![cover image](https://wikiwandv2-19431.kxcdn.com/_next/image?url=https://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/6/6c/Ahfaz_farmers1.jpg/640px-Ahfaz_farmers1.jpg&w=640&q=50)
کلتوري انقلاب
From Wikipedia, the free encyclopedia
کلتوري انقلاب چې په رسمي توګه د لوی پرولتاري کلتوري انقلاب په توګه پېژندل کېږي له ۱۹۶۶ زکال څخه په ۱۹۷۶ زکال کې د مائوتسه تونګ د مړینې تر مهاله په چین کې ټولنیز سیاسي خوځښت و چې د چین د کمونیست ګوند د رهبر او د چین د خلکو د جمهوریت د بنسټګر مائو له خوا یې بنسټ اېښودل شوی و. اعلان شوې موخې یې د چیني کمونېزم په ساتلو سره له کپیټلیسټي او سنتي عناصرو څخه د چین د ټولنې تصفیه او د چین د خلکو په جمهوریت کې د غالبې ایډیالوژۍ په توګه د مائوتسه تونګ د تفکر (چې له چین بهر د مائوېزم په نوم پېژندل کېږي) بیاځلي تحمیل کول و. دغه انقلاب د مائو د لږ راډیکالې رهبرۍ پر مهال په مخ پر وړاندې لور باندې د لوی ګام په نامه ټولنیز اقتصادي سیاست وروسته چې د چین د لویې قحطۍ (۱۹۵۹ – ۱۹۶۱ زکال) لامل وګرځېد؛ د چین مرکزي قدرت ته د مائو د بیاځلي راګرځېدو لامل وګرځېد. له دې سره دغه انقلاب خپلو موخو ته د رسېدو په لار کې پاتې راغی. [1]
کلتوري انقلاب | |
---|---|
وي Chinese (China): 无产阶级文化大革命 | |
![]() | |
هېواد | چين |
جوړونکی | مائو تسه تونګ، Jiang Qing |
پيل نېټه | ۱۶يو مې ۱۹۶۶ |
پای نېټه | ۶يو اکتوبر ۱۹۷۶ |
مائو چې د ۱۹۶۶ زکال په مۍ میاشت کې د کلتوري انقلاب له ډلې سره په ګډه د دغه خوځښت بنسټ کېښود، تور یې پورې کړ چې بورژوازي عناصرو په دولت او ټولنه کې د کپیټلیسټي اهدافو د بیا راژوندي کولو په موخه نفوذ کړی. مائو له ځوانانو وغوښتل چې د هغوی مرکزونه په نښه کړي او اعلان یې وکړ چې «بغاوت د توجیه وړ دی». ځوانانو د مائو د غوښتنې په غبرګون کې په ټول هېواد کې سور پوځ او «یاغي ډلې» جوړې کړې. د مائو ویناوې چې په یو کوچني سور کتاب کې راغونډې شوې د مائو د شخصیتي ځایګي جوړولو لپاره په مقدس متن واوښتې. هغوی په منظمه توګه د بیاکتنې غوښتونکو پر وړاندې «محکوم کوونکې غونډې» جوړې کړې او واک یې له سیمه یئزو دولتونو او د چین د کمونیست ګوند له نورو څانګو څخه په خپل لاس کې واخیست؛ بالاخره یې په ۱۹۶۷ زکال کې انقلابي کمېټې تاسیس کړې. کمیټې تر ډېره په سیالو ډلو وویشل شوې او د «تاوتریخوالي څخه په ډکو شخړو» باندې یې په پېژندل شوو وسله والو جګړو کې ونډه واخیسته؛ هغه چې اړتیا یې پېښه کړه چې پوځ د نظم د ټینګښت په موخه مداخله وکړي. مائو په ۱۹۶۹ زکال کې انقلاب پای ته رسېدلی وباله، خو د انقلاب فعال پړاو لږ تر لږه تر ۱۹۷۱ زکال پورې دوام درلود، هغه مهال چې لین بیائو د مائو پر ضد نا بریالۍ کودتاه وکړه او له تښتېدو وروسته د طیارې د لوېدو په پېښه کې ومړ. په ۱۹۷۲ زکال کې د څلورو ډله (د چین د کمونیست ګوند د څلورو راډیکال غړو ډله وه) واک ته ورسېده او کلتوري انقلاب په ۱۹۷۶ زکال د مائو د مړینې او د څلورو د ډلې تر نیولو دوام وموند.
کلتوري انقلاب له تاوتریخوالي او ګډوډیو سره مل و. د تلفاتو ادعاوې په پراخه کچه له یوبل توپیر لري؛ د یو شمېر اټکلونو له مخې د انقلاب په دوره کې د وژل شوو شمېر له ۲۵۰ زرو څخه تر څو میلیونو پورې رسېږي، هغه شمېر چې په چین کې د مختلفو آفتونو له امله د وژل شویو له شمېر سره د پرتلې وړ دی. د بیجنګ د سره اګست په پیل کېدو سره په ټول هېواد کې عام وژنه پیل شوه چې په کې ګوانګشي عام وژنه چې آن پکې په پراخه کچه سړي خوراک هم رامنځته شو، د منګولیا داخلي پېښه، د ګوانګدونګ عام وژنه، د یوننان عام وژنه او هونان عام وژنه په کې شاملېږي. سره پوځ تاریخي آثار او همدارنګه فرهنګي او مذهبي ځایونه هم ونړول. په ۱۹۷۵ زکال کې د بانکایو بند نړېدل د نړۍ تر ټولو لویه هغه تکنالوژیکي فاجعه وه چې د کلتوري انقلاب پر مهال رامنځته شوه. له دې سره په لسګونه میلیونه کسان وځورول شول؛ پخواني لوړ پوړي چارواکي د ولسمشر لئوشائوچي، دنګ شیائوپینګ، پنګ دهای او هی لونګ په ګډون له واکه لرې او تبعید شول. په میلیونونو نور په پنځو تورو ډلو کې د غړیتوب په تور په عمومي توګه تحقیر او بندیان شول، سخت کار ته اړ او اموال یې مصادره شول، اعدام شول او یا یې هم د ځورونې له امله په ځان وژنې لاس پورې کړ. روڼ آندي د پخوانیو وګړو د بدبویه نهمې ډلې په توګه په پام کې نیول کېدل او په پراخه کچه له ځورونو سره مخ شول – پام وړ عالمان او ساینس پوهان لکه لائوشي، فو لي، یائو تونګ بین او ژائوجیوژانګ ووژل شول او یا یې هم خپله ځان وواژه. پوهنتونونو ته د لارموندنې د ازموینو په لغو کېدو سره ښوونځي او پوهنتونونه وتړل شول. له ۱۰ میلیونو زیات ښاري روڼ آندي ځوانان لرې پرتو سیمو ته د لېږلو د سیاست له امله د هېواد لرې پرتو سیمو ته ولېږل شول. [2][3][4]
د ۱۹۷۸ زکال په ډسمبر میاشت کې ډنګ شیائوپینګ د هواګئوفنګ پر ځای د چین نوی رهبر شو او د «بولوان فانژنګ» په نامه پروګرام یې پیل کړ چې په تدریج سره یې کلتوري انقلاب ته اړوند مائویستي سیاستونه له منځه یووړل او په هېواد کې یې نظم ټینګ کړ. ډنګ له خپلو متحدینو سره د چین د نوي پړاو د رامنځته کولو په موخه د تاریخي اقتصادي اصلاحاتو پروګرام پیل کړ. په ۱۹۸۱ زکال کې د چین کمونیست ګوند اعلان وکړ چې کلتوري انقلاب یوه تېروتنه وه او دا یې ومنله چې «دغه انقلاب د ټولو هغو شدیدو ماتو او درنو زیانونو مسئول دی چې خلکو، هېواد او ګوند د خلکو د جمهوریت د تاسیس له مهاله تحمل کړي». په معاصر چین کې د کلتوري انقلاب په اړه بېلابېل نظریات شتون لري. یو شمېر یې منفي بولي او یو شمېر نور یې یوازې د «لس کلونو ګډوډیو» په توګه یادوي. له دې سره یو شمېر نور په ځانګړې توګه د کارګرې طبقې غړي د هغو اړوند مثبت لیدلوری لري. [5][6][7][8][9][10][11]