمالوماتو ،توکیو اوتوښو سره شریکول اوورته په گډه توگه لاس رسی پیدا کول وه چې دShare ویو کی ورته کاریږي . داسې به وانگیرو چې مونږ ته کمپیوټر یونوی څیز دی غواړوپه هکله یې خورا ډیر مالوما ت تر لاسه کړو اوځان پرې پوه کړو نوددې کار لپاره مونږه اړیو چې له هغو ملگرو سره چې دکمپیوټر په نړۍ کې لوی لاس لري په یوه نه یوه ډول اړیکه ټینگه کړو اوورځنې دکمپیوټر په هکله مالوما ترلاسه کړو یا هم باید اړونده ښوونیزو ادارو ته مخه کړو ترڅو دکمپیوټر په هکله په زړه پورې اواړین مالومات ترلاسه کړو اویا هم په خپله که توان یې ولرو دکتابونو اونور توښو له لارې په دې هکله زده کړه کوو پس موخه داشوه چې ددغه کار لپاره له خلکو اواداروسره اړیکه ټینگه کړو اوځان ورسره په یوه نه یوه لاره ونښلو ترڅو هغوی دکمپیوټر اړوند مالومات اوتوښې چې زمونږ دزده کړي اړتیا ده له مونږ سره شریک او زمونږ په گوتویې راکړي پس بیا هم موخه دمالوما تو او توښو سره شریکول اوورته گډ لاس رسی شو. له دې خبرو څخه داسې ایسیږي چې دددې لپاره چې پوهه ،تجربې ، کړه وړه او توښې مو بو له بل سره شریکې کړې وي داړیکو، یوله بل سره دنښلیدو اړتیا جوتیږې چې داپه خپله دیوه جال اوشبکې درامنځ ته کیدواړتیا ښي. دجال یا شبکورامنځ ته کیدل دا پوښتنه چې څنگه کولای شو دشریکولو اویا دگډ لاس رسي له لارې معلومات،تجربې اوتوښې سره وکاروو؟ په خپله ځواب کړه. داسمه ده چې ځاني کمپیوټرونه هغه خورا پیاوړی توکي دې چې کولای شي چې په لوړه پیمانه معلومات ډیر ژر پروسیس اوپه ښه توگه سنبا ل کړي مگر داځاني کمپیوټرونه په یوه زرې توگه نشي کولای خپلو کارونکو ته توکې دگډ لاس رسي په مانا په رغنده اوگټوره توگه برابر کړي. دشبکو له رامنځ ته تگ څخه دمخه ددې دپاره چې کارونکی خپل اسناد (Documents) دلانور کار لپاره خپل بل ملگري یاملگرې ته ورکړي نو اړوه چې یا خویې چاپ (print) کړی اوهغه ته یې ورکړي اویا یې هم په یو ډیسک کې واخلې اوبیا یې هغه ته ورکړي. اویا هم که بل چا په دغه سند کې کوم ادلون بدلون راوستلی وای اسانه نه وه چې دغه بدلونه دې هم دغه سند ته ورگډ (Merge) شي. چې په دغه ډول دکمپیوټر کارول پخواو اوس هم د Stand-alone Environment په نوم یادیږي. مگر دکارونکو په فکر کې داراوگرځیدل چې څه به وشي که دغه ځاني کمپیوټرونه دمزیو په مټ سره ونښلوو اومالوماتو ته گډ لاس رسی ولرو یا هم له دغې لارې په گډه څوکارونکي له یوه چاپگر(Printer) څخه کارواخلو همداوو چې دامفکوره دعمل ډگر ته راووته او دکمپیوټرونو اونورو وسایلو داوړ سره نښلول یې دشبکې یا جال په نوم ونوماوه.
پس وایو چې کمپیوټري جال داسې یو غونډال دی چې مالوماتو ،توښو اووسایلو ته دگډ لاس رسي په موخه یو شمیر کمپیوټرونه یوله بل سره نښلوي .